د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د دوحې غونډې په اړه د طالبانو شرطونه او د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې دریځ


د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي یو ځای شوی تصویر
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي یو ځای شوی تصویر

د طالبانو حکومت تراوسه د دوحې په جوړېدنکې غونډه کې د خپل ګډون په اړه د خپلو شرطونو په پوره کیدو ټینګار کوي او وایي که شرطونوته یې پام ونه شي، په دې غونډه کې نه ګډون غوره بولي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خبره دغه دریځ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې له سفیر دیمتري ژیرینوف سره پرون چهارشنبې په کابل کې په کتنه کې څرګند کړ.

حافظ ضیا احمد پرون په خپل ایکسپاڼه پا پخواني ټویټرکې لیکلي چې ښاغلي متقي دغه څرګندونې د دوحې د غونډې په اړه د اسلامي امارت د دریځ د معلولو لپاره د روسیې د سفیر د غوښتنې په ځواب کې وکړې او زیاته یې کړه چې ښاغلي متقي د دوحې غونډه یوښه فرصت وباله په دې شرط چې که پکې د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معنا لرونکو سلا مشورو فرصت برابریږي او د دوی حکومت وکولای شي چې د افغانستان استازیتوب په ښه ډول ترسره کړي.

متقي زیاته کړه چې که د دوی د حکومت شرایط په پام کې نه نیول کیږي، پکې نه ګډون غوره ګڼي.

امیرخان متقي: د شرایطو د نه پوره کېدو په صورت کې مو، دوحه غونډه کې له ګډون څخه نه ګډون غوره دی
امیرخان متقي: د شرایطو د نه پوره کېدو په صورت کې مو، دوحه غونډه کې له ګډون څخه نه ګډون غوره دی

ښاغلي متقي دا هم وویل چې د ملګرو ملتونو له اړوند ارګانونو سره په تماس کې دي او د دوحې په غونډه کې د خپل احتمالي ګډون شرایط یې ورسره شریک کړي دي.

په کابل کې د روسیې سفارت یا نورو روسي چارواکو د دغه راپور تر چمتو کیدو پورې د دغې کتنې په اړه څه نه دي ویلي، خو د حافظ ضیا احمد په خبره د روسیې سفیر ویلي چې د طالبانو د حکومت دریځ درک کوي او هغه به له مسکو سره شریک کړي.

روسیه او چین چې د طالبانو له حکومت سره یې نژدې اړیکې ټینګې کړي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه دوه دایمي غړي دي چې د تېر کال په ډسمبرمیاشت کې یې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک ته له رایې ورکولو ډډه وکړه چې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتیرش غواړي هرڅومره ژر چې کیدای شي، د افغانستان لپاره یو نوی ځانګړی استازی وټاکي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د دغسې یوه استازي له ګومارنې سره هم په ښکاره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په حضور کې او هم د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام د دغسې یوه استازې ګومارنې ته اړتیا نشته.

دوی دا ګواښ هم کړی چې که د دوی له مخالفت سره- سره دا کار وشي نو دوی به ورسره همکاري ونه کړي.

خو ملګري ملتونه چې سرمنشي انتونیو ګوتیرش به یې د دغې دوه ورځنۍ غونډې چې په پام کې ده د فبرورۍ په اتلسمه په دوحه کې جوړه شي، مشري کوي، ویلي چې غواړي د طالبانو د حکومت استازي د نورو ګډونوالو ترڅنګ په دې غونډه کې ګډون وکړي.

دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوچاریک د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ راډیو ته کړې.

د دوحې د پلان شوې غونډې مشري د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش کوي
د دوحې د پلان شوې غونډې مشري د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش کوي

ښاغلي دوجاریک وویل، د دې غونډې هدف دا دی چې پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره د نړیوالو اړیکو په اړه خبرې اترې ترسره شي.

د هغه په خبره، د دې غونډې یو مهم اړخ دا دی چې هغو ځانګړیو استازیو ته چې په دې غونډه کې ګډون کوي، د دې فرصت برابر شي ترڅو په ګډه د طالبانو د حکومت او د ښځو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له نورو لوبغاړو سره وګوري.

دې غونډې ته پر طالبانو او د ښځو په ګډون د مدني ټولنې او د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو او سازمانونو ځانګړي استازي بلل شوي چې د امریکا له خوا پکې د افغانستان لپاره د دې هېواد د دو ځانګړیو استازیو، ټوماس ویسټ او رینا امیري ګډون تایید شوی دی.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن چې د دوحې د غونډې به یوبل مهم ګډونوال وي او افغانستان ته په وروستي سفر کې یې د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د نورو مسلو ترڅنګ د دوحې د غونډې په اړه هم خبرې کړي، د ازادي راډیو له قرغزي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې د دوحې غونډه مهمه وبلله خو د نتیجې په اړه یې محطاطانه خوشبیني څرګنده کړه.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن په قرغزستان کې د ازادي راډیو له قرغزي څانګې سره د پرونۍ مرکې پر مهال
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن په قرغزستان کې د ازادي راډیو له قرغزي څانګې سره د پرونۍ مرکې پر مهال

هغه وویل:

" زه هیله من یم چې موږ هر یو چې د سازمانونو او هېوادونو په استازیتوب په دغه فرصت کې سره راټولیږو، دا درک کړو چې موږ په افغانستان کې ګډې ګټې لرو او راتلونکي ته ځیر شوو او وګورو چې څنګه موږ په ګډه د یوه ښه افغانستان په جوړولو کې مرسته کولی شو، البته دا په خپله افغانان دي چې یو ښه افغانستان چې د حقونو درناوی وکړي او له سیمې او نړۍ سره له سولې او ثبات څخه برخمن وي، جوړ کړي خو موږ کولای شوو او باید په دې برخه کې مرسته وکړو، نه دا چې پردې چې په تېر کې څه وشول او څوک یې مسول و، بحث وکړو."

له یوه کال نه په کمه موده کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب دا دویمه غونډه ده چې طالبانو ته هم پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې.

په مخکېنۍ هغې کې چې د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې شوې وه، د طالبانو د حکومت استازي نه وو وربلل شوي.

طالبان د دوحې په غونډه کې د خپل احتمالي ګډون په اړه پر خپلو شرطونو ټینګار داسې مهال کوي چې نن یې د حکومت دوه نیم کاله پوره کیږي، خو تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد هغه په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوالو هم د طالبانو مخته د نورو مواردو ترڅنګ د ښځو او نجونو د زده کړې او کار حق ته درناوی چې د واکمنۍ په دې موده کې یې ترې جدې سرغړونه کړې، د په رسمیت پېژندلو لپاره د یوه مهم شرط په توګه ایښی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG