د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

په افغانستان کې د امریکا د قونسلي خدمتونو د پيل امکان ارزونه؛ غبرګونونه څه دي؟


په کابل کې د امریکا د سفارت ودانۍ
په کابل کې د امریکا د سفارت ودانۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په "محتاطانه" ډول او د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندلو پرته، په افغانستان کې د خپلې قونسلګرۍ د بیا پرانیستو امکان د بیا کتنې په حال کې دی.

دا موضوع د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه نوي ستراتیژیک سند کې مطرح شوې ده.

په ستراتېژیک سند کې چې د ۲۰۲۳ کال د نوامبر په ۱۴ تصویب او د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سر مفتش ادارې (سیګار) په خبره د هماغه کال په ډسمبر میاشت کې خپور شو، راغلي، متحده ایالتونه طالبان د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني، خو باید د خپلو اهدافو د پرمخ بیولو لپاره اغېزمنې اړیکې جوړې کړي څو له امریکا سره د طالبانو د ژمنو د عملي کولو لپاره د دوی چمتووالی او وړتیا درک کړي.

په دغه سند کې ویل شوي چې د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې څلور برخې، له ترهګرۍ سره مبارزه، اقتصادي مرستې، سیمه ییز مشارکت او په افغانستان کې د امریکايي اتباعو لپاره قونسلي خدمتونه او له هغو افغانانو سره مرسته چې غواړي امریکا ته کډوال شي، شامل دي.

په دغه ستراتېژیک سند کې، د هغو یرغمل شویو امریکایانو د خلاصون لپاره چې د دغه سند پر بنسټ په افغانستان کې په ناحقه نیول شوي دي، د یرغمل شویو په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي د کار پر ملاتړ ټینګار شوی دی.

امریکا د ۲۰۲۲ په اګسټ کې د خپلو ځواکونو له ایستو او د طالبانوله واکمنیدو سره، په افغانستان کې خپل سفارت وتړه
امریکا د ۲۰۲۲ په اګسټ کې د خپلو ځواکونو له ایستو او د طالبانوله واکمنیدو سره، په افغانستان کې خپل سفارت وتړه

په دوام کې ویل شوي چې دا تر بل هر وخت ډېره مهمه ده چې ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان به بیا د امریکا او متحدینو پر ضد یې د بریدونو لپاره ونه کارول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ستراتېژیک سند کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو سره، امریکا په کابل کې خپل سفارت وتړه او دا له افغانستان سره د دوو لسیزو پوځي او سیاسي تعامل سمبولیک پای و او په دې موده کې امریکا له طالبانو سره په ځانګړې توګه په قطر کې څو جلا- جلا غونډې کړي دي.

د تېر حکومت له نسکورېدو او د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته، امريکا په افغانستان کې خپل سفارت وتړه او دا اداره اوس مهال له دوحې څخه د خپل شارژدافیر تر څارنې لاندې فعاليت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونو لکه: چین، روسیې، پاکستان، ایران او ځينو نورو هېوادونو افغانستان ته خپل دیپلوماتیک استازي لېږلي دي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شمېر سیاسي پوهان وايي، امریکا په افغانستان کې د ترورېزم د کنټرول او د امریکا د یرغمل شویو اتباعو مسلې د څېړلو په ګډون د خپلو ګټو د پرمخ بیولو لپاره اړتیا لري چې په دغه هېواد کې کونسلګري ولري.

د دوی له ډلې طارق فرهادي ازادي راډيو ته وویل:

" د امریکا لومړنۍ ګټې د ترهګرۍ کنټرول دی چې په افغانستان کې تر یو حده بریالي دي، دویم دا چې طالبان څو امریکایان یرغمل نیولي دي او قونسلګرۍ د خپلو وګړو حقونه چې په یو هیواد کې بند پاتې وي، یرغمل نیول شوي وي او یا په زندان کې وي تعقیبوي."

طارق فرهادي، سیاسي کارپوه
طارق فرهادي، سیاسي کارپوه

په ورته وخت کې په کابل کې یو شمېر هغه کسان چې د امريکا د کډوالۍ کېسونو لري او نه يې غوښتل نومونه يې په راپور کې واخيستل شي، په افغانستان کې د امريکا د قونسلګرۍ د پرانیستلو د احتمال د هرکلي تر څنګ د خپل ژوند د خوندیتوب په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ازادي راډيو ته وویل:

له دوی څخه یوه تن وویل:

" دا یو ښه خبر دی او موږ یې هرکلی کوو، څو هغه کسان چې اس ای وي کیسونه لري ورته ویزه ورکړل شي، ځکه ډيری هغه کسان چې د امریکا کیس لري، درېیم هیواد ته تللي او هلته هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي. خو دا هم د اندېښنې وړ خبره ده چې که څوک په کابل کې د امریکا کونسلګرۍ ته تګ راتګ وکړي، خدای مه کړه د اسلامي امارت لخوا ستونزو سره مخ نه شي."

د امریکا د کډوالۍ یوه بل کېس لرونکي کابل مېشتي وویل:

" خلک وېره لري که سفارت خلاص هم شي څنګه د امریکا په ویزې پسې ولاړ شي؟ ځکه يوهیږي چې په تیرو شلو کلونو کې امریکايي ځواکونه له طالبانو سره جنګیدلي، د طالبانو مفکوره اوس هم همغسې ده نو دوی نه شي کولای چې ولاړ شي او ویزه واخلي."

د یادونې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ستراتېژیک سند کې ټینګار شوی چې واشنګټن به "د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د اساسي حقونو په اړه خبرو ته دوام ورکړي" او له طالبانو سره د اړیکو هر ډول عادي کېدل د دې سند په ټکو، د طالبانو د ځپونکو سیاستونو بدلیدو او د یوه ټول شموله حکومت په جوړیدو پورې تړاو لري.

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي او د دوی حکومت ټول شموله دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د امریکا د کونسلګرۍ د پرانستلو د احتمال په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی، خو تر دې وړاندې یې د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې خپلې ديپلوماتيکې استازولۍ بېرته پرانیزي.

XS
SM
MD
LG