د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د پاسپورټونو د وېش پڅ بهير؛ حبيب‌الله: له يو کال ډېره موده کېږي پاسپورټ اخيستلو ته منتظر يم


ارشیف: د پاسپورټ غوښتونکي
ارشیف: د پاسپورټ غوښتونکي

په کابل کې ښار کې د پاسپورت ځینې غوښتونکي د پاسپورټونو د وېش له پڅ بهیر شکایت کوي.

حبیب‌الله چې د کابل یو اوسېدونکی دی د پاسپورټونو د وېش له پڅ بهیر شکایت کوي او وايي حوصله یې نوره ختمه شوې ده.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، هڅه کوي خپلې خور ته پاسپورټ واخلي، چې غواړي خپل خاوند ته چې په جرمني کې دی ورشي، خو زیاتوي چې د میاشتو له انتظار وروسته هم نوبت نه‌دی ور رسېدلی.

نوموړی وايي: "له یو کال ډېره موده کېږي چې د پاسپورټ اخیستلو ته منتظر یم، خو له بده مرغه هر ډول هڅې مو چې وکړې، بریالي نه‌شو چې پاسپورټ واخلو. پاسپورټ مې خور ته اخلم چې خاوند یې په بهر کې دی. نه پوهېږم ولې دا پروسه ورو ده!؟"

د کابل یو بل اوسېدونکی او د پاسپورټ غوښتونکی فېروز هم ورته شکایت لري.

نوموړی وايي: "د پاسپورټ ریاست کارونه ډېر ورو مخکې روان دي، ۱۶ میاشتې کېږي چې انلاین مې خپل نوم ثبت کړی، خو هېڅ نوبت نه رارسېږي. کورنۍ مو منتظره ده چې بهر ته لاړه شي، خو د پاسپورتونو د نه لرلو له امله پاتې یوو."

ارشیف: په افغانستان د پاسپورټ غوښتونکي
ارشیف: په افغانستان د پاسپورټ غوښتونکي

د پاسپورټ یو بل غوښتونکی سید عبدالواحد وايي، د یوه اروپايي هېواد سکالرشیپ یې ترلاسه کړی، خو په خبره یې د پاسپورټ د نه درلودلو له امله یې خپلې زده کړې لا نه‌دي پیل کړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "څه وخت مخکې مې یو سکالرشیپ ترلاسه کړ، خو د پاسپورټ د نه درلودو له امله و نه توانېدم چې هغه هېواد ته چې سکالرشيپ یې راکړی و، لاړ شم، ځکه له زده‌کړو پاتې شوم. اوس چې ۸ میاشتې تېرې شوې دي، نه کومه نېټه راکړل شوې او نه کوم خبر شته."

د پاسپورټ د غوښتونکو ستونزې مو د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست له ویاند نورالله پتمن سره شریکې کړې، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تر دې مخکې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو، چې د پاسپورټونو د وېش بهیر روڼ او د متقاضیانو د نوبت پر اساس مخکې ځي.

د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل نه‌دی چې خلک د پاسپورټونو د وېش له پڅ بهیر څخه شکایت کوي، تر دې مخکې هم د پاسپورټونو د وېش په برخه کې د ځنډ، وخت ناوخته یې د بندېدو او د فساد په اړه شکایتونه شوي دي.

د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست ۴ میاشتې مخکې اعلان وکړ چې له پنځه میاشتنې ځنډ وروسته د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیلوي، خو ښکاري چې په پروسه کې لا هم ستونزې شته او خلک ترې خوښ نه‌دي.

XS
SM
MD
LG