د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې اړتیا؛ په دې برخه کې له طالبانو سره د کار کولو غوښتنه شوې


ارشیف: په ارزګان کې د وچکالۍ له کبله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
ارشیف: په ارزګان کې د وچکالۍ له کبله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

ګلوب اینډ مېل:

ګلوب اینډ مېل کاناډايي ورځپاڼې د هندي ژورنالیست روچي کومار یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی: "د اقلیم د بدلون سره مبارزې لپاره د طالبانو سره کار کولو ته اړتیا ده."

د کومار لیکنه پر افغانستان د اقلیمي بدلون د اغېزو او د ګاونډیو هېوادونو ایران او ازبکستان سره د اوبو د شخړو له امله په رامنځ ته شویو پېچلو ننګونو بحث کوي هغه څه چې د لیکوال په باور د سیاسي بې ثباتۍ او د طالبانو د واکمنۍ له امله زیات شوي.

لیکوال زیاتوي، سره له دې چې افغانستان په نړۍ کې د ککړو ګازونو چې اقلیم ته زیان رسوي تولید کې ډېره کمه ونډه لري، خو د اقلیم بدلون پرې سختې اغېزې کړي او له سختو وچکالیو او سېلابونو سره مخ دی.

په لیکنه کې پر دې هم ټینګار شوی چې د طالبانو د حکومت نړیواله انزوا د دې سبب شوې چې د اقلیم بدلون سره د جوړ راتلو د ځینو مهمو پروژو تمویل بند شي.

په لیکنه کې هغه اړتیا په ګوته شوې چې وايي، افغانستان کې د اقلیمي بدلون له اغېزو سره باید غیرسیاسي چلند خپل شي او د طالبانو، مدني ټولنې او نړیوالو ادارو په شمول له بېلابېلو ښکېلو لورو سره د کار کولو سپارښتنه کوي.

لیکوال ټینګار کوي چې اوسني وضعیت د اقلیمي بدلون نړیوال ماهیت او د جامع او له پولو هاخوا د هواري اړتیا په ګوته کوي.

عرب نیوز ویبپاڼه:

له سعودي عربستان خپرېدونکې عرب نیوز ویبپاڼې د پاکستان په لاهور کې د منجمینټ ساینس پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي د یو استاد رسول بخش رییس یوه مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې سرلیک دی: "هغه څه چې پاکستان د افغانستان په اړه ناسم درک کړي."

لیکوال وايي، هغه څه چې پاکستان یې په پوهېدو کې پاتې راغلی دا دي چې د ټولو نظریو او لورو افغانان، هغوی کې د هر ډول خپلمنځي ویش په هر اړخ کې وي، هیڅکله دا نه مني چې پاکستان ورته ووايي کوم څه د دوی لپاره ښه دي او له ځینو هېوادونو سره دې څه ډول اړیکې وپالي؟

اینډیپنډینټ:

له بریتانیا خپرېدونکې اینډیپنډینټ ورځپاڼې بیا د شاوخوا اویا افغان ښځو پر هغه پرانیستي لیک راپور خپور کړی چې ملګرو ملتونو ته یې د طالبانو په مدرسو کې د نجونو د زده کړو په اړه استولی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په نوم په دې لیک کې افغان ښځینه فعالانو ویلي، طالبان د خلکو له دیني باورونو څخه د نظامي اهدافو لپاره کار اخلي.

اینډیپنډینټ د دې راپور په پای کې وايي، افغانستان د نړۍ یوازېنی هېواد دی چېرې چې نجونې له شپږم ټولګي پورته له عصري زده کړو منعه شوي دي.

XS
SM
MD
LG