د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

کابل کې لاریونوالو د کنګل شویو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه


ارشیف
ارشیف

په کابل کې لاریونوالو د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې نن یوه ډله خلکو د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د امریکا د وروستي اقدام پر ضد لاریون وکړ.

دغو لاریون کونکو ازادي راډیو ته وویل، د امریکا وروستۍ پرېکړه چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو یوه برخه سویس ته انتقالوي سمه نه ده.

د دغه لاریون څخه یو غږ چې ازادي راډیو ته راستول شوی په هغې کې ظاهراً اورېدل کېږي چې دغه لاریون د طالب پلوو لخوا تنظیم شوی دی.

په دې غږ کې یو کس لاریونوالو ته وايي: "ته به غږ وکړې چې موږ د امریکا محکمه غواړو. دوی تا پسې داسې ووايي."

له بلې خوا بیا یو شمېر لاریونوال وايي، که ددوي غوښتنې ونه منل شي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د لاریون ګډونوال وویل: "شاهد الله یم د کال پوهنتون محصل. موږ دلته د دې لپاره راټول شوي یو چې امریکا زموږ کنګل شوي پیسې ستنې کړي دي او موږ له امریکا غواړو چې دا کنګل شوي پېسې ازادي کړي، ځکه چې د افغانستان خلک نن سبا ۹۶ فیصده په فقر کې اوسېږي."

د لاریون یو بل ګډون کوونکي وویل: "نوم مې ببرک دی. دا خلک د دې لپاره راوتلي چې شخصاً امریکا بشر حقوق تر پښو لاندې کړي دي. زموږ د افغانستان د ملت روپۍ تر پښو لاندې کړي. دغه خلک د افغانستان شمتنۍ غواړي."

د یادولو وړ ده چې تر ننني لاریون مخکې افغان ښځو د طالبانو د حکومت د محدويتونو په اعتراض کې ګڼ لاریونونه کړي چې په ځينو مواردو کې د مظاهره چیانو په وینا، طالبانو یې مخه نیولې ان تر دې چې په لاریون کوونکو باندې ډزې هم شوي.

دا لاریون په داسې حال کې کېږي چې امریکا اعلان کړی د افغانستان له کنګل شویو شتمنیو درې نیم میلیارده ډالره به سویس کې بي ای ایس بانک ته انتقالوي، خو د طالبانو حکومت به ورته لاسرسی ونه لري.

نړیوالې ټولنې په راس کې امریکا د طالبانو په واکمنېدو د افغانستان بانک څه باندې ۹ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه.

XS
SM
MD
LG