د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

طالب چارواکي: پرمختللي هېوادونه دې افغانستان ته د اقلیمي بدلون د زیانونو تاوان ورکړي


په ننګرهار کې د اقلیم بدلون د کنفرانس بینر
په ننګرهار کې د اقلیم بدلون د کنفرانس بینر

د طالبانو حکومت د نړۍ له پرمختللو هېوادونو په ټینګار سره د اقلیم د بدلون له امله افغانستان ته د اوښتو زیانونو د تاوان د ورکړې غوښتنه کوي.

د شنبې په ورځ په ننګرهار پوهنتون کې (د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس) نومې غونډه کې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیر خواه وویل، د نړۍ کمزوري هېوادونه د پرمختتلو صنعتي هیوادونو له امله زیان ویني.

خیر خواه زیاته کړه:

" هغه صنعتي هیوادونه چې د دې موسمي بدلون سبب شوي او عاملین یې دي هغوی باید داسې بې وزلو هېوادونو ته د خپل عمل او د دې زیان تاوان ورکړي، څو دوی په پښو ودریږي او دا اثرات کم کړي، خو له بده مرغه افغانستان ته توجه ونه شوه."

د تېرې دوشنبې په ورځ د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هم دا خبره کړې وه .

د وچکالۍ دوام په افغانستان کې د پاکو اوبو د کمښت جدي ستونزه رامنځته کړې ده
د وچکالۍ دوام په افغانستان کې د پاکو اوبو د کمښت جدي ستونزه رامنځته کړې ده

د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې، د اقلیم د بدلون له امله زیانمن شوی دی.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په کچه طبيعي يخچالونه ۱۴سلنه ويلي شوي ، د تودوخې درجه له ۰،۸ څخه ۱،۸ ته رسېدلې ، ۲۱ميليونه خلک د اوبو له کمښت سره مخامخ دي او اورښتونه هم ۳۷سلنه کم شوي دي.

دا کنفرانس چې ټاکل شوې او سبا او بل سبا به هم دوام وکړي، د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم وايي ورنه هیله لري چې نړي ته د اقلیم له بدلون د اغېزمن شوي افغانستان حقیقي انځور وړاندې کړي.

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه، احمد جاوید نوري ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان د اقلیمبدلون له امله ډير زیان لیدلی چې بېلګه یې د پرله پسې کلونو لپاره وچکالي ده.

نوموړي په روان کال کې د وچکالۍ د خطر په اړه وویل:

" اوسمهال په ژمي کې موږ وینو چې یو دوه ځلې واوره ورېدلې، او د تېر په شان ورښتونه مو هم نه درلوده. له بده مرغه بل کال به یو ستونزمن او وچ کال وي چې دا به مستقیما په کرنې، مالدارۍ او صنعت اغېز وکړي."

د افغانستان یو شمېر کروندګر هم د وچکالۍ او اقلیم بدلون له امله در ورپېښو زیانونه په اړه شکایت کوي.

په نیمروز ولایت کې بزګر، عبدالعظیم ازادي راډيو ته وویل:

" سږکال د اقلیم بدلون زیات و، وچکالي ډېره وه چې زموږ کروندو او څارویو ته یې زیان رسولی. درې کاله کیږي چې څه نه شو کرلی، څه چې وکرو وچیږي، هغه غنم مو چې کرلي ټول یې په موږ تاوان شوي."

په دوبۍ کې د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس چې د طالبانو د حکومت استازو ته پکې د ګډون بلنه وه ورکړل شوې
په دوبۍ کې د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس چې د طالبانو د حکومت استازو ته پکې د ګډون بلنه وه ورکړل شوې

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اسد په میاشت ویلي و، د افغانستان ۲۵ ولایتونه د وچکالۍ له سختو شرایطو سره مخ دي او د افغانستان په ګډون ۱۰ هېوادونه په نړۍ کې د اقلیم د بدلون له کبله تر ټولو زیات زیانمنونکي هېوادونه دي.

د یادونې ده چې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ۲۸م کنفرانس (COP28) چې د نوامبرپه ۳۰ په دوبۍ کې پیل او د ډیسمبر تر ۱۲مې پورې یې دوام وکړ او د نېږدې ۲۰۰ هېوادونو استازو او نړیوالو سازمانونو په کې ګډون کړی و ، په پرېکړه لیک کې یې په لومړي ځل پر هېوادونو غږ شوی و چې د اقلیم د بدلون د ترټولو ناوړه اغېزو د مخنیوي لپاره له فوسیلي سوند موادو لاس واخلي او بدیل ته مخه کړي.

دې کنفرانس ته د طالبانو حکومت استازی نه و بلل شوی.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هغه مهال په یوې اعلامیه کې ویلي و، د دوی حکومت دې نړیوال کنفرانس ته په پوره ډول چمتووالی نیولی و، خو د دوی په ټکو د سیاسي ملحوظاتو له امله له ګډونه بې برخې شو.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG