د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

له مجازي لارې خلکو ته دوکه؛ د انټرنټ کارونې په ډېرېدو سره هکران د خلکو د پيسو پر غلا توانېدلي


افغانستان کې انلاين سوداګري تر ډېره د باور نه ده.
افغانستان کې انلاين سوداګري تر ډېره د باور نه ده.

د انترنټي او مجازي فضا د کارونکو په زیاتېدلو سره سم ځینې دوکه کوونکي او هکران په پوره مهارت سره په دې توانېدلي، چې د یو شمېر کسانو پیسې غلا کړي.

په دې راپور کې یو شمېر هغه خلک چې د انټرنټي غلاوو ښکار شوي، له ازادي راډیو سره غږېدلي دي.

دوی وایي چې ځینې کسان د انټرنټي پانګونې په نوم د خلکو پیسو ته لومه ږدي.

د ځينو په خبره، چې په یوه شرکت کې یې، چې دوی ته ویلي وه، انلاین سوداګريز شرکت دی، نوم لیکنه کړې وه او یو څه پیسې یې د سوداګرۍ له پاره سیستم ته لېږدولې وې، ترڅو په انلاین ډول سوداګري وکړي.

څه موده وروسته په دې پوهېدلي دي، چې خپلې پیسې بېرته نه‌شي اخیستي، د دوی په وینا دا ډول انلاین شرکتونه په پیل کې ګډون کوونکي ځان ته جذبوي او له هغو څخه غواړي چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، له پانګونې څخه وروسته هغو ته یو څه پیسې د ګټې په نوم بېرته ورکوي.

خو کله چې په انلاین پانګونه کې ګډون کوونکي خپلې ټولې پیسې بېرته له سیستم څخه اخلي، د شرکت لخوا ورته ویل کېږي چې دی باید دولس نور کسان هم دې انلاین پانګونې ته را وبولي، بیا کولای شي چې خپلې پیسې واخلي.

د افغانستان یو تن اوسیدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپورکې یاد شي ، پیسې یې د (E NOORI ) شرکت ښکار شوې دي، وایي چې په یاد شرکت کې له نوم لیکنې څخه سخت پښېمانه دی.

نو دی ځکه له خلکو غواړي چې د دا ډول شرکتونو په خبرو دې نه غولیږي.

هغه ازادي راډیو ته وویل، په دې شرکت کې یې له نوم لیکنې څخه وروسته د یوې میاشتې له پاره انلاین کار وکړ، خو کله یې چې وغوښتل خپلې پیسې بېرته واخلي، پوه شو چې دوکه شوی دی.

نوموړي وويل: "ماته یوه دوست مې وړاندېز وکړ چې په دې سوداګرۍ کې ګډون وکړم، ما هم ګډون وکړ او څلور سوه ډالر مې په خپل نوي جوړ شوي اکاونټ کې واچول، په لومړي ځل مې په یوې میاشتې کې اته سوه دالر وګټل، کله مې چې وغوښتل میاشتنی عاید واخلم، شرکت راته وویل چې پینځه کسان نور هم دې سوداګرۍ ته راوبوله، ما دا کار هم وکړ، خو زما پیسې یې را نه‌کړې، نور وړاندېزونه یې هم راته وکړل، ویل یې دولس نور کسان هم یادې سوداګرۍ ته راجذب کړه، دوی په شکل د اشکالو خلک غولوي، د موبایلونو شمېرې یې د هانګ کانګ یا لندن وي."

ډېری شرکتونه د مسېنجر او نورو لارو خلکو ته پېغامونه استوي او انلاين سوداګرۍ ته يې هڅوي
ډېری شرکتونه د مسېنجر او نورو لارو خلکو ته پېغامونه استوي او انلاين سوداګرۍ ته يې هڅوي

د دې کس په وینا دا هم معلومه نه‌ده چې یاد شرکت ته د پانګونې له پاره د دولسو کسانو په رابللو سره به د ده پیسې لاس ته ورشي، که‌نه؟

سلیمان عزیزي یو بل تن دی، چې د انلاین پانګونې قرباني شوی دی، نوموړی وایي چې دا شرکتونه قانوني نه‌دي او هیڅ عتبار هم نه‌لري.

ښاغلی عزیزي وایي، چې څو کاله وړاندې په افغانستان کې د ویژن په نوم یوه شرکت فعالیت درلوده ، هلته یې حساب خلاص کړی و.

د نوموړي په وینا شپږ زره ډالر یې په یاد شرکت کې له لاسه ورکړل.

د ډيجيټلي چارو کارپوهان وايي، هغه شرکتونه چې ثبت نه وي بايد پر سوداګرۍ يې باور هم ونه شي.
د ډيجيټلي چارو کارپوهان وايي، هغه شرکتونه چې ثبت نه وي بايد پر سوداګرۍ يې باور هم ونه شي.

نوموړی وايي: "افغانستان ته چې کوم شرکتونه راغلی و ، د غلا په څېر و، د افغانستان له دولت او کوم بهرني هېوداونه یې چې یادول له هغو سره ثبت نه و، دوی رسمي جواز نه درلوده، خو سیستم ته یې لاس رسی درلود، د انلاین پېر پر وخت به یې سیستم هک کاوه، چا چې حساب درلوده چک یې نه‌شو کولای، په دې وخت کې به سیستم ته داخلیدل د مشتري ټولې پیسې به یې پټولې."

د عزیزي په وینا انلاین سوداګري په ټوله نړۍ کې دود ده، خو په افغانستان کې ډېر کسان عامو خلکو ته دوکه ورکوي.

د طالبانو د مخابراتو او تکنالوجۍ وزارت په دې هکله له خبرو څخه ډډه وکړه.

خو په ډیجټالي برخه کې افغان پوه هارون رشید وایي، کوم کسان چې غواړي په انلاین ډول پانګونه وکړي، له پوره غور څخه دې کار واخلي ترڅو د غلطو کسانو فریب ونه خوري.

د ښاغلي رشید په وینا کوم کسان چې غواړي انلاین سوداګري وکړي له داسې شرکتونو سره دې تړون وکړي چې ثبت او راجستر وي.

نوموړی وايي: "د جعلي وېبسایټونو او شرکتونو یوه ځانګړنه دا وي چې خلکو ته ډېر ټنګار کوي چې سوداګري ورسره وکړي، دومره ټینګار کوي چې د فکر کولو وخت هم نه ورکوي، په دې هڅه کې وي چې ژر تر ژره پیسې سیستم ته ولېږدول شي، ځکه هغوی سوداګري نه کوي هدف یې د خلکو پیسې تښتول وي، موږ کوی شو چې د ګوګل له لارې څخه یې معلوم کړو چې کوم اکونټ جعلي دی او کوم اصلي، موږ کولای شو په دې برخه کې ګوګل کروم وکاروو، ګوګل کروم جعلي او مشکوک وېبسایټونه نه خلاصوي، په دې ډول له موږ سره مرسته کوي چې له انلاین فریبکارنو څخه وژغورل شوو."

تر دې وړاندې هم ځینو دوکه کارون شرکتونو په کابل کې د بازار موندنې په نامه فعالیتونه درلوده، چې د دې شرکتونو قربانیان تر ډېره بریده ځوانان و.

XS
SM
MD
LG