د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

ډېلي مېل: افغانستان روان کال له سختې وچکالۍ سره مخامخ شوی


خوړو ته د درې میلیونه افغانانو اړتیا، د ولسي جرګې انتخاباتو ته تیاریانې او د نوې ډېلي او پیکېنګ له لوري د افغان ډیپلوماتانو روزنه هغه موضوعات دي چې یو شمېر نړیوالو چاپي خپرونو لیکنې پرې خپرې کړې دي.

  • ترید ورلډ ډاټ کام

«ناامنیو او درغلیو ته د اندېښنو پر مهال افغانان د نوي پارلمان د غړو غوره کولو ته چمتو کېږي».

دا د هغې مقالې سرلیک دی چې ترکۍ انلاین وېب‌پاڼې ترېد ورلډ ډاټ کام Trtworld.com خپره کړې ده.

په دې مطلب کې راغلي دي چې د طالبانو او اسلامي دولت یاغیانو د ولسي جرګې تر انتخاباتو مخکې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې بریدونه پيل کړي دي.

په مقاله کې لولو چې د دې سربېره د کابل په ګډون د افغانستان په ښارونو او ښارګوټو کې دېوالونه د کاندیدانو اعلانونو نیولي او هر لور ته د دوی عکسونه دي.

ترېد ورلډ ډاټ کام: د کابل په ګډون د افغانستان په ښارونو او ښارګوټو کې دېوالونه د کاندیدانو اعلانونو نیولي او هر لور ته د دوی عکسونه دي.
ترېد ورلډ ډاټ کام: د کابل په ګډون د افغانستان په ښارونو او ښارګوټو کې دېوالونه د کاندیدانو اعلانونو نیولي او هر لور ته د دوی عکسونه دي.

د تلې د ۲۸مې نېټې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د ۴۱۷ ښځو په ګډون تر دوه نیم زره ډېرو کسانو ځانونه کاندید کړي دي.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې په هغې کې د ملګرو ملتو نوي راپور ته اشاره شوې ده.

په دې راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې درې میلیونه کسان سمدستي خوراکي موادو ته اړتیا لري.

ډېلي مېل: وچکالۍ په ځانګړي ډول د افغانستان شمال او لوېدیځ سخت ځپلی.

افغانستان روان کال له سختې وچکالۍ سره مخامخ شوی دی.

د ډېلي مېل په خپره کړې مقاله کې راغلي دي چې وچکالۍ په ځانګړي ډول د افغانستان شمال او لوېدیځ سخت ځپلی چې په دې سیمو کې حاصلات، څاروي او د اوبه خور سیستم ته زیان اوښتی او په زرګونه کورنۍ مجبوره شوې دي چې خپل کورونه پرېږدي.

د دې مطلب په دوام لولو چې وچکالي په یوه بد زمان کې افغانستان ته راغلې، ځکه چې یو لور ته له ۱۷ کلونو راهیسې جګړه روانه ده او بل لور ته د ولسي جرګې انتخابات راروان دي، دا انتخابات درې کاله وروسته تر ټاکلې مودې ترسره کېږي.

  • ایکونومیک ټایمز

ایکونومیک ټایمز ورځپاڼه چې له هنده خپرېږي د افغان ډیپلوماتانو د روزنې په اړه یو مطلب لري.

په دې مقاله کې راغلي دي چې هند او چین د دې مأموریت د ترسره کېدو لپاره ملا تړلې ده.

ایکونومیک ټایمز لیکي، دا پروګرام به د اکټوبر له ۱۵ نیولې د همدې میاشتې تر ۲۶ پورې دوام وکړي.

ایکونومیک ټایمز: د هند صدراعظم نرېندرا مودي او د چین جمهور رئیس شي جین پېنګ د افغان ډیپلوماتانو د روزنې موافقه سره کړې وه.
ایکونومیک ټایمز: د هند صدراعظم نرېندرا مودي او د چین جمهور رئیس شي جین پېنګ د افغان ډیپلوماتانو د روزنې موافقه سره کړې وه.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي او د چین جمهور رئیس شي جن پېنګ د دغو ډیپلوماتانو د روزنې موافقه سره کړې وه.

په مقاله کې د هند د بهرنیو چارو د وزیرې سوشما سواراج په وینا راغلي دي چې نوې ډېلي له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG