د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

کابل کې ان‌لاين پلورونکي: د توکو د پلور بازار مو کم‌رنګه شوی دی


هرات کې د سوداګرۍ يو مارکېټ، انځور - ارشيف
هرات کې د سوداګرۍ يو مارکېټ، انځور - ارشيف

په کابل کې يو ان‌لاين پلورونکی شمس وايي، په دې ورځو کې يې د پلور بازار په ټپه ولاړ دى.

هغه ازادي راډيو ته وویل، په ۲۰۱۶ کال کې یې د ۱۰۰۰ ډالرو په بودیجه ان‌لاین پلور پیل کړی و او په تېرو کلونو کې په دې توانېدلی و چې، خپله پانګه ۱۰زره ډالرو ته لوړه کړي.

شمس وايي، خو په دې ورځو کې دا چې د افغانستان خلک اقتصادي ستونزو اغېزمن کړي د دوی کار هم پیکه شوی دی.

نوموړی وايي: "په هغو کلونو کې پلور خورا ښه و، دا چې پلور و، نو پیسې هم لاس ته راتلې، په اوس وخت کې که زه د فیصدي په حساب درته ووایم، ان‌لاین سوداګري ۵۰ فیصده ته راښکته شوې. له پخوانۍ پانګې څخه مو ۵۰ فیصده مصرف کړې، زیان مو هم کړی دی."

ان‌لاین سوداګري ۵۰ فیصده ته راښکته شوې.

پروېز عزيزي يو بل ځوان دى چې د ان‌لاين بازار له لارې د ټلوېزيونونو او برېښنايي وسايلو په پلورلو بوخت دى.

هغه وايي، د ان‌لاين پلور بازار یې کم شوى دی او په خبره یې په تېره يوه اوونۍ کې يې هيڅ پلور نه‌دى کړى.

هغه چې له پنځو کلونو راهیسې د ان‌لاین خرڅلاو په برخه کې کار کوي، په دې برخه کې یې د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "اوس‌مهال خلک د ان‌لاين پېرودلو طرفدار نه‌دي. خلک بازار ته راځي، توکي ګوري هر هغه څه ته چې اړتيا لري په ارزانه بيه او په ټيټ کيفيت کې یې لټوي او پېري یې، ټولې پانګونې بندې شوې دي او بازار ورځ تر بلې کمزوری کېږي."

د ان‌لاين سوداګرۍ له لارې تر ډېره د افغاني توکو پېر او پلور بازار هم تود و.
د ان‌لاين سوداګرۍ له لارې تر ډېره د افغاني توکو پېر او پلور بازار هم تود و.

په ورته وخت کې د ان‌لاین پلور یو شمېر پېرېدونکي وايي، د کار او عاید د کموالي له امله نه‌شي کولای له ان‌لاین بازاره توکي راونیسي.

ماجبین سالار ازادي راډيو ته وویل، پخوا به یې د کار په وخت کې د اړتیا وړ توکي په ان‌لاین ډول اخیستل، خو اوس چې بې‌کاره ده، دا کار نه‌شي کولی.

نوموړې وايي: "د طالبانو له راتګ وروسته ما خپله دنده له لاسه ورکړه، اوس په کور ناسته یم، زما اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی. د اړتیا وړ شیان نه‌شم اخیستلی، له بده مرغه د ډېرو کورنیو اقتصادي کچه ډېره ټیټه شوې ده، دوی د پیرودلو توان نه‌لري."

زما اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی. د اړتیا وړ شیان نه‌شم اخیستلی

دا چې د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګري وزارت د ان‌لاین بازار د بېرته ښه کېدلو له پاره څه پلان لري؟ وموغوښتل چې د یاد وزارات له ویاند عبدالسلام جواد څخه یې وپوښتو، خو هغه له ژمنې سره سره ځواب رانه‌کړ.

په افغانستان کې ان‌لاین پلور د خلکو تر منځ د سوداګرۍ یوه له نویو لارو څخه وه، چې د جمهوري نظام له سقوط مخکې یې تود بازار درلود.

ډېری دغو پلورونکو په ټولنیزو شبکو کې پاڼې درلودلې، چې دا پاڼې یې د خپلو محصولاتو د اعلانونو او د پېرودونکو د راجلبولو لپاره کارولې.

خو د ان‌لاین پلور یو شمېر اخیستونکو له دې وړاندې په دې نیوکه کړې وه چې، د ان‌لاین بازار په اعلانونو کې د هغو محصولاتو کیفیت چې مشتریانو ته یې سپاري ډېر توپیر لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG