د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه: په سوداګریزه برخه کې ستونزې شته


ارشیف: د افغانستان شمال ختیځ حیرتان بندر ته نږدې د سرحدي سیمې یوه څنډه
ارشیف: د افغانستان شمال ختیځ حیرتان بندر ته نږدې د سرحدي سیمې یوه څنډه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، تر هغو چې له نړۍ سره سیاسي ستونزې حل نه شي، د افغانستان د سوداګرۍ ستونزې به ختمې نه شي.

که څه هم څه باندې ۲۰ میاشتې کېږي چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، خو د افغانستان د سوداګرۍ بهیر لا هم عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، تر هغو چې د افغانستان روان سیاسي ستونزې حل نه شي، د سوداګرۍ پر لار پراته خنډونه هم نه شي لرې کېدای.

د دې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، په ځینو مواردو کې پرمختګونه هم شوي دي.

هغه زیاتوي: "په تجارتي لحاظ خو ورځ په ورځ وضعیت ښه کېږي، څه ستونزې چې وې د حلېدو په حال کې دي. جدي او اساسي ستونزه دا ده تر هغو چې له نړۍ سره اساسي او سیاسي مسایل حل نه شي، د بانکونو ازادي رانه شي او بانک په رسمیت ونه پېژندل شي، خو تجارت کې څه مشکلات شته."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خان جان الکوزی

الکوزی وايي، ځینې هېوادونه د وروستو سیاسي تحولاتو له کبله افغان سوداګرو ته په اسانۍ ویزې نه ورکوي او له افغانستانه نورو هېوادونو یا هم له نورو هېوادونو افغانستان ته د پیسو انتقالات له ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، له ستونزو سره سره تېر کال له ایرانه د وارداتو اندازه زیاته وه.

الکوزي زیاته کړې: "تېر (لمریز)کال مو تر ټولو زیات واردات له ایران څخه وو او تر ټولو کم واردات هم ایران ته وو، چې ۳۰ میلیون ډالرو ته رسېږي. سږکال مو تقریباً د یو میلیارد ډالرو په ارزښت له پاکستانه واردات کړي او تر یو ملیارد ډالرو زیات مو له پاکستانه صادرات دي چې دواړه برابر دي. تېر کال تر دې له ۱۵ تر ۲۰ فیصدو کم وو."

ځینو سوداګرو ازادۍ راډیو ته ویلي د دوی پیسې د افغانستان په بانکونو کې بندې پاتې دي چې هره اوونۍ د لږې اندازې پیسو د ایستلو اجازه لري.

یوه سوداګر د نوم نه ښوو په شرط ویلي، په اوونۍ کې ۵۰۰ امریکايي ډالر ایستلی شي، حال دا چې لګښت یې په اوونۍ کې له څلورو تر پنځو زرو ډالرو دی.

د طالبانو چارواکو په وروستیو کې ویلي چې بېلابېلو هېوادونو ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي.

الکوزی وايي، سږکال یې تقریباً د یو میلیارد ډالرو په ارزښت له پاکستانه واردات کړي.
الکوزی وايي، سږکال یې تقریباً د یو میلیارد ډالرو په ارزښت له پاکستانه واردات کړي.

ګڼو افغان پانګه والو او سوداګرو د روانو ستونزو له کبله خپلې پانګې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته لېږدولي دي.

په لیندۍ/ قوس میاشت کې ایراني چارواکو ویلي وو، یوازې په مشهد ښار کې د افغانانو په مشرۍ ۱۶۰۰ شرکتونو کاري جوازونه ترلاسه کړي او د دوی شتمني یو میلیارد ډالره اټکل شوې ده.

تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی چې ورسره د افغانستان اقتصادي نظام ګډوډ شوی او د لګول شویو محدودیتونو له کبله په تجارت کې د ښځو ونډه هم کمه شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG