د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

بایډن: په امریکا کې د افغانستان بانک شتمني به همداسې کنګل پاتې کېږي


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، په متحده ایالاتو کې د افغانستان بانک ګنګل شوې شتمي به همداسې ګنګل پاتې کیږي.

د افغانستان بانګ څه دپاسه ۹ عشاریه ۵ میلیارده شتمني چې پر افغنستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته د متحده ایالاتو له لوري کنګل شوې همداسې کنګل پاتې کېږي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې اړه تېره ورځ خپل ورکړل شوی فرمان تمدید کړی دی.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه خپره شوې د بایډن له قوله لیکلي چې د افغانستان د بشري ناورین او له کبله یې د رامنځته شوي ګواښ له امله د ده د ۲۰۲۲م کال فرمان، ۲۰۲۴ کال کې هم د اجرا وړ دی.

په اعلامیه کې د بایډن له قوله راغلي: "په افغانستان کې لوی بشري بحران او د ژور اقتصادي سقوط احتمال ته په کتو دا اضطراري حالت چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د "۱۴۰۶۴" اجرايي فرمان کې درج شوی، د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له ۱۱مې نېټې وروسته هم د اجرا وړ دی."

بایډن ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۱مه د افغانستان په اړه دغه فرمان صادر کړی چې د شتمنۍ کنګل کېدل یې هم یوه برخه ده.

هغه ویلي: "د افغانستان د ځانګړو شتمنیو ساتل د دغو اضطراري حالاتو او د افغانستان د خلکو د نیکمرغۍ لپاره ډېر مهم دي، د امریکا مالي تاسیسات د افغانستان بانک دا شتمنۍ ساتي."

جوبایډن ویلي، د سپتمبر د یولسمې د ترهګریزو پېښو د قربانیانو د کورنیو په ګډون بېلابېل اړخونه د افغانستان بانک په دغو شتمنیو حقوقي دعوې لري او یا یې د دغه دعوو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا یوې محکمې د تېر کال په لومړیو کې پرېکړه وکړه چې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو قربانیان د افغانستان له مرکزي بانک څخه د ۳.۵ میلیارد ډالرو د شتمنیو د ترلاسه کولو حق نه لري.

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ وروسته امریکا د افغانستان بانک څه دپاسه ۹ اعشاریه ۵ ملیارده شتمنۍ له دې امله کنګل کړه چې د طالبانو لاسونو ته ور نه شي.

خو وروسته متحده ایالاتو په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د دې پیسو یوه برخه چې ۳.۵ میلیارد ډالره کېږي په سویس کې د افغانستان امانت صندوق ته د انتقال اجازه ورکړه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې یې بیلابیلو طالب چارواکو په وار وار د دغه شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

نږدې یوه اونۍ وړاندې هم د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان د سیمه ایزې همکارۍ ابتګارپه نوم غونډه کې ټینګار وکړ چې متحده ایالات باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG