د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د ایران د کورنیو چارو وزیر: له افغانستان سره د پولو د تړلو موضوع د تعقیب په حال کې ده


د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي

د ایران د کورنیو چارو وزیر افغانستان سره د خپلو پولو د تړل کېدو د ارزولو موضوع ته په اشارې سره ټينګار وکړ ويې وېل، دا موضوع د تعقیب په حال کې ده.

خو احمد وحیدي د چهارشنبې په ورځ د دولت پلاوي په غونډه کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال له افغانستان سره پر پوله د دېوال د جوړولو په اړه راپورونه رد کړل.

وحيدي په یوه ویډیو کې چې د ایران ایرنا خبري اژانس په خپله ایکسپاڼه خپره کړې، د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې د دېوال د جوړولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي: "موضوع د دېوال اړوند نه ده، د پولې د بندولو په اړه ده چې ورته پروګرام لرو او تعقیبېږي."

نوموړي له افغانستان سره د پولې د تړلو د پلان په اړه نور جزییات ورنه کړل، خو مخکې یې ویلي وو چې د دغه هېواد او افغانستان پر پوله د "سرحد بندولو طرحه" عملي کېږي او هغه سرحدي سيمي چې تشې سره مخ دي او ناوړه ګټه ځينې پورته کېږي. مونږ ته د پولې د تړل کېدو په برخه کې لـومړيتوب لري."

خو هغه په ډاګه ونه ویل چې د دوی د دې کار موخه څه ده او ولې غواړي له افغانستان سره د پولې د تړلو طرحه تعقیب کړي؟

په ورته وخت کې کارپوهان او په ایران کې پخواني افغان ډیپلوماتان وايي چې د ایراني چارواکو له دې کار څخه موخه د ایران د امنیت تامین او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ د ګواښـونو مخنیوی دی.

په ایران کې پخواني افغان دیپلومات عزیز معارج په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا چې ایران کمرې لګوي، امنيتي پوستې ډېروي او یا هم اغزن تارونه لګوي، دا ځکه چې تل نښتې او ستونزې رامنځته کېږي، قاچاق کېږي، کډوال په ناقانونه توګه تګ راتګ کوي او غیرمعیاري مواد هم لېږدول کېږي، په ټولیز ډول ايران غواړي خپلې پولې کنټرول کړي."

د نړیوالو چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، د ترهګرو ګواښونه او د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې له لارې د ترهګرو ډلو بریدونه د ایران اندېښنه ده.

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي
د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي

هغه وویل: "په حقیقت کې د شاه‌چراغ پر مزار برید او په کرمان کې وروستی برید چې په کې ګڼ شمېر کسان ووژل شول، ایران یوه امنیتي ستونزه لري، ځکه چې په افغانستان کې دننه تروریستي عناصر شته چې د ایران دښمنان دي او د هغو ډلو تر ولکې لاندې دي چې په افغانستان کې نفوذ لري او پر ایران د بریدونه په موخه له پولې اوړي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان هم شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د ایران له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي وو چې افغانستان او ایران ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او له همدې امله په افغانستان کې دننه هر ډول بدلون د ایران پر امنیت اغېز کولی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان

د طالبانو حکومت تر اوسه د ایران د کورنیو چارو د وزیر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په ایران کې یې وروستي مرګوني بریدونه غندلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG