د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

امریکا یوځل بیا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه


ارشیف: د امریکا بیرغ
ارشیف: د امریکا بیرغ

د امریکا متحدایالتونو یوځل بیا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه وکړه.

د امریکا متحدایالتونو په افغانستان کې پر ټولشموله حکومت ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې له قطر څخه فعالیت کوي، د جمعې په ورځ د ډیموکراسۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت دا خبره وکړه چې په افغانستان کې باید حکومت د خلکو استازیتوب وکړي.

د امریکا د سفارت په پیغام کې چې په خپله ایسکپاڼه کې یې خپور کړی راغلي چې د ټولشموله حکومت رامنځته کېدل د دې سبب کېږي چې د هر افغان غږ واورېدل شي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې ازادي راډیو ته ویلي وو چې افغان حکومت باید پراخ بنسټه او ټولشموله وي.

کرین ډیکر د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغانستان په حکومت کې د خلکو استازیتوب مهم دی او تنوع په کې مهمه ده.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره کرن ډیکر

هغې زیاته کړې: "ښاغلي متقي موږ ته ویلي چې د ټولشموله حکومت تعریف ورسره نه شته. ده ویلي چې اوسني واکمنان او په کابل کې چارواکي همه شمول دي. د ده په باور دا حکومت حتی تر مخکیني حکومت ټولشموله دی. له دې څرګندونو ښکاري چې له ټولشموله څخه زموږ درک ډېر بدل دی. زما لپاره ټولشموله دا معنا ورکوي چې د هغو خلکو استازیتوب وکړي چې په هغه هېواد کې ژوند کوي، داسې څه د طالبانو په تشکیلاتو کې نه وینم."

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې چې طالبانو کابل نیولی دی، هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او ګڼو هېوادونو د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې ده.

د طالبانو په کابینه کې ان ښځه هم نه شته او په تېر نظام کې د ښځو چارو وزارت یې د امربالمعروف او نهی عن المنکر په وزارت بدل کړی دی.
د طالبانو په کابینه کې ان ښځه هم نه شته او په تېر نظام کې د ښځو چارو وزارت یې د امربالمعروف او نهی عن المنکر په وزارت بدل کړی دی.

د طالبانو د حکومت په مشرتابه او د وزارتونو او ولایتونو په کچه کسان ټول د دوی دي.

د یو شمېر بهرنیو یو انتقاد دا دی چې د طالبانو په کابینه کې هېڅ ښځه نه شته.

نړیوالې ټولنې تل ټینګار کړی چې د بشري حقونو رعایتول په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقوق د ټولشموله حکومت ترڅنګ هغه څه دي چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته به لاره پرانېزي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG