د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

افغانستان له فساد سره د مبارزې د نړیوالو شاخصونو له مخې ۲۴ ګامونه پورته کړي


ارشیف
ارشیف

د شفافیت نړیوال سازمان اعلان کړی چې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې له فساد سره د مبارزې د نړیوالو شاخصونو له مخې ۲۴ ګامونه پورته کړي.

فاطمه د کابل ښار اوسېدونکې ده.

هغه وايي، د طالبانو په حکومت کې فساد زیات شوی دی.

نوموړې وايي، د طالبانو په حکومت کې د فساد بڼه بدله شوې، داسې چې د پيسو ترڅنګ پېژندګلوي هم اغېز لري.

فاطمې د پاسپورټ رياست اړوند فساد په اړه د خپلو او خپلو خپلوان د تجربو له مخې ازادي راډيو ته يې وويل: " که مونږ وغواړو په معمولي توګه پاسپورټ واخلو، بند دی يعنې پاسپورت نه ورکوي، خو زمونږ ځينو دوستانو له کمېشنکارانو پاسپورټونه واخيستل، هغه کمېشنکاران هم د پاسپورټ رياست د لوړو چارواکو سره پېژندګلوی لري. ټولو پاسپورټونه واخيستل، ان نېټې يې د همدې وروستيو ورځو دي او دا ښيي چې نه یواځې رشوت او فساد نه دی ورک شوی، بلکې کچه یې پراخه شوې هم ده."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وويل چې تر اوسه ۳۰۰ کسان د پاسپورټ ادارې څخه د فساد په تور له دندې ګوښه شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

په همدې حال کې د شفافیت نړیوال سازمان د درجه بندۍ له مخې چې د سې شنبې په ورځ یې راپور خپور شو، په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د نړیوالو شاخصونو له نظره د پرمختګ په لور ۲۴ ګامونه پورته کړي دي.

د دغه راپور پر بنسټ افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې په ۲۰۲۱ کال کې له ۱۷۴ ځای څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۱۵۰ ځای ته ورسېد.

د شفافیت نړیوال سازمان په دې راپور کې، د فساد ضد نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان د ځای د ښه کېدو څرنګوالې په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې د دوی حکومت له فساد سره په مبارزه کې بریالی دی.

هغه وویل: "د اسلامي امارت په راتلو سره په افغانستان کې د فساد ريښې په حکومتي ادارو کې له بېخه وچې شوي دي او دا ډاډ ورکوو چې په امارتي ادارو کې هېڅ فساد نه شته، مګر په ډېره کمه فیصدي که چېرې وليدل شي."

خو له فساد سره د مبارزې چارو پوهان بیا بل نظر لري.

د دوی په وینا، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته هغه پولي سرچینې چې د فساد لامل ګرځي، قطع شوې، د هغو دولتي ادارو خدمات چې هلته د فساد احتمال موجود و ،کم شوي او د خلکو اقتصادي حالت دومره خراب شوی دی چې که په دولتي ادارو کې د دوی کار بند وي، بډې نه شي ورکولای.

په تېر جمهوري نظام کې له فساد سره مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې د دارالانشا رییس میوند روحاني وویل: "زموږ د حکومتولۍ په طریقه کې د فساد د کمولو لپاره څه نه دي شوي، خو ځینې حقایق بدل شوي، د بېلګې په توګه، لومړی حقیقت دا دی چې موږ ډېرې مالي سرچینې درلودې او ډېر ضعیف کنټرول مو درلود، چې دې په خپله فساد لپاره زمینه برابروله، اوس موږ سرچینې نه لرو."

د شفافیت نړیوال سازمان په راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د تېرو کلونو په پرتله په داسې حال کې ښه ځای تر لاسه کړی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د دوی لخوا لغوه شوی.

دغه شان په افغانستان کې د پرمختیايي پروژو کارونه په ټپه درېدلي او د دولتي ادارو خدمتونه هم د پام وړ کم شوي دي.

راپور - ثنا کاکړ

XS
SM
MD
LG