د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د طالبانو حکومت د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړ


ارشیف: په کابل کې د طالبانو کنترول کې د پاسپورټ ریاست یو کارکوونکی د پاسپورټ متقاضي د بایومیټریک اخیستلو پرمهال
ارشیف: په کابل کې د طالبانو کنترول کې د پاسپورټ ریاست یو کارکوونکی د پاسپورټ متقاضي د بایومیټریک اخیستلو پرمهال

د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست په افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش بهیر د بیا پیلېدو خبر ورکوي.

د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست د اعلامیې پر بنسټ د پاسپورټونو د وېش بهیر له پنځه میاشتې ځنډ وروسته د چهارشنبې په ورځ پیل شو.

د پاسپورټونو د وېش لړۍ په ځینو ولایتونو کې محدوده ده.

د کابل ښار یو اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، او پاسپورټ ریاست ته څېرمه خلکو ته د پاسپورټ فورمې لیکي، ازادي راډیو ته یې وویل: "هو، د پاسپورټ ریاست پرانیستل شو، هغه کسان چې په فورمو یې نېټې لیکل شوې وې د پاسپورټ اخیستلو د نورو مرحلو ترسره کولو لپاره ورغلل. خو د پاسپورټونو د وېش لړۍ په ځینو ولایتونو کې محدوده ده. تر دې دمه د لومړۍ درجې ولایتونه لکه هرات، کندهار، مزارشریف، هره ورځ ۱۵۰ پاسپورټونه صادروي. هغو کسانو ته چې د وري میاشتې په ٢٧مې او ٢٨مې نېټې یې نوملیکنه کړې، د پاسپورټ کار د نورو پړاوونو لپاره نېټه ورکړل شوې ده."

په ورته وخت کې د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي چې له میاشتو راهیسې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلېدو ته په تمه وو، وايي چې د پاسپورټ د وېش بهیر باید روښانه او چټک شي څو هغه خلک چې پاسپورټ نه‌ شي ترلاسه کولای، ژر تر ژره پاسپورت واخلي.

مهسا د تخار ولایت یوې اوسېدونکې ازادي راډيو ته يې وویل: "مور مې ناروغه ده. ویل شوي وو چې نن به د ناروغانو د پاسپورټ غوښتنلیک ومنل شي. لاړو ویې ویل چې باید انلاین نوملیکنه وکړئ. مونږ ډېرې ستونزې لرو، ان د دې توان نه لرو چې مور مې درملنې لپاره بوځو. د تحصیل او درملنې لپاره پاسپورټ ته اړتیا ده. هیله ده چې دا بهیر دې شفافه وي."

ارشیف: په کابل کې د پاسپورټ متقاضیان
ارشیف: په کابل کې د پاسپورټ متقاضیان

فاطمه بیا د بامیان ولایت اوسېدونکې ده.

هغه وایي چې د پاسپورټ نه لرلو له امله یې خپل تحصیلي بورس له لاسه ورکړ.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې ورور یې هم ناروغ دی او غواړي چې پاسپورټ ترلاسه کړي.

هغې زیاته کړه: "ما تحصیلي بورس درلود، خو د پاسپورټ نه لرلو له امله مې له لاسه ورکړ. ورور مې ناروغ دی. اوس چې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شوی، باید لومړی ناروغانو ته پاسپورټونه ورکړل شي. زه داسې کسان پېژنم چې ماشومان یې د زړه سوری لري هغوی باید حتماً پاسپورټ واخلي."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلېدو په اړه د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست د ویاند نورالله پتمن نظر هم واخلي، خو هغه ځواب ورنه کړ.

خو دغه رياست په خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې د پاسپورټ د وېش بهير د چهارشنبې په ورځ پيل شو.

دا په داسې حال کې دهچې د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته د پاسپورټونو د وېش پروسه له ستونزو سره مخ او وخت په وخت د بېلابېلو دلايلو له مخې بنده شوې وه.

پنځه مياشتې وړاندې، د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست د مسوولانو په خبره، دغه بهير د تخنيکي ستونزو له امله ودرول شو او په تور بازار کې په دوه زره ډالرو هم د پاسپورټونو د پلورلو راپورونه خپاره شول.

د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو حکومت د پاسپورټونو عمومي ریاست د ۱۳ تنو کمېشنکارانو د پېژندنې او نیولو اعلان وکړ او ویې ویل چې په تور بازار کې پلورل شوي پاسپورټونه جعلي دي.

د پاسپورټ د وېش بهیر ځنډېدو له امله یو شمېر افغانان له قاچاقي لارو ګاونډیو او اروپايي هېوادونو ته تللي چې ځینې بېرته راستانه شوي او د رسنیو د راپورونو پر بنسټ یو شمېر یې په لاره کې مړه شوي دي.

تر ټولو وروستۍ پېښه د ایټالیا په سواحلو کې د یوې کښتۍ ډوبېدل دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په وینا د دې کښتۍ د ډوبېدو له کبله اتیا افغانان مړه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG