د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

نیویارک ټایمز: هک‌کران د اروپايي اتحاديې ډیپلوماتیکو «محرم لیکونو» ته داخل شوي


د هک کوونکو په اړه تزئیني انځور
د هک کوونکو په اړه تزئیني انځور

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، هک‌کران یا انټرنټي غله د څو کلونو په اوږدو کې د اروپايي اتحاديې ډیپلوماتیکو مراسلاتو «محرم لیکونو» ته داخل شوي دي.

دغو هک‌کرانو د ډونالد ټرمپ د حکومت په هکله د اندېښنو، روسیې او چین سره د چال چلند د ستونزو او د ایران د اټمي پروګرام د بیا پیلېدو د خطر مراسلات ډاونلوډ کړي دي.

نیویارک ټایمز راپور ورکوي چې د دغې غلا له څرګندېدو وروسته د «ایریا ون» په نامه یوې امنیتي کمپنۍ دغې ورځپاڼې ته څه دپاسه ۱۱۰۰ دا ډول مراسلات سپارلي دي.

ورځپاڼه وايي، د «ایریا ون» کمپنۍ تحقیق کوونکي په‌دې باور دي چې هک‎کرانو د چین د «اردو» لپاره دا کار کړی دی.

راپور وايي، په‌دغو مراسلاتو کې د ځینو هغو خبرو یادداشتونه هم شامل دي چې د سعودي عربستان، اسرائیلو او نورو هېوادونو له مشرانو سره شوي او د اروپايي اتحادیې په سطحه شریک شوي دي.

نیویارک ټایمز لیکي:

د دغو مراسلاتو څخه په یوه کې لیدل کېږي چې اروپايي ‌ډیپلوماتان د امریکا او د روسیې د مشرانو ترمنځ په فنلنډ کې د خبرو یوه غونډه «بریالۍ ګڼي، لږ تر لږه د پوتین لپاره.»

په یوه بله مراسله کې چې د جولای په ۱۶مه د ټرمپ او پوتین له غونډې وروسته لیکل شوي، د چین ولسمشر سره د اروپایي چارواکو د خبرو راپور او تحلیل شامل دی.

په راپور کې د چین د جمهور رئیس شي جین پېنګ له قوله ویل شوي دي چې ټرمپ د پیکېنګ په وړاندې له داسې زوره ډک چلند څخه کار اخلي لکه د بې‌قواعدو ازاد بوکس په سیالۍ کې.

ښي لور ته شي جین پینګ د چین ولسمشر او کین لور ته ډونالد ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر
ښي لور ته شي جین پینګ د چین ولسمشر او کین لور ته ډونالد ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر

په یوه بله مراسله کې چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ګوتو ته رسېدلي او د مارچ په اوومه لیکل شوي ښکاري چې کارولین ویسیني په واشنګټن کې د اروپايي اتحادیې د ډیپلوماتیکې نمایندګۍ مرستیاله د اتحادیې نورو ډپیلوماتانو ته سپارښتنه کوي.

نوموړی دغو ډیپلوماتانو ته وايي چې سره له‌دې چې موږ په ځینو برخو لکه د نړۍ د هوا د بدلون، سوداګرۍ اود ایران د اټمي تړون په هکله جمهور رئیس ټرمپ سره اختلافات لرو، خو امریکا باید تر ټولو خپل مهم شریک وبولو.

هک‌کران یا انټرنټي غله د ملګرو ملتونو، د امریکا د کاریګرو د فدراسیون او د صنعتي سازمانونو د کانګرس شبکو ته هم ننوتي دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې دغه هک‌کران د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو او ماليې وزارتونو وېب‌پاڼو ته هم ننوتي دي.

XS
SM
MD
LG