د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

د نړیوال بانک له راپوره د طالبانو هرکلی؛ « که نړیوال تعامل راسره وکړي، افغانستان به وده وکړي»


له ارشیف څخه د طالبانو یو تصویر
له ارشیف څخه د طالبانو یو تصویر

د طالبانو حکومت وایي کوم راپور،چې نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خپور کړی پکې راغلي واقعیتونه او پرمختګونه رښتیني دي چې نړۍ ته وړاندې شوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له خوا د نړیوال بانک له راپوره هرکلی شوی دی.

د طالبانو په اعلامیه کې، چې پرون یې خپره کړې د نړیوال بانک د وروستي راپور ټولو مثبتو برخو ته اشاره شوې ده.

له دې ډلې د انفلاسیون د کچې نسبي ټېټوالی، د افغانیو د ارزښت ښه کېدل، د بانکي سیسټم پرمختګونه، د خدماتو ښه عرضه او د عامه ادارو د کارکوونکو د معاشونو ورکړه.

د طالبانو حکومت په خپله اعلامیه کې سپارښتنه کړې، چې که نړۍ مثبت تعامل ته مخه کړي او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي نو هېواد به نور پرمختګ هم وکړي.

طالبانو بیا د نړیوال بانک د دغه راپور هغه برخې نه دي منعکس کړي، چې پکې د افغانانو د لوږې او بیوزلۍ یادونه شوې ده.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې وه، چې که مرستندویو سازمانو ته لازمه بودیجه ورنه کړل شي د زیانګالو او لوږو افغانانو شمېر به لا پسې زیات شي.

د نړیوال بانک لوګو
د نړیوال بانک لوګو

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي، چې دوی د افغانستان د وضعیت د ارزونې د دریمې دورې په اساس موندلې چې لا هم دوه پر درېیمه برخه افغان کورنۍ د نفقې په ګټلو کې له سختو ستونزو سره مخې دي.

یو شمېر عام خلک هم وایي، چې د دوی په دسترخوان کې څه بدلون نه دی راغلی او ورځ تر بلې یې اقتصادي ستونزې زیاتیږي.

د هلمند اوسیدونکي نورعلي ازادي راډیو ته وویل، چې وزګارۍ او اقتصادي ستونزو ډېر په تنګ کړی دی.

نوموړی وایي:

" غوړي ګران دي، غنم ګران دي. نور کورني مشکلات هم زیات دي. والله که مو په یوه لاره ورسره سر خلاصیږي."

طبیعي پېښې له دې ډلې د سیلابونو راوتلو هم د افغانستان د خلکو واردمخه خرابه اقتصاد لا پسې کړکېچن کړی.

ډېرې افغان کورنۍ د خوراک کافي ډوډۍ نه لري
ډېرې افغان کورنۍ د خوراک کافي ډوډۍ نه لري

د میدان وردکو یو اوسیدونکی ګل پادشاه وايي چې سیلابونو یې هر څه وړي.

هغه زیاتوي:

"زما ځمکې ټولې ویجاړې شوې او موږ د خوړلو لپاره هیڅ نه لرو، تر اوسه موږ ته ډیرې مرستې نه دي رسیدلي او موږ خوراکي توکو او نغدو مرستو ته اړتیا لرو."

نړیوال بانک دا مسله د اندېښنې وړ بللې ده، چې افغانان د نفقې په ګټلو کې له ستونزو سره مخ دي او د تېر کال د دوبي په نسبت سږ کال د پېر توان راټېټ شوی دی.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي وو چې د لوږو افغانانو شمېر مخ په لوړېدو دی او څه باندې ۲۹ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې وه، چې که مرستندویو سازمانو ته لازمه بودیجه ورنه کړل شي د زیانګالو او لوږو افغانانو شمېر به لا پسې زیات شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG