د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

د ورښتونو نشتوالی او وچکالي؛ ملګري ملتونه او يو شمېر افغانان يې اندېښمن کړي


د افغانستان د وچکالۍ يوه څنډه
د افغانستان د وچکالۍ يوه څنډه

په داسې حال کې چې د افغانستان په ډېرو یخو سیمو کې لا هم د ژمي لومړنۍ واوره نه ده ورېدلې او ورښتونه هم نشته، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، په افغانستان کې سږ کال د پام وړ واورې نه ورېدلو له امله ښايي دا هېواد ډېره شدیده وچکالي تجربه کړي.

دغې ادارې پر خپله اېکس پاڼه(پخواني ټویټر) په یوه بیان کې چې تېره ورځ ناوخته خپور شوی ویلي چې وچکالي به په افغانستان کې د اوبو لګولو، کرنې، کرنیزو محصولاتو او څړځایونو اغېز ولري.

اوچا دغه شان د وچکالۍ له امله له خپلو اصلي مېنو د خلکو د بې ځایه کېدو په اړه هم شدیده اندېښنه ښودلې ده.

وچکالۍ د افغان کروندګرو فصلونو او حاصلاتو ته هم ډېر تاوان اړولی
وچکالۍ د افغان کروندګرو فصلونو او حاصلاتو ته هم ډېر تاوان اړولی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا له دې وړاندې د روانې جنورۍ په اوومه هم په یوه راپور کې افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو له سختې وچکالۍ سره مخ هېواد ګڼلی و.

اوچا د وچکالۍ په دوام اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې دا هیواد د درېیم پرله‌پسې کال لپاره وچکالۍ سره مخ دی.

اوچا روانه وچکالي د تودوخي د لوړوالي او اقلیمي بدلون پایله ګڼلې وه.

په راپور کې راغلي وو چې د اقلیمي بدلون له امله د دې هېواد کرنه، اوبه، روغتیا، اقتصاد، معیشت، ایکوسیستم او ځنګلونه هم اغېزمن شوي دي.

یو شمېر افغان کروندګر هم وايي وايي، وچکالۍ سخت ځپلي او اړ شوي چې کروندې و نه کري ځکه د دوی په خبره فصلونه نه راشنه کیږي.

د غزني اوسېدونکی فرهاد ګل د اورښتونو د نه کېدو له امله اړ شوی چې کروندې ونه کري.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

"بارانونونه نشته، وچکالي ده، خلک له لوږې او احتیاج سره مخ دي، کار روزګار نشته خلک بې کاره دي، کروندې نه کیږې که وې کرو هم بېرته وچیږي ځکه اوبه ورته نه رسیږي، مالونه مو وږي دي ځکه واښه نه شته، د حکومت پاملرنه هم نشته، که دوی پاملرنه کولای که ټولې نه وای لږې ستونزې خو به مو حل شوې وې."

سږنۍ وچکالي داسې مهال راغلې چې افغانستان له سخت اقتصادي او بشري وضعيت سره مخامخ دی
سږنۍ وچکالي داسې مهال راغلې چې افغانستان له سخت اقتصادي او بشري وضعيت سره مخامخ دی

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نصیب الله ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال د اورښتونو د نه ورېدو له امله ان کاریزونه وچ شوي دي.

نصیب الله زياته کړه:

"موږ خو کروندې لرو، خو دا دوه کاله د وچکالۍ له امله مو له ځمکو هیڅ ګټه نه ده اخیستې، ځکه اوبه نشته ان کاریزونه وچ شوي دي، موږ له حکومته او مرستندویه موسساتو غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي، موږ ډېر در په در یو له ځمکو هیڅ حاصل نه شو اخیستلای."

د افغانستان ډېری اوسېدونکي چې د خپل ژوند چارې د کرنې او مالدارې له لارې په مخ وړي، وچکالي یې په ژوند مستقیم اغیز کوي.

افغان کروندګر له حکومته غوښتنه کوي چې د اوبو د زېرمه کولو په برخه کې ورته واړه بندونه جوړ کړي تر څو د وچکالۍ پر مهال ترې د کروندو په برخه کې ګټه واخلي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت له تېرو څو ورځو راهیسي په بېلابېلو ولایتونو کې له خلکو غوښتي چې د باران د ورېدو له امله د استثقا لمونځونه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG