د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

د سړي تښتونې پېښې لاهم شته؛ طالبان: ۳ میاشتو کې۸۶ تنه یې په تور نیول شوي


ارشیف، د طالبانو له لوري نیول شوي خلک
ارشیف، د طالبانو له لوري نیول شوي خلک

کېدای شي په افغانستان کې امنیتي وضعیت نسبي ښه شوی وي، خو لا هم جرمي پېښې، له دې د سړي تښتونې ګراف نه دی را ټیټ شوی.

نور احمد د افغانستان په لویدیځ هلمند کې کوچنۍ سوداګري لري، نږدې دوه اوونۍ وړاندې یې د نوومبر په ۱۳مه نېټه سړي تښتونکو اختطاف کړ.

دی وايي یوازې د پیسو لپاره تښتول شوی و: "زما سترګې یې تړلې وې، ډېر یې ووهلم. را سره نغدې ۱۷۷ زره پاکستانۍ کالدارې وې. ورته مې وویل، دا اوس واخلئ، پاتې پیسې به صرافۍ کې درکړم."

نور احمد له تښتول کېدو ۳ ورځې وروسته، یعنې د نوومبر په ۱۶مه د طالبانو د استخباراتو له‌خوا له سړي تښتونکو وژغورل شو.

ښايي یو له هغو نېک بختو کسانو وي چې د اختطاف کونکو له منګلو ازاد شوی، خو د ژوند له ډېرو هسکو او ټېټو سره-سره یې، دا ۳ ورځې د ژوند تر ټولو بده خاطره ده.

د سړي تښتونې پېښې یوازې د افغانستان په یوه سیمه پورې محدودې نه دي، بلکې د جرمي شبکو دا ګواښ له شمال تر جنوبه او له ختیځه تر لویدیځه ټولو سیمو کې شته.

حاجي یوسف دوه اوونۍ وړاندې په بلخ کې خپله کرونده کې په کار بوخت و چې څلورو سړي تښتونکو یې سترګې ور وتړلې او نامعلوم لوري ته یې یوړ.

دی وايي: "زه یې یوړم، یوې څاه کې یې واچولم. شپه راباندې راغله. ۱۲ ورځې همدې څاه کې وم. زه د سږو سرطان لرم، کله چې مې نفس تنګي زیاته شوه، په ډېره سختۍ یې ما ته درمل راوړل. بیا یې زه له څاه را وویستم."

خو دی ۸ ورځې وړاندې له یوې داسې سمڅې وموندل شو چې ساه کښل په کې سخت و.

دا د هغو ډېرو لږ شمېر کسانو کیسې دي چې بخت ورسره یاري کړې او د سړي تښتونکو له شکنجې او بنده ازاد شوي دي.

ډېر داسې نور بیا شته چې کورنۍ یې میاشتې او ان کلونه د هغوی د بیا راتلو په تمه تېرې کړي، خو د هغوی په اړه یوازې د سړي تښتونکو له ادرسه خبرېږي، هغه هم د یوه ګواښ او یوې نوې غوښتنې سره.

۱۰ کلن عبدالرووف چې سړي تښتونکو ترې ویډیو کړې او د هغه پلار محمد نبي ته یې په دې موخه لېږلې چې د خپل زوی د ازادېدو په بدل کې د دوی غوښتنې ومني.

بلخ کې د تښتول شوي عبدالرووف په ملاتړ مظاهره
بلخ کې د تښتول شوي عبدالرووف په ملاتړ مظاهره

عبدالرووف څه د پاسه ۱۳ میاشتې وړاندې، یعنې د ۱۳۹۹ کال د لړم په ۱۰مه مزار شریف کې سړي تښتونکو وتښتاوه، خو سره له دې چې د نوموړي د اختطاف په تور څو تنه نیول شوي، لا هم په بند کې دی.

پلار یې وايي، نا هیلی شوی نه دی او یوه ورځ به یې زوی کور ته ور وګرځي: "هغه کسانو چې زما پر وړاندې یې شوم اهداف لرل او پر ما یې بریدونه کړل، هغه ونیول شول، خو لا هم اسلامي امارت د عبدالرووف کوم څرک نه دی لګولی. دوی شپه او ورځ هڅه کوي، پر الله توکل، یوه ورځ نه یوه ورځ به عبدالرووف پیدا کړي."

لومړیو کې سړي تښتونکو د هغه د خوشې کېدو په بدل کې یو میلیون او ۲ سوه زره امریکايي ډالر غوښتل، خو اوس یې پلار وايي، وروستیو کې ورسره د هغوی له خوا کومه اړیکه نه ده نیول شوې.

د عبدالرووف پلار محمدنبي وايي، سړي تښتوونکو پر ده هم ۵ ځله برید او چاودنې کړي چې د ده په ګډون په کې د کورنۍ ۴۰ تنه یې ټپیان شوي او ۹ نور وژل شوي دي.

د پیسو ترلاسه کول، جنسي ګټه اخیستنه او پر انساني قاچاق وړونکو د تښتول شوېو کسانو پلورل، په افغانستان کې د تښتونو له اصلي موخو بلل کېږي، خو یو شمېر داسې پېښې هم شته چې سړي تښتونکو په کې د پیسو له اخیستو او د دوی د غوښتنو له منل کېدو وروسته، یا هم د پیسو د نه تر لاسه کولو پر مهال اختطاف شوي کسان وژلي.

د دې ډول وروستۍ پېښه د لړم میاشتې په ۲۷مه د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د عقلي او عصبي ناروغیو د یوه ډاکټر نادر عالمي وژل کېدل وه.

هغه د وږې میاشتې په ۲۹مه ماسپښین مهال وتښتول شو، خو سره له دې چې سړي تښتونکو د هغه له کورنۍ ۳۵۰ زره ډالر واخیستل، بیا یې هم هغه وواژه.

طالب چارواکي وايي، دوی د انسان تښتونکو پر وړاندې د مبارزې لپاره جدي عمل کوي.

خو دا پېښې د طالبانو په واکمنۍ پورې محدودې نه دي، بلکې د جمهوري نظام پر مهال هم بېلګې لري.

د ۱۳۹۷ د کب په ۲۲مه سړي تښتوونکو په کابل کې د مهسا په نوم یوه شپږ کلنه نجلۍ هغه مهال ووژله چې کورنۍ یې د خوشې کېدو په بدل کې ۳۰۰ زره امریکايي ډالر ور نه کړل.

د مهسا قاتلین
د مهسا قاتلین

د هغې وژونکي ونیول شول او پر ۳۰ـ۳۰ کاله بند محکوم شول، خو کېدای شي دوی هم د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، د زندانونو د ماتېدو په پېښو کې ازاد شوي وي.

د مهسا له تښتول کېدو او وژل کېدو کال وړاندې، یعنې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۲۳مه د اباسین په نوم ۱۲ کلن تنکی زلمی چې د ۸ خویندو یوازینی ورور و، د کابل له کارته نو سیمې وتښتول شو او د خوشې کیدو په بدل کې یې ۱۰۰ زره امریکايي ډالر وغوښتل شول.

خو سړي تښتوونکو د هغه له سختې شکنجې او د دوی د غوښتنو د نه منلو وروسته، اباسین ووژاه.

د هغه د وژنې په جرم د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۲۸مه، د یک‌شنبې په ورځ ۳ تنه په څرخي پله زندان کې اعدام شول.

اباسین د کابل له کارته نو سیمې څخه وتښتول شو
اباسین د کابل له کارته نو سیمې څخه وتښتول شو

په افغانستان کې امنیتي ستونزې په تېره بیا د سړي تښتونې ګواښ ډېر جدي دی، خو اوس د طالبانو حکومت وايي، له انسان تښتونکو سره سخت چلند کوي.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست د ویاند خلیل همراز له‌خوا ازادي راډیو ته د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، دوی د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د سړي تښتوونې په تور ۸۶ تنه نیولي او له دوی یې ۱۵ تنه ازاد کړي دي.

ازادي راډیو د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د دوی په امنیتي مرکزونو کې د سړي تښتونې د ثبت شویو قضیو او د تښتول شویو کسانو د کره شمېر په اړه د دوی د کورنیو چارو وزارت وپوښت، خو له ژمنو سره سره یې ځواب ورنه کړ.

خان‌جان الکوزي وویل، تېرو دوه میاشتو کې نږدې ۴۰ سوداګر تښتول شوي دي.
خان‌جان الکوزي وویل، تېرو دوه میاشتو کې نږدې ۴۰ سوداګر تښتول شوي دي.

خو د روان کال د لړم په ۶مه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان خان‌جان الکوزي یوه خبري غونډه کې وویل، تېرو دوه میاشتو کې نږدې ۴۰ سوداګر تښتول شوي دي.

په افغانستان کې د اطلاعاتي محدویت، کلتوري ستونزو او امنیتي ګواښونو له امله، دا هم کېدای شي چې لسګونه ورته پېښې پټې پاتې شوې وي.

XS
SM
MD
LG