افغانستان
د پاکستان مرکزي بانک: افغانستان ته مو صادرات زيات شوي

د پاکستان مرکزي بانک وايي، په وروستیو اوو میاشتو کې له د غه هېواد څخه افغانستان ته صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې څه باندې لس زیات شوي دي.
د پاکستان سټېټ بنک یا مرکزي بانک نن په یاده موده کې افغانستان ته د صادراتو د اندازې په اړه په خپل راپور کې ویلي چې، په پاکستان د ۲۰۲۲ له جولای څخه د ۲۰۲۳ تر جنورۍ پورې د څه باندې ۲۸۵ میلیون ډالرو صادرات کړي دي.
د پاکستان د مرکزي بانک په راپور کې له افغانستانه پاکستان ته د صادراتو یادونه نهده شوې.
په وروستیو ورځو کې د تورخم بندر د بندېدو له کبله د دوو هېوادونو ترمنځ په سوداګري راکړه ورکړه کې خنډ پېښ شو او سوداګرو ته یې مالي تاوانونه واړول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کړکېچ نړيواله ډله: د ټيټيپي اصلي هسته په افغانستان کې ده

د کړکېچ نړیواله ډله وایي، د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټيټيپي اصلي هسته په افغانستان کې ده.
دغې ډلې پرون چهارشنبه (د مارچ نهه ویشتمه) په خپل یوه راپور کې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو فکري ملګري بللي او ویلي یې دي، له کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، پاکستاني کې بریدونه ډېر شوي دي.
راپور کې راغلي، پاکستان کې پر پولیسو له دوو خونړیو بریدونو وروسته چې یو یې د جنورۍ په دېرشمه په پېښور او بل یې فبروري میاشت کې په کراچۍ کې وشو، د امنیتي ځواکونو د څارنې اقدامات جدي شوي دي.
راپور د کړکېچ نړیوالې ډلې د اسیا څانګې د سلاکارې سمینه احمد لهخوا خپور شوی دی.
تر دې وړاندې ګڼو پاکستاني چارواکو هم تور پورې کړی چې، د پاکستاني طالبانو مرکزونه په افغانستان کې دي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او په وار وار یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې چاته زیان نه پېښیږي.
افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو او حکومت د سولې د هڅو منځګړیتوب هم کړی، خو پاکستاني طالبانو تېره نومبر میاشت کې له خپل حکومت سره کړی اوربند مات کړ.
د روغتيا سازمان: افغانستان کې د شديدې تنفسي ناروغۍ تر څلور ميليون ډېرې پېښې ثبت شوي

د روغتیا نړیوال سازمان یا (ډبلیوایچاو) وایي، د ژمي پر مهال په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو څه باندې څلور اعشاریه درې میلیونه پېښې ثبت شوي دي.
د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون چهارشنبه په یوه راپور کې ویلي، د دغو ناروغانو شاوخوا ۴۵ فیصده یې تر پنځو کلونو کمعمره ماشومان دي.
په راپور کې سړه هوا د دغو ناروغیو اصلي لامل بلل شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان که څه هم د تنفسي ناروغیو له کبله د مړینې ارقام نهدي ورکړي، خو زیاته کړې ده چې په ټول افغانستان کې د دوی د طبي پرسونل چارې روانې دي او ګڼو ناروغانو ته انټي بیوټیک درمل تجویز شوي دي.
د طالبانو حکومت: وروستيو سېلابونو څه باندې نهه سوه کورونه ويجاړ کړي

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وایي، وروستیو سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې نهه سوه کورونه ویجاړ کړي دي.
د دغه وزارت ویاند شفیعالله رحیمي د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، دا سېلابونه د سر زیان هم لري او په خبره یې د زیانونو ارقام لومړني دي.
نوموړي وويل: "د حمل له اولې څخه تر اوسه پورې سېلابونو نهه سوه کورونه تخریب کړي دي، درې تنه شهیدان لرو او په ټوله کې ۲۲ زره جریبه زراعتي ځمکه تخریب شوې ده."
دغه زیانونه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې اوښتي چې، د هېواد مرکزي سیمې او ټول زونونه پهکې شامل دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا هم ویلي چې، مرسته کوونکې ادارې د سېلابونو د اغېزو او بېړنیو مرستو په ارزونه کار کوي.
کرکټ؛ راشدخان یو وار بیا د نړۍ په کچه لومړی نمبر توپ اچونکی شو

د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د توپ اچونکو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې درې افغان لوبغاړو پرمختګونه کړي دي.
په دې اعلان شوې درجه بندۍ کې راشدخان اول، فضل حق فاروقي درېیم او مجیب الرحمن اتم مقامونه نیولي دي.
وروسته له هغې چې افغانستان د ۳ شل اوریزو سیالیو په ترڅ کې پاکستان ته ۲ـ۱ ماتې ورکړه، د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په درجه بنديو کې هم بدلون راغی.
د خان د درجه بندۍ نومرې ۷۱۰ ته پورته شوي دي او له سریلانکايي توپ اچونکي هسرنګا ۱۵ نومرې مخکې دی.
د فضل حق فاروقي او هسرنګا ترمنځ بیا یوازې د ۳ نومرو فاصله ده.
د شل اوریزو سیالیو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې بیا هېڅ افغان لوبغاړي پرمختګ نه دی کړی او یوازېنی مخکښ افغان توپ وهونکی رحمن الله ګربز دی چې ۱۸م مقام لري.
د ویلو ده چې د لوبډلو تازه درجه بندي لا نه ده اعلان شوې، افغانستان اوسمهال په شل اوریزو سیالیو کې لسم مقام لري.
د شانګهای سازمان غړو هېواودنو غونډه کې د افغانستان پر وضعيت بحث کېږي

افغانستان به د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیو هېوادونو د نننۍ غونډې د اجندا یوه مهممه موضوع وي.
په دغه غونډه کې چې د هند پلازمېنه نوی ډیلی به یې کوربه وي، د دې سازمان د امنیت شورا مسوولین له تروریزم سره د مبارزې، د مخدره موادو د قاچاق او تنظیم شویو جرمونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.
که څه هم نهده څرګنده چې په دې غونډه کې به په مشخص ډول د افغانستان اړوند پر کومو مسایلو خبرې وشي، خو د دې سازمان اکثره غړي چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ ګواښ ته اندېښنه لري.
خو پر افغانستان واکمنو طالبانو ویلي چې، هیچ چاته به اجازه ورنهکړي چې د دې هېواد له خاورې نورو ته ګواښ متوجه کړي.
افغانستان د دې سازمان چې په ۲۰۰۱ کال د شپږو هېوادونو، روسیې، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لهخوا جوړ شوی، څارونکی غړی دی.
هند او پاکستان یې په ۲۰۱۷ کال بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او ایران، بیلاروس او منګولیا یې هم نور څارونکي غړي دي.
ډېکر: د طالبانو له لوري توقيف شوي کسان بايد حقوقي مشاور ته لاسرسی ولري

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډېکر وایي، ټول هغه کسان چې طالبانو توقیف کړي باید حقوقي مشاور او کورنۍ ته لاسرسی ولري.
کرن ډېکر دغه څرګندونې پرون په یوه ټویټ کې کړي او د مطیعالله ویسا د خوشې کېدو لپاره د ټویټر له لارې پیل شوي کمپاین سره یوی ځای شوې ده.
د طالبانو وياند ذبيحالله مجاهد ازادي راډيو ته ويلي، ويسا د مشکوکو کړنو پر اساس نيول شوی او څېړنې ترې روانې دي.
د زدهکړو رضاکاره فعال مطيعالله ويسا د تېرې دوشنبې په ورځ طالبانو په کابل کې نيولی دی.
د پرتګال پوليسو يو افغان کډوال په اسماعيليانو اسلامي مرکز کې د دوو ښځو په وژنه تورن کړی

د پرتګال پولیسو په پلازمېنه لزبن کې یو افغان کډوال د اسماعیلیانو په اسلامي مرکز کې د دوو ښځو پر وژنه تورن کړی دی.
پولیسو په یو بیان کې ویلي، کله چې له دې اسلامي مرکز څخه د مرستې لپاره غوښتنه وشوه، نو پولیس افسران هلته دا افغان کډوال په داسې حال کې ولیده چې یوه چاړه یې په لاس کې وه خو کله چې پولیسو د تسلیمۍ غوښتنه ترې وکړه هغه ونه منله نو پولیس ډزو ته اړ شول.
د خبر لهمخې بریدکوونکی ټپي شوی او اوس مهال په روغتون کې دی.
د کورنیو چارو وزیر خوزې لوییز کارنیرو له پېښې وروسته خبریالانو ته وویل، د دې مرکز دوه کارکوونکې چې یوه د بریدکوونکي ۴۰ کلنه ښوونکې او بله یې ۲۰ کلنه ټولګيواله وه، په برید کې وژل شوي او یو بل تن سخت ټپي شوی.
د کورنیوچارو د وزیر په وینا تورن افغان له رواني پلوه په ناوړه حالت کې و، ځکه خپله مېرمن یې پرتګال ته له رسېدو مخکې په یونان کې د کډوالو په یوه کمپ کې له لاسه ورکړې وه.
د افغانستان کمعمره ځوانانو سریلانکا ته په ۴ منډو ماتې ورکړه

د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې افغانستان خپله څلورمه سیالي له سریلانکا سره ترسره کړه او په ۴ منډو یې ماتې ورکړه.
د سریلانکا لوبډلې ته په وروستي اور کې د ۶ منډو اړتیا وه، خو دوی خپلې دواړه وېکټې د کامران هوتک په توپ اچونه له لاسه ورکړې او په دې سیالیو کې له مخکې تګ پاتې شوې.
په دې سیالۍ کې افغان لوبډلې د ۳۲۴ منډو هدف ټاکلی و چې سریلانکا یې په ځواب کې ۳۱۹ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره په توپوهنه کې لوبډلمشر نعمان شاه ۱۱۶، سهیل خان او محمد هارون خان په ترتیب سره ۵۲ او ۵۶ منډې جوړې کړې.
سریلانکايي لوبډلې هم د لوبې تر وروستي اور پورې توپوهنه ترسره کړه او لوبه یې وبایلله.
د یادې لوبډلې لوبډلمشر هم سلیزه ووهله او په ۱۴۰ منډو وسوځېد.
په دې لوبه کې د افغانستان چټک توپ اچونکي بشیراحمد افغان ۷ وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله، همدارنګه کامران هوتک بیا په وروستي اور کې د دوه لوبغاړو وېکټې واخيستې.
د دې سیالۍ تر ګټلو وروسته د افغانستان او بنګلهدېش کمعمره لوبډلې د زیاتو لوبو ګټلو پر اساس د مارچ په ۳۰مه نېټه پایلوبه ترسره کوي.
د کډوالۍ نړيوال سازمان د افغانستان په سېلاب ځپلو سيمو کې د مرستو خبر ورکړی

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د افغانستان په هغو سیمو کې د دوی د سرپناه مرستې روانې دي، چې وروستیو طبیعي افتونو ځپلي دي.
دغې ادارې پرون سهشنبه په یوه ټویټ کې د بلخ ولایت په خلم، شولګرې او مزارشریف کې ۲۲۳ کورنیو ته نقدي مرستې کړي، چې ځانونو ته سرپناه برابره کړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په خبره دغه راز ۲۷۲ کورنیو ته د دې لپاره نقدي مرستې ورکړل شوي، چې خپلې سرپناوې ورغوي.
له تېرې اوونۍ راهیسې د افغانستان په ځینو برخو کې سخت اورښتونه وشول، چې درانه سېلابونه یې وبوهول، چې خلکو ته یې د سر و مال زیانونه واړول.
رينا اميري د مطيعالله ويسا د ځایځايګي معلومولو غوښتنه کړې

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري، د تعلیم د فعال مطیعالله ویسا د ځایځایګي معلومولو غوښتنه وکړه.
مېرمن امیري پرون په یوه ټویټ کې لیکلي، د هغو راپورونو له کبله سخته اندېښمنه شوې چې مطیعالله ویسا او د کورنۍ غړي یې نیول شوي دي.
د هغې په لیکنه، د نجونو د زدهکړو ملاتړ باید جرم ونه ګڼل شي او د نجونو خوندیتوب او د هغوی قانوني حقونو ته درناوی باید په لومړیتوب کې وي.
رینا امیري غوښتنه کړې، چې د ښاغلي ویسا د ساتلو ځای باید مشخص شي.
طالبانو د تعلیم فعال مطیعالله ویسا د دوشنبې په ورځ په کابل کې ونیوه، چې د کورنۍ غړي یې وايي، د کورنۍ څو نور غړي یې هم نیول شوي او ناوړه چلند ورسره شوی دی.