د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

قرغزستان کې د افغانستان په اړه غونډه؛ کتونکي یې مهمه بولي


د قرغزستان پلازمېنه بیشکک
د قرغزستان پلازمېنه بیشکک

د افغانستان او د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازى د افغانستان په اړه په یوه ناسته کې د ګډون لپاره قرغزستان ته تللی دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د دوحې دوه ورځنۍ ناستې جوړېدو ته کمې ورځې پاتې، ټاکل شوې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن او د منځنۍ اسیا لپاره د دې ټولنې ځانګړی استازی ترهي هکالا د منځنۍ اسیا د پنځه هیوادونو له استازو سره په قرغزستان کې خبرې اترې وکړي.

د قرغزستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د دوشنبې په ورځ په خپل ایکس‌پاڼه لیکلي چې ټوماس نیکلاسن او ترهی هکالا به دغه شان د قرغزستان له چارواکو او د دې هېواد د مدني ټولنو له استازو سره هم وګوري.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن

دغه استازولۍ د دې ناستې وخت نه دی په ډاګه کړی، خو د ازادي راډيو قرغز څانګې د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ ناسته به د چهارشنبې په ورځ د فبروري په ۱۴ مه د دې هېواد په پلازمېنه بیشکک کې جوړه شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسن له دې وړاندې د روانې فبرورۍ په پنځه افغانستان ته هم سفر کړی و.

نوموړي د دغه څلور ورځني سفر په پای کې ویلي وو چې د سفر هدف یې له طالب چارواکو او افغانانو سره د نظرونو تبادله وه او هیله مندي یې ښودلې وه چې د دوحې له ناستې تمې واقعیتونوته په پام او ټول یوې ښې او رغونکې ناستې لپاره چمتو وي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شمېر پوهان د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ ناسته مهمه بولي.

له ډلې یې ویس ناصري ازادي راډيو ته وویل: "د دوحې له ناستې وړاندې دا هېوادونه په خپلو کې سره بحثونه کوي او په متحد ډول له یوې غوښتنې او د طالبانو په وړاندې له پخوانیو نړیوالو شرطونو سره ځي، نو ویلای شو چې د بیشکک ناسته د دوحې د کنفرانس مقدمه ده او د افغانستان په اړه دا کنفرانس د سیمې په ځانګړې ډول د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره مهم دی."

د سیاسي چارو بل پوه اسحاق اتمر وايي، د بیشکک ناسته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون، د وسلو او نشه یې توکو د قاچاق په اړه د سیمي د هېوادونو د اندېښنو او په دې اړه د تفاهم او یو واحد دریځ د خپلولو په موخه ترسره کېږي.

د سیاسي چارو پوه اسحاق اتمر
د سیاسي چارو پوه اسحاق اتمر

اتمر وویل: "په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو موجودیت او د وسلو او مخدره توکو د قاچاق په اړه اندېښنې دي، دا ناسته په دې خاطر جوږېږي چې په دې اړه یو واحد دریځ رامنځته او له همدې دریځ سره د دوحې په غونډه کې برخه واخیستل شي."

خو طالب چارواکو په وار وار د سیمې د هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې استعمال رد کړی او دغه شان د مخدره موادو او وسلو د قاچاق راپورونه یې هم رښتیني نه دي بللي.

ټاکل شوې د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د قطر په پلازمېنه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب جوړه شي او په کې د بشري او ښځو د حقونو د وضعیت په ګډون د افغانستان اړوند پر نورو موضوعاتو د بحث سربېره د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو یو ځانګړی استازی هم وټاکل شي.

د طالبانو حکومت هم د دوحې ناستې ته بلل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي له قوله ویلي وو چې د دوحې په غونډه کې د خپل پلاوي د ګډون په اړه به د وضاحت له څرګندېدو وروسته پرېکړه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG