د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

لاس انجلس ټایمز: افغانستان کې نوی خطرناک پړاو راروان دی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو موضوع ته کتنه کړې ده او لیکي، متحده ایالات هڅه کوي دا خبره وریاده کړي چې ولې یې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان برید وکړ او له دې کاره‌یې څه ترلاسه کړل.

ورځپاڼه لیکي، امریکا بې له شکه د سپټمبر د ۱۱مې د حملو په ځواب کې دا اقدام وکړ چې په نتیجه کې یې د ترورېزم پر ضد نړیواله مبارزه پیل شوه.

د مطلب په دوام کې راغلي چې د امریکا لپاره د افغانستان جګړه د دې هېواد د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه وه، خو دا د افغانستان پر ځمکه د نړۍ د قدرتونو لومړۍ جګړه نه‌وه. واشنګټن پوسټ په ۱۹مه پېړۍ کې په افغانستان کې د بریتانیا جګړې او بیا د ۲۰مې پېړۍ په ۸۰مه لسیزه کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او د دواړو امپراطوریو د ماتې یادونه کوي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي متحده ایالاتو د ترورېزم او تندلارو ډلو پر ضد د مبارزې په نوم د افغانستان جګړه پیل کړه، خو یو یې هم پوره مات نه‌کړ.

ورځپاڼه د مطلب په وروستۍ برخه کې لیکي، امریکا د تېرو ۲۰ کلونو په ترڅ کې هڅه وکړه چې افغانستان د اسلامي نړۍ او لوېدیځ ترمنځ په حایل ټکي بدل کړي، خو د واشنګټن پوسټ په لیکنه دا د افغانستان خلک و چې دا جګړه هم اوس او هم پخوا پرې تحمیل شوې وه.

  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې له افغانستان سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنې ته کتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د بسپنې نړیوال کنفرانس پرون د وږې په ۲۲مه د سویس په ژنیو ښار کې جوړ شو.

ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ او د بشري مرستو پر وړاندې د خنډونو له کبله اندېښنې زیاتې شوي. لاس انجلس ټایمز، دوامداره وچکالي هغه ستونزه بللې چې ښايي د افغانانو ژوند له نور خطر سره مخامخ کړي او افغانستان عملاً د قحطۍ پر لور روان کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مشرې میشل باشلې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې نوی خطرناک پړاو راروان دی. هغې پر طالبانو انتقاد کړی چې خبره‌یې یوه او عمل‌یې بل دی.

مېرمن باشلې همداراز ویلي کره راپورونه‌یې ترلاسه کړي دي چې طالبانو کور په کور د خلکو پلټنه پیل کړې ده څو پخواني چارواکي او هغه کسان ومومي چې له امریکايي ځواکونو او شرکتونو سره‌یې کار کړی دی.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې هم په افغانستان کې بشري وضعیت ته کتنه کړې ده او لیکي چې باید له ۱۸ ملیون زیاتو اړو افغانانو سره سمدستي مرسته وشي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د خلکو د بې‌ځایه کېدو او د غذايي امنیت د نشتوالي له کبله دا خطر شته چې افغانستان ته د مرستو د رسولو پروګرامونه سخت زیانمن شي. په مطلب کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اجرائیه رئیس دیوید مېلېبند له قوله راغلي دي چې نوموړی له افغانستان سره د نړۍ له هېوادونو د بشري مرستو د زیاتولو غوښتنه کوي او وایي، دوی باید ډاډ ترلاسه کړي چې دا مرستې ژر تر ژره په افغانستان کې اړو خلکو ته ورسېږي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې شااوخوا دوه زره کارکوونکي لري او غواړي چې د خپلو ټولو کارکوونکو په تېره د نجونو او ښځو د امنیت له پلوه ډاډ ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG