د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

یو شمېر افغانان: د پاسپورټونو ترلاسه کولو لپاره بايد مياشتې انتظار وکړو


ارشیف: په کابل کې د پاسپورټ متقاضیان
ارشیف: په کابل کې د پاسپورټ متقاضیان

د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي وايي، څو میاشتې وړاندې یې د پاسپورټ اخیستو لپاره انلاین فورمې ډکې کړي، خو د دوی په خبره د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست تر اوسه د دوی د ورتګ نېټه نه‌ده معلومه کړې.

د عبدالولي په نوم د پاسپورټ يو غوښتونکی وايي، تېر کال يې د پاسپورټ انلاين فورمه ډکه کړې وه، خو د ٨ میاشتو په تېرېدو سره یې لا هم پاسپورټ نه‌دی اخیستی او نه ورته د سفر د دغې کتابچې نېټه کره شوې ده.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، د کورنۍ دوه غړي يې ناروغه دي او غواړي د درملنې لپاره يې پاکستان ته بوځي.

عبدالولي وايي: "ډېره موده وشوه چې موږ انلاین فورمه ډکه کړې ده، اته میاشتې کېږي چې زه ځم او راځم، خو پاسپورټ نه‌شم ترلاسه کولای. تر اوسه یې مونږ ته نېټه نه‌ده ټاکلې. موږ غواړو چې موږ ته پاسپورټ راکړي، ځکه چې ناروغ لرو او ستونزې ډېرې دي."

د پاسپورټ یو بل غوښتونکی عبدالحمید وايي، له یوه کال راهیسې یې کارو بار ښه نه‌دی او د پاسپورټ په تمه دی چې یو بل هېواد ته د کار لپاره ولاړ شي.

نوموړی وايي: "غواړم چې د کار کولو لپاره له افغانستانه بهر ولاړ شم. غواړم پاسپورټ ترلاسه کړم، خو معلومه نه‌ده چې کله به یې راکړي. زه دلته ډېرې ستونزې لرم."

عبدالواسيع چې بیا تازه غواړي د پاسپورټ اخیستلو ته نوملیکنه وکړي وايي، د نورو کیسې چې اوري ډېر هیله‌من نه‌دی چې تر لاسه یې کړي، ځکه خلکو ډېر انتظار ورته کړی دی.

دی وايي: "زه غواړم چې د خپل ځان او کورنۍ لپاره د پاسپورټ فورم ډکه کړم، خو ډېری خلک دلته ان په یوه کال کې په پاسپورټ اخیستلو نه‌دي بریالي شوي، نو زه هم ډاډه نه یم چې پاسپورټ به ترلاسه کړم. حیران یم چې څه وکړم."

ارشیف: په خوست کې د پاسپورټ متقاضیان
ارشیف: په خوست کې د پاسپورټ متقاضیان

پاسپورټ غوښتونکي وايي، د پاسپورټونو د وېش بهیر په څو ځلي له ستونزو سره مخ شوی او د ترلاسه کولو لپاره یې دې اوږده انتظار نور دوی ستړي کړي دي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه، په دې اړه د طالبانو حکومت د پاسپورټ رياست له وياند نورالله پتمن سره خبرې وکړي، خو بریالی نه‌شو.

خو د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور بیا وايي چې پاسپورټ غوښتونکو ته د نوبت له مخې نېټه ټاکل کېږي.

نوموړی وايي: "هغه کسان چې وایي ډېره موده کېږي په تمه دي، زما په اند دا حقیقت نه‌لري. هر کس ته د نوبت له مخې نېټه او پاسپورټ ورکول کېږي. هغه کسانو ته چې نېټه نه ورکول کېږي، معلومه نه وي چې نوبت به یې کله ورسیږي."

که څه هم نوموړي په دې اړه څه ونه ويل، چې د ورځې څومره پاسپورټونه وېشل کېږي، خو ادعا يې وکړه چې انلاين بهير په شفاف ډول دوام لري او هغو کسانو ته چې د کار لپاره بهر ته ځي، محصلانو او ناروغانو ته پرته له دې چې انلاین فورم ډک کړي، په دوه درې ورځو کې پاسپورټونه ورکول کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG