د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

اسلام اباد کې د پاکستاني پولیسو لخوا د افغان کډوالو د کور په کور پلټنو او یو شمېر کډوالو د نیولو بیا پیل


پاکستاني پولیس او د بې اسناده افغان کډوالو لټه - تصویر له ارشیفه
پاکستاني پولیس او د بې اسناده افغان کډوالو لټه - تصویر له ارشیفه

د اسلام اباد په باره کهو او بی ۱۷ سیمې کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې پاکستاني پولیسو دغلته کور په کور پلټنه پیل کړې او د اسنادو د نه لرلو په تور یې ګڼ افغانان نیولي دي.

دوی وايي په نیولو شویو افغانانو کې یو شمېر یې له تورخم اړول شوي او ځینې لا هم په زندانونو کې بې برخلیکه پراته دي.

په باره کهو سیمه کې مېشت یو افغان چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

" په وروستیو څو ورځو کې پاکستاني پولیس په پرلپسې ډول دلته د افغانانو کورونه پلټي او هغه افغانان چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې، نیسې او د پولیسو مرکزونو ته یې وړي، زیات شمېر یې ډیپورټ کړل افغانستان ته چې هلته یې ژوند ته خطر هم پېښېدای شي، او دلته ترې کورنۍ هم بې سرنوشته پاتې دي."

د عمران په نوم د اسلام اباد په بې ۱۷ سیمه کې مېشت یو بل افغان چې دوه ورځې وړاندې د پولیسو له لوري د اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوی و، ازادي راډيو ته وویل چې د پیسو په بدل کې راخوشې شو.

د ده په خبره، ورسره یو شمېر نور افغانان چې نجونې هم په کې وې د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شول.

عمران زیاتوي:

" په ۲۶ تاریخ زه پولیسو ونیولم او تاڼې ته یې د دې لپاره چې ایس ایچ او تاسره خبرې کوي بوتلم، هلته له څو ساعته بند تېرولو وروسته په ضمانت خوشې شوم او په ورته وخت کې یې د پیسو غوښتنه وکړه چې باید ورکړې مې وای، موږ سره هلته لس کسان نور هم چې افغانان وو او اسناد یې نه لرل بندیان وو، دوه په کې ښځې وي چې ټول یې افغانستان ته ډیپورټ کړل."

دغه افغان کډوال وايي نه یوازې دلته؛ بلکې د اسلام اباد په نورو سیمو کې هم چرته چې ګڼ افغانان مېشت دي او د ویزو موده یې پوره شوي د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

افغان کډوال بیا- بیا د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کوي، خو د پاکستان حکومت په دې اړه خپل چلند کې بدلون نه دی راوستی
افغان کډوال بیا- بیا د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کوي، خو د پاکستان حکومت په دې اړه خپل چلند کې بدلون نه دی راوستی

د اسلام اباد په ایف ۱۷ سیمه کې یو مېشت افغان چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

" په ټول اسلام اباد کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي، دوی هره شېبه د نیولو له ګواښ او د ډیپورټ له خطر سره مخ دي، ډېری یې هغه کسان دي چې پاکستان ته د خپلو کېسونو د پروسس لپاره راغلي دي او دلته ژوند کوي."

په اسلام اباد کې مېشت دغه افغان کډوال وايي پاکستاني پولیسو ورته ګواښ کړی چې باید ژر ترژره خپلې ویزې تمدید کړي، کنه په زوره به له پاکستانه وشړل شي، خو دوی وايي له ډېرو هڅو سره- سره یې ویزې نه دي تمدید شوي .

که څه هم پاکستان د تېر میلادي کال د نومبر د میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړې، خو په تېرو څو ورځو کې دا لړۍ یو وار بیا تېزه شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې یوازې تېره ورځ د تورخم له لارې ۱۹۱ افغانان په جبري ډول له پاکستانه وویستل شول.

د طالبانو حکومت: پرون هم نږدې ۲ سوه افغانان په جبري ډول پر تورخم دروازه له پاکستانه وایستل شول
د طالبانو حکومت: پرون هم نږدې ۲ سوه افغانان په جبري ډول پر تورخم دروازه له پاکستانه وایستل شول

که څه هم د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په ټوله کې له پاکستانه د ستنو شویو افغان کډوالو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو دوه ورځې وړاندې د د پاکستان دولتي رسنۍ پي ټي وي خبر ورکړی و چې د روانې جنورۍ میاشتې تر ۲۵ مې ۴۷۵۶۰۳ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

په جبري ډول له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو پرېکړه که څه هم په نړیواله کچه په وار وار غندل شوې او له پاکستانه د دې لړۍ د درولو غوښتنه شوې، خو دغه هېواد تر اوسه په خپله دې پرېکړه ولاړ دی او له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ویستلو لړۍ یې روانه ساتلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG