د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د امریکا کانګرس: افغانستان کې مو د ځواکونو همکاران د طالبانو د غچ اخیستو ګواښ سره مخ دي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو افغان همکاران د طالبانو د غچ اخیستو له ګواښ سره مخ دي.

دغې کمېټې په یوې اعلامیه کې لیکلي چې د امریکا کانګرس د استازو جرګې د څارنې او ځواب ورکولو کمېټه به نن د چهارشنبې په ورځ د دغې ننګونې د مخنیوي په اړه د بحث په موخه یوه ناسته جوړه کړي.

د دې اعلامیې له مخې په دغه غونډه کې به د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوري غوښتونکي او دیموکرات غړي او د دغه هېواد د پخوانیو پوځيانو د مهمو ډلو په ګډون ځینې عیني شاهدان هم ګډون وکړي.

په دې اعلامیه کې راغلي؛ دا ناسته کولی شي د امریکايي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو سره مرسته وکړي کوم چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکايي ځواکونو سره همکار یو شمیر افغانانو ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت لخوا ګواښ سره مخ دي او دا وضعیت د اندیښنې وړ دی.

یو له دوی څخه چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي وویل:

" نه یواځې زما بلکې زما د کورنۍ ژوند له ګواښ سره مخ دی، اقتصادي ستونزې هم لرو، امنیتي ستونزې هم لرو، ازاده نه شو ګرځیدلی، هره ورځ د دوی د تعقیب لاندې یو."

هغه د امریکا له متحده ایالتونو څخه وغوښتل چې دوی سره دې مرسته وکړي.

طالبان بیا- بیا د پرځیدلي جمهوري نظام د منسوبینو په وژلو، شکنجې او بندیانولو تورن شوي، خو دوی دا ادعاوې رد کړې دي
طالبان بیا- بیا د پرځیدلي جمهوري نظام د منسوبینو په وژلو، شکنجې او بندیانولو تورن شوي، خو دوی دا ادعاوې رد کړې دي

د امریکايي ځواکونو یو بل پخوانی همکار چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي:

" که د امریکا د استازو جرګې مجلس په دې اړه کومه پریکړه کوي باید خپلو همکارانو په ځانګړي ډول هغوی چې افغانستان کې دي ورته پاملرنه وکړي. یو شمیر ستونزې لا تر اوسه نه دي حل شوي، ټول دې مسالې ته اندیښمن یو چې ډير ژر به د کورني مسایلو په اړه وپوښتل شو. هغوی چې په افغانستان کې دي تر اوسه تر فشار لاندې دي. پوځیان او یا کورني سیاسي مخالفان تل د ګواښ لاندې دي. "

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د څرګندونو او د پخواني پوځيانو د ادعاوو په اړه مو د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد وپوښت خو د راپور تر خپریدو یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنیدو او له دې هېواده د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د دوی زرګونه افغان همکاران لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

که څه هم طالبانو واک ته له رسېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) شپږ میاشتې وړاندې راپور ورکړ چې د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د مخکني حکومت د کارکوونکو په اړه یې د بشري حقونو د نقض له ۸۰۰ زیاتې قضیې ثبت کړي چې ۲۱۸ یې د غیر قانوني وژنو دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د یوناما دا راپور رد کړی او ویلي یې و، دوی د خپل مشر فرمان عملي کېدو ته ژمن دي.

خو له دې وړاندې د مخکني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو ازادي راډ‌یو سره خبرو کې ویلي، د کورنۍ غړي یې د طالبانو له‌خوا وژل شوي، زنداني شوي او یا هم ورسره تاوتریخوالی شوی دی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG