د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د امریکا د استازو جرګې د طالبانو له بنده د امریکايي اتباعو پر خوشې کېدو ټینګار وکړ


د امریکا کانګرس
د امریکا کانګرس

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وايي، دوی به د هغو امریکايي اتباعو د خلاصون لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې نيول شوي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، دوی د هغو امریکايي اتباعو د خلاصون لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې د طالبانو له په بند کې دي.

مککال د چهارشنبې په ورځ د دغې کمېټې په غونډه کې زیاته کړه چې ډیموکراتان او جمهوري غوښتونکي به په يو شان ډول د امریکایي اتباعو غیر قانوني نيول کېدل ونه زغمي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د "بلوم افغانستان" د بنسټ ایښودونکي او د امريکا د متحده ايالتونو يو تبعه رایان کاربیټ چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې یې له افغانستان سره همکاري کوله او اوس د طالبانو په بند کې دى، ژر تر ژره خوشې کړي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال

نوموړي زیاته کړه: "زه غواړم د رایان ملګرو او د هغه کورنۍ ته چې مونږ ګوري ډاډ ورکړم چې موږ به تر هغه هره ورځ خپلې مبارزې ته دوام ورکړو تر څو چې موږ هغه کور ته نه وي راستون کړى. دا به طالبانو ته یو قوي پیغام هم ولېږدوي چې امریکا، هغه که جمهوري غوښتونکي وي که ډیموکراتان د امریکایي اتباعو غیرقانوني توقیف به ونه زغمي."

د راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت دغه امریکايي تبعه له خپل یوه جرمني همکار سره په شبرغان کې د عیسویت د ترویج په تور نیولی چې د کاربیټ کورنۍ او ملګرو دا تور رد کړی دی.

خو د افغاني الاصله امریکايي اتباعو کورنۍ هم ادعا کوي چې د دوی د کورنۍ غړي د طالبانو په بند کې دي او دوى يې په اړه هېڅ معلومات نه لري.

د پخواني رژیم د ملکي هوايي چلند د عمومي رییس محمود شاه حبیبي ورور تیمور شاه حبیبي د کورنۍ په وینا یې د امریکا تابعیت لري، ادعا کوي چې د ۲۰۲۲م کال د اګست په ۱۰مه د کابل له شېرپور سیمې څخه د ایس‌‌سي‌ایچ له خصوصي مخابراتي دفتر څخه د خپلو شلو تنو ملګرو سره د طالبانو د استخباراتو له لوري نيول شوى.

د هغه په وينا، که څه هم د حبيبي ملګري خوشې شوي، خو د ورور د برخليک په اړه یې لا هم معلومات نه‌شته.

د پخواني رژیم د ملکي هوايي چلند عمومي رییس محمود شاه حبیبي چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.
د پخواني رژیم د ملکي هوايي چلند عمومي رییس محمود شاه حبیبي چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "څنکه چې د خپلو امریکایانو د خلاصون لپاره هڅې کوي د هغوی د خلاصون لباره دې هم وکړي، امېد مو خداى ته ده چې محمود شاه حبيبي به بېرته ژر تر ژره کور ته راشي مور او پلار سره به وويني، هغه نظامي نه بلکې مسلکي شخصيت دى، هوانوردۍ اداره کې يې کار کاوه، هيله ده چې ژر يې خوشې کړي يا حد اقل د کورنۍ سره د تماس موقع ورکړي."

خو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال د چهارشنبې په ورځ په دې غونډه کې وویل چې امریکا د ټولو هغو امریکايي اتباعو چې د طالبانو له خوا بندیان دي، د خوشې کېدو لپاره هڅې کوي.

یو شمېر حقوقي کارپوهان بیا دې نظر دي چې د طالبانو د حکومت له‌خوا د بهرنیو اتباعو نیول، قانوني مشروعیت نه لري او دا کار د نړیوالو قوانینو خلاف ګڼي.

د حقوقي چارو پوه حکمت الله حکمت ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو حکومت یوازېنی حکومت دی چې نړۍ یې په رسمیت نه پېژني، د طالبانو حکومت د همدې موقف پر بنسټ له نړۍ سره معامله کوي، نړیوال قوانین او حقوق نه مني، ځکه دوی وايي چې نړۍ موږ په رسميت نه پیژني، ځکه بهرني اتباع په بند کې ساتي. په بشپړ ډول، طالبان دا د خپلو د ګټو لپاره کوي، په ځانګړې ډول له امریکا سره."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايي اتباعو د خوشې کولو په اړه د مایکل مککال د تازه څرګندونو او د محمود شاه حبیبي د کورنۍ د ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له الجزیرې تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې دوی له هغو هېوادونو سره خبرې کوي چې اتباع یې په افغانستان کې بندیان دي.

دغه شان دوی هڅه کوي مسايل داسې حل شي چې د افغانستان اصولو او ملي امنیت ته هم زیان ونه رسوي او له نړۍ سره هم باید ښه تعامل او راشه درشه موجوده وي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې واشنګټن ته په بهر کې پرته د امریکايي اتباعو له امنیت بل څه لومړیتوب نه لري او له طالبانو سره په خبرو کې خپل هېواد ته د رایان کاربیټ په ګډون په افغانستان کې د بندیانو د بېرته ستنولو لپاره فشارونو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG