د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

امنیت شورا: القاعده په افغانستان کې نوي روزنیز مرکزونه، مدرسې او تاسیسات جوړ کړي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، القاعده شبکې په افغانستان د روزنې اته مرکزونه جوړي کړي او د دې شبکې جګپوړي چارواکي لا هم په دې هېواد کې شته.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو حکومت له القاعده شبکې سره په نږدې اړیکو تورن کړی او په یو راپور کې یې ادعا کړې چې دغه شبکې د افغانستان په څو ولایتونو کې روزنیز مرکزونه او تاسیسات جوړ کړي دي.

غزني، لغمان، پروان، ارزګان هغه ولایتونه یاد شوي چې د راپور په ټکو القاعده شبکې په کې څلور روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

په راپور کې راغلي چې القاعده شبکه په پنجشېر کې د وسلو زېرمې او دغه شان په کابل، هلمند، هرات او فراه کې تاسیسات لري.

د امنیت شورا د راپور پر بنسټ القاعده شبکه چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسي په افغانستان کې فعالیت لري تازه یې د ننګرهار په ګډون په نورستان، کونړ او پروان ولایتونو کې پنځه نوې مدرسې فعالې کړې دي.

که څه هم په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړو دقیق شمېر نه دی مالوم، خو د امنیت شورا په راپور کې ادعا شوې چې اوسمهال د دې شبکې ۱۰ مشهورې څېرې چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي په افغانستان کې مېشت دي.

په راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې د فعالیتونو د محدودولو لپاره د طالبانو هلې ځلې د دغو دوه ډلو ترمنځ د یو لړ اختلافاتو لامل شوي، خو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو غږیز بیان کې چې د دوی تر کنترول لاندې د افغانستان ملي تلوېزیون خپور کړی د امنیت شورا دا راپور رد کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

هغه وویل: "له بده مرغه د ملګرو ملتونو له ادرسه د افغانستان په اسلامي امارت د تور پورې کولو یوه منظمه لړۍ پیل شوې ده چې تل پروپاګند کوي. دا د ملګرو ملتونو له ادرسه غلطه ګټه اخیستنه ده چې له بده مرغه غړي هېوادونه هم اجازه ورکوي چې دغه ډول ګټه اخیستنه دوام وکړي. په افغانستان کې د القاعدې اړوند هیڅوک شتون نه لري او نه هم اسلامي امارت چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د چا پر ضد ګټه واخلي."

د طالبانو د حکومت ویاند دا هم ویلي چې امنیت شورا د راپورونو د چمتو کولو لپاره له هغه سرچینو ګټه اخلي چې شل کاله د خپلو ګټو لپاره د اشغال ترڅنګ ولاړ او اوس د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ سره حساسیت لري، خو د دغو سرچینو نومونه یې نه دي اخیستي.

که څه هم ذبیح الله مجاهد په دې غږیز بیان کې له هر ډول وسله‌والو ډلو سره اړیکې رد کړي، خو امنیت شورا په خپل راپور کې ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر قومندانان د طالبانو منظمې مرستې ترلاسه کوي.

په راپور کې دغه شان راغلي چې له 'ټي ټي پي' سره د طالبانو د یوځای کېدونکو کسانو شمېر هم زیات شوی دی.

د راپور پر بنسټ القاعده شبکه هم په دې برخه کې ونډه لري او د پاکستاني طالبانو په تجهیز او د دې ډلې د وسله والو په روزلو کې مرسته کوي.

په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د غړو د موجودیت په اړه له دې وړاندې په دې اړه د طالبانو حکومت هر ډول ادعاګانې رد کړي دي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

د امنیت شورا په راپور کې د دې ترڅنګ د داعش د خراسان څانګې یادونه هم شوې چې لا هم د سیمي او افغانستان لپاره ګواښ دی.

په راپور کې راغلي چې د داعش ډلې د بریدونو لومړي اهداف شیعه ګان، وروسته طالبان او بیا ملکي وګړي دي.

په راپور کې دا هم راغلي، که څه هم طالبانو د داعش د ماتې ادعا کړې، خو دغه وسله واله ډله لا هم په افغانستان کې بریدونه کوي.

امنیت شورا دغه شان ویلي چې د داعش د خراسان څانګې مشر ثناالله غفاري چې په شهاب الهاجر مشهور دی لا هم ژوندی دی، د المهاجر په اړه په تېر اوړي کې پاکستاني رسنیو د پاکستاني سرچینو له قوله خبر ورکړی و چې نوموړی په کونړ کې په یو برید کې وژل شوی دی.

طالبانو هغه مهال د نوموړي وژل کېدو په اړه هیڅ نه وو ویلي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې په افغانستان کې د داعش ترڅنګ د یو شمېر نورو وسله والو ډلو د موجودیت په اړه هم ویل شوي دي.

په راپور کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ، اسلامي جهاد اتحاد، خطیبه یما بخاري، ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او یو شمېر نورو ډلو نومونه راغلي چې په افغانستان کې موجودي دي او فعالیتونه کوي.

پر افغانستان د طالبانو د حکومت د بیل ځل واکمنۍ له پیل وروسته په افغانستان کې د القاعده شبکې د موجودیت او اندېښنو په اړه په وار وار راپورونه خپاره شوي دي.

خو د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو وروسته دا اندېښنې لاپسې زیاتي کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG