د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

یو شمېر خلک: د بهر ته تګ په نوم جعلي توریستي شرکتونو زرګونه ډالر راڅخه خوړلي


تصویر له ارشیف څخه- یوه افغانه مېرمنه د بهرني سفر پر مهال د سفر له اسنادو سره
تصویر له ارشیف څخه- یوه افغانه مېرمنه د بهرني سفر پر مهال د سفر له اسنادو سره

يو شمېر افغانان وايي، په افغانستان کې ځيني ګرځندوی او توريستي شرکتونه له خلکو په يوه او بل نوم پيسې او پاسپورټونه اخلي او بهرنيو هېوادونو ته یې د تللو ژمنې ورسره کوي، خو د دوی په خبره د ځينو شرکتونو ژمنې دروغ وي او خلک غولوي.

د خيرالله خيرخواه په نوم د پکتيا ولايت يو اوسېدونکی وايي، د يو فېس بوکي اعلان له امله ترې يو سياحتي شرکت ۱۵۰۰ ډالره واخيستل، خو وروسته ورته په ډاګه شوه چې ياد شرکت خيالي و او ده ته ورکول شوي ادرس کې يې ونه موند.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل، د ده په څېر لسګونه ځوانان هره ورځ د بورسونو او بهر ته د تللو په نيت پر انلاين اعلاناتو تېر وځي او شرکتونه ترې په يوه او بل نوم پيسې غلا کوي.

هغه وايي: “فېس بوک کې مې اعلانات د برازيل ويزې وليده، سملاسي مې شرکت والا ته ټليفون وکړ چې د برازيل ويزې شته که نه؟ هغه راته وويل د برازيل ويزې موږ سره شته دی، ما ورته وويل په کومو شرايطو دا ويزې تاسو ورکوئ، هغه راته وويل پاسپورت او يو قطعه عکس پکار دی، ماهمداسې ساده توب سره پاسپورټ کاپي او عکس ور ولېږه. ده راته وويل چې ته به راته نيمې روپۍ کابل کې د يو چا په لاس راحواله کړې او نيمې روپۍ چې کله ويزه ووته هغه وخت ماته راکړي. ما سملاسي ۱۵۰۰ ډالر کابل ته حواله کړل.”

په هرات کې د یو شمېر توریستي شرکتونو انځور - ارشیف
په هرات کې د یو شمېر توریستي شرکتونو انځور - ارشیف

نوموړی وايي، سره له دې چې پيسې ترې په دوکه واخيستل شوې، د ياد شرکت کوم ځای ځايګی يې هم پيدا نه‌کړ او بېرته ناهيلی کور ته ستون شو.

شفيع‌الله شينواری چې کابل کې د يو خصوصي پوهنتون استاد دی وايي، د يوه شرکت له لارې يې بهرني بورس ته داخله وکړه.

هغه وايي، ياد شرکت ترې ۵۰۰۰زره ډالر واخيستل، سره له دې چې د بورس کار يې ونه‌شو، خو د ده په خبره نږدې ۳۰۰۰ډالر ترې ياد شرکت په يوه او بل نوم د لګښتونو په نوم ځان ته وګرځول، خو دی وتوانېد چې ۲۰۰۰ډالر بېرته ترلاسه کړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: “تاسو به موږ ته لومړی ۴۰۰ ډالر راکړئ چې موږ تاسو ته اپر لېټر واخلو، کله چې اپر لېټر راغی، بيا به تاسو ته ويزې غم وخورو، تاسو به بيا موږ ته ۴۶۰۰ ډالر نور راکړئ، په مجموع کې ۵۰۰۰ډالر موږ تاسو نه اخلو. نظر د دوی په قرارداد موږ ورسره قرارداد وکړ، ۴۰۰ ډالر مو دوی ته ورکړل، نو موږ ويل طبعا دوی به سره رسمي وي، قرارداد مو وکړ، دوی موږ ته فوټو شاپ شوی يو اپر لېټر جوړ کړ، ما ولوست، مبارکي يې ليکلي وه، داخله مو اپروف ده. دوی خپل يو لېنک هلته اچولی و. تاسو به په دې وريجنل اسنادو سفارت ته ځئ هلته به ويزه درکړي.”

ښاغلی شينواري وايي، ان تر دې چې د ياد شرکت له لارې ايران ته هم استول شوی و او هلته يې نږدې دوه مياشتې انتظار وکړ، خو وروسته پوه شو چې کيسه بله ده.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره سلګونه زره افغانان په بېلابېلو دلایلو هېواد پرېښودو ته اړ شوي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره سلګونه زره افغانان په بېلابېلو دلایلو هېواد پرېښودو ته اړ شوي

په کابل کې د يوه سياحتي او توريستي شرکت مسوول چې نه‌غواړي د شرکت نوم يې ياد شي وايي، افغانستان کې دا ډول لسګونه شرکتونه شته،چې خلک غولوي او په يوه او بل نوم ترې پيسې وهي.

هغه وايي: “د داسې کړنو مخه نيول په سختۍ کېږي، ځکه زموږ خلک ډېر خوش باوره دي، بس هوا په هوا خبره سره وکړي، نه خط ځنې اخلي، نه د شرکت هغه کارت اخلي ځنې، بس همداسې هوا په هوا خبره ټليفون له لارې وکړي، د ټليفون له لارې پيسې هم تحويل کړي بانک ته. سره ليدلي يې هم نه وي.”

نوموړي دغه شان وویل، يوه بله ډله پيدا شوې ده چې قاچاق کوي، د بهرنيو هېوادونو په نوم خلک لېږي او د ده په خبره پر مسافرو قاچاقي مال نورو هېوادونو اړوي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د کورنيو چارو وزارت نظر ولرو، خو ونه توانېدو.

ياد شوي وزارت، تېره اوونۍ پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي وو، پوليسو د عملياتو پر مهال د «نور» په نوم د يوه ګرځندوی او توريستي شرکت څخه د هغو ۱۱۰ تنو پاسپورټونه بېرته ترلاسه کړل، چې ياد شرکت ترې د بورسونو په نوم جمع کړي وو.

په ټوېټ کې راغلي، چې د ياد شرکت مسوول نيول شوی او تر پوښتنو ګروېږونو لاندې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې ډېری ځوانان پر قاچاقي لارو ګاونډيو او اروپايي هېوادونو ته ځي، چې ډېری يا ونيول شي او يا هم د مرګ خوراک شي.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان په خپله خوښه یا په زور يوازې له ایرانه اېستل شوي او افغانستان ته استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG