د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

د پاسپورټونو د وېش بيا پيلېدل؛ خلک: دا بهير به له ستونزو ډک وي


خلک وايي، د پاسپورټونو د وېش بهير کې به د تېر په څېر ستونزې وي او دا پروسه به ژر بېرته ودريږي، انځور - ارشيف
خلک وايي، د پاسپورټونو د وېش بهير کې به د تېر په څېر ستونزې وي او دا پروسه به ژر بېرته ودريږي، انځور - ارشيف

په داسې حال کې چې د پاسپورټ ترلاسه کول د افغانانو لپاره یو خوب ګرځېدلی، د طالبانو حکومت د پاسپورټونو عمومي ریاست وايي، د خلکو ستونزو په پام به په ټول افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیل شي.

د پاسپورټ عمومي رئیس عبدالکریم حسیب د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل: "د پاسپورټ عمومي ریاست، د راتلونکې اوونۍ، چهارشنبې د کب میاشتې ١٠مه د انلاین سیستم له لارې، په ټول هېواد کې د پاسپورټ توزیع پیلوي. هغه وطنوال چې په تذکرو کې یې ولایت او ولسوالۍ ذکر شوې، خپل انلاین فورم دې سر له نن څخه له مرکز نه، خپلو ولایاتو ته تغیر ورکړي، څو په اسانۍ نوبت واخلي او کارونه یې زر وشي."

په ټول هېواد کې د پاسپورت توزیع پیلوي.

ښاغلي حسیب زیاته کړه، هغه کسان چې، د زېږون په سندونو کې یې اصلي هستوګنه په ولایتونو کې ده، خو اوسنۍ هستوګنه یې په کابل ولایت کې ده، کولای شي له مرکزي ریاسته پاسپورټ ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د دې ریاست مسوولین وايي، کله چې د پاسپورټ ریاست چارې ځنډول شوې وې، دوی د دې ریاست په کاري سیستم کې بدلونونه راوستي.

د طالبانو حکومت د پاسپورت عمومي ریاست ویاند، نورالله پتمن د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په دې اړه وویل: "د افغانستان بانک سره د پاسپورټ ریاست د سیستم نصبول، په انلاین فورمونو کې بدلونونه او پرمختگونه، د کارکوونکو د بایومتریک حاضري نصبول، له سلو څخه د زیاتو تخنیکي وسایلو ترمیم او بیا نصبول د دې ادارې له فعالیتونو څخه دي څخه دي."

خو ښاغلي پتمن و نه ویل چې په فورمونو کې څه ډول بدلونونه راغلي.

د افغانستان پاسپورټ
د افغانستان پاسپورټ

د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست په داسې حال کې د پاسپورټونو د بیا وېش اعلان کوي چې، یو شمېر پاسپورټ غوښتونکي وايي، د پاسپورټ وېش په بهیر کې د ځنډ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د بدخشان ولایت یوه اوسېدونکی چې نه‌غواړې نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، دوه ځلې یې په کابل او بدخشان کې د پاسپورټ لپاره نوم‌لیکنه کړې، خو لا یې پاسپورټ نه‌دی ترلاسه کړی.

د بدخشان ياد اوسېدونکي وويل: "ما د لوی اختر څخه مخکې نوم‌لیکنه کړې وه، خو لا مې پاسپورت نه‌دی ترلاسه کړی. باید د تلې میاشتې په ۱۶مې د پاسپورت ریاست څخه خپل پاسپورت اخیستی وای. خو د روان کال د تلې میاشتې په ۱۶مه، د پاسپورت ورکولو بهیر ودرېده او ما خپل پاسپورت ترلاسه نه‌کړ."

د هغه په وينا، د پاسپورت د پروسې ځنډیو له امله یې ونه‌شو کولای، چې په ټاکلې نېټه هغه هېواد ته ولاړ شي د کوم څخه يې چې سیاسي پناه ترلاسه کړې وه.

له بلې خوا د هرات ولایت یو اوسېدونکی چې دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل، د پاسپورټ ریاست څو څو ځلې د پاسپورټ د بهیر بیا پیلېدو خبر ورکړی خو له څو ورځو وروسته بېرته بند شوی دی.

د سرطان ناروغانو ته پاسپورټونه ورکول کېږي، مګر موږ ته نه.

هغه زیاته کړه: "ویل کېږي چې، د پاسپورټونو د وېش بهیر به پیل شي، خو فکر نه‌کوم چې پیل به شي، ځکه دوی څو ځله ورته مسایل راپورته کړي، خو تر اوسه یې موږ ته پاسپورټونه نه‌دي راکړي. د سرطان ناروغانو ته پاسپورټونه ورکول کېږي، مګر موږ ته نه. هرڅوک ستونزه لري، موږ انتظار نه‌شو کولی."

خو عبدالکریم حسیب په نننۍ ناسته کې وویل، عامو خلکو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر د ځنډېدو په ترڅ کې یې ناروغانو، محصلینو، سوداګرو او هغو کسانو ته پاسپورټونه وېشلي، چې له افغانستانه بهر هېوادونو کې استوګنه لري او پاسپورټونو ته یې عاجله اړتیا وه.

د دې ریاست د چارواکو په خبره،په مرکز او ولایتونو کې به د ورځې لس زره پاسپورټونه خلکو ته ورکړل شي.

خوست کې د پاسپورټ اخيستلو ته د خلکو انتظار، انځور - ارشيف
خوست کې د پاسپورټ اخيستلو ته د خلکو انتظار، انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت د پاسپورت عمومي ریاست د روان کال د تلې په میاشت کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یاد ریاست په خبره، په تخنیکي وسایلو کې د ستونزو له امله د پاسپورټونو وېش لړۍ تر راتلونکې خبرتیا ځنډولې وه.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر پاسپورټ غوښتونکو ادعا کړې وه، چې د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست له‌خوا د پاسپورټ وېش له ځنډېدو سره سره بیا هم پاسپورټونه په تور بازار کې د زرګونو ډالرو په بدل کې وېشل کېږي.

خو د طالبانو حکومت وياند په وار وار د پيسو په بدل کې د پاسپورټونو د وېش ادعاوې رد کړې او زياته کړې يې ده چې په دې تړاو يې سلګونه کسان نيولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG