د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

پر افغانستان د اقلیمي بدلون اغېزې؛ ورښتونه ۳۷ سلنه کم شوي، ۲۱ میلیونه خلک د څښاک اوبه نه لري


یو وچکالۍ ځپلی افغان چې له ژورې څاه اوبه را باسي - ارشیف
یو وچکالۍ ځپلی افغان چې له ژورې څاه اوبه را باسي - ارشیف

په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د ناوړه پایلو په اړه د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي وايي، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله زیانمن شوی دی.

د يادې ادارې مرستیال عبدالسلام حقاني د دوشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت له چارواکو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، د نړۍ د تودوخې زیاتوالی یو له هغو ستونزو څخه دی چې په افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت لامل شوی دی.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه:

" د افغانستان په کچه زموږ طبيعي يخچالونه اوس ۱۴سلنه ويلي شوي دي، د تودوخې درجه له ۰،۱۸ څخه اوس ۱،۸ ته رسېدلې ده، د همدې تودوخې د اغېزو له امله اوس‌مهال ۲۱ميليونه خلک د اوبو له کمښت سره مخامخ دي، چې د افغانستان له نيم نفوس څخه هم ډېر دي. اورښتونه ۳۷سلنه کم شوي."

د اوبو کمښت د ډېرو افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی
د اوبو کمښت د ډېرو افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی

عبدالسلام حقاني وايي، په تېرو لسو کلونو کې د سېلابونو او موسمي بارانونو له امله له ۱۷۰۰ ډېر کسان مړه شوي، له ۷۰ زره ډېر څاروي له‌منځه تللي او څه باندې سل زره هکتاره ځمکه ويجاړه شوې ده.

هغه دا هم وویل چې د اقلیم د بدلون او د وسلو او بمونو د کارونې او د هېواد په فضا کې د ګازو د تولید او خپرېدو له امله ځنګلونه له ۳ سلنې څخه ۱،۵ سلنې ته را کم شوي دي.

نوموړي نيوکه وکړه چې نړۍ په‌دې برخه کې د افغانستان ستونزو ته پوره پاملرنه نه‌ده کړې او ټينګار يې وکړ چې افغانستان ته بايد د اقليمي بدلون په برخه کې نه، بلکې له‌دې امله چې زيانمن شوی دی تاوان ورکړل شي.

د افغانستان په مرکز او لرو پرتو سیمو کې مېشت یو شمېر افغانان هم وايي چې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاس‌رسي او کمښت له ستونزو سره مخ دي.

د لوګر ولايت اوسېدونکې فريدې ازادي راډيو ته وويل، د ناپاکو اوبو د کارونې له امله يې د کورنۍ غړي څو ځله ناروغه شوي دي.

فریدې زیاته کړه:

"موږ په کور کې د څاه اوبو کاروو، خو دا سم کار نه‌دی، څو ځله زما کوچني ورونه په نس‌ناستې اخته شوي، موږ اصلاً پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه‌لرو."

د کابل د لوېديځ اوسېدونکی سهيل هم ورته شکايت لري او وايي:

"په ورځو ورځو د څښاک پاکې اوبه نه پيدا کېږي، د نلونو اوبه هم کمې شوي، موږ د اړتیا له‌مخې د څاه له اوبو کار اخلو، خو اوس تر ځمکې لاندې اوبه هم ککړې دي."

د لوړو زده کړو وزارت لپاره د طالبانو چارواکي وایي چې راتلونکې اوونۍ د اقلیمي بدلون په اړه کنفرانس جوړوي
د لوړو زده کړو وزارت لپاره د طالبانو چارواکي وایي چې راتلونکې اوونۍ د اقلیمي بدلون په اړه کنفرانس جوړوي

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت چارواکي وايي، راتلونکې اوونۍ به د یو شمېر ملي او نړیوالو بنسټونو په ملتیا کې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته شویو ستونزو په اړه په ننګرهار کې یوه لویه غونډه وکړي.

تر دې وړاندې نړیوالو سازمانونو هم په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د ناوړه پایلو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

څو میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په یوه راپور کې ویلي و، په افغانستان کې وچکالي، سېلابونه، سخته ګرمي او د ځمکې ښوېدنه ورځ تر بلې زیاتیږي او دې وضعیت د هېواد په کرنه، اقتصاد او امنیت ناوړه اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم د اسد په میاشت کې وویل، د افغانستان ۲۵ ولایتونه د وچکالۍ له سختو شرایطو سره مخ دي او د افغانستان په ګډون ۱۰ هېوادونه په نړۍ کې د اقلیم د بدلون له کبله تر ټولو زیات زیان ګالونکي هېوادونه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG