د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

د افغانستان په اړه د یو شمېر نړېوالو ورځپاڼو تبصرې پر څه راڅرخي؟


یو شمېر نړېوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړېوالې ورځپاڼې
  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپانه لیکي، په‌داسې حال کې چې د امریکا متحد ایالاتونه د افغانستان له جګړې د وتلو هڅه کوي، منځنۍ اسیا یوې نوې مرحلې ته داخله شوې ده.

د ورځپاڼې په باور دا داسې مرحله ده چې روسیه او چین په‌دې سیمه کې د نفوذ لپاره سیالي سره کوي او واشنګټن به چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هڅې کوي نور په سیمه کې نفوذ ونه‌لري.

وال سټریت ژورنال وړاندې لیکي:

چین او روسیه د اسلامي یاغیانو له لوري هم په خپله خاوره کې او هم د افغانستان له لوري اندیښنه لري.

چین بیا په ورته وخت کې غواړي چې په سیمه کې د خپلو میلیارډونو ډالرو پانګونې ساتنه وکړي.

امریکا په‌داسې حال کې له افغان جګړې د وتلو هڅه کوي چې منځنۍ اسیا نوې مرحلې ته ننوتې

ورځپاڼه لیکي:

د سېپټمبر له میاشتې را په‌دې خوا چې د امریکا متحد ایالاتونو زلمی خلیل‌زاد د افغانستان د سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه ګمارلی دی، هغه مسکو او پیکنګ هم د سولې په هڅو کې ورسره یوځای کړې دي او دغو دواړو د دې سربېره چې په ډېرو برخو کې له واشنګټن سره اختلاف لري، د افغانستان په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

وال سټریت ژورنال لیکي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیره اوونۍ د افغانستان د سولې لپاره د روسیې او امریکا ګډې هڅې وستایلې او هیله یې څرګنده کړه چې ښه نتیجه به ورکړي، بل لور ته چین په پیکنګ کې د طالبانو له یوې ډلې سره چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوله یوه غونډه جوړه کړه.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند وویل، دی د دې غونډې د جوړېدو تأیید نه کوي.

  • پبلیک فاینانس انټرنشنل

د لویدیځ یوې بلې خپرونې، پبلیک فاینانس انټرنشنل بیا له افغانستان سره د بریتانیا د نویو مرستو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

خپرونه لیکي، بریتانیا افغانستان ته ۱۷۰ میلیونه پونډه ورکوي، څو د وچکالي له امله له ځپل شویو سره مرسته وشي.

دا مرسته د پنځو کلونو په مخه ده چې نژدې دیارلس نیم میلیونه افغانانو ته به خواړه، اوبه او دوا چمتو کړي.

خپرونه لیکي، په تېرو درېیو کلونو کې وچکالي تقریباً ۲۶۶۰۰۰ کسان د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره کړې دي، خلک یې له لوږې سره مخامخ کړې دي او د ځینو ژوند یې اخېستی دی.

خپرونې وړاندې د سره صلیب او سرې میاشتې په وینا څرګنده کړې ده چې د روان کال په پيل کې یې ویلي و، شاوخوا لس میلیونه افغانانو وروسته تر دې خوړو ته سخته اړتیا پیدا کړه چې سیلونو او وچکالي وځپل.

پبلیک فاینانس انترنشنل بیا په پسرلي کې ورښتونو ته اشاره کوي چې تر یولک او اتیا زره ډېر کسان یې د سیلونو له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ ایستل.

XS
SM
MD
LG