د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

 له چاپېریال څخه د ناوړه استفادې د مخنیوي د نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د چاپېریال وضعیت څنګه دی؟


په لغمان کې د یوه باغ تصویر چې په ۲۰۲۰ کې یې تر ۴۰۰ پورې وونې ناڅرګندو کسانو پرې کړې وې.
په لغمان کې د یوه باغ تصویر چې په ۲۰۲۰ کې یې تر ۴۰۰ پورې وونې ناڅرګندو کسانو پرې کړې وې.

د جګړو او وسله‌والو شخړو پر مهال له چاپېریال د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي د نړیوالې ورځې په رارسېدو سره د چاپېریال ساتنې برخې یو شمېر پوهان وايي چې د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان خلک سالم چاپېریال ته لاس‌رسی نه‌لري.

د يادو پوهانو له ډلې احمد جاوید نور ازادي راډيو ته وویل، د څلورو لسیزو جګړو په ترڅ کې د افغانستان طبیعي زیرمو او چاپېریال ساتنې ته هيڅ پام نه‌دی شوی او د هېواد اساسي او حیاتي زیربناوې له‌منځه تللي دي:

نور زیاتوي:

"هغه ځمکې چې زیانمنې شوي دي، لکه طبیعي ونې، فصلونه، څړځایونه، زموږ د مالدارۍ تر ټولو اساسي عناصر همدا طبیعي زېرمې دي. نو موږ کولی شو ووایو چې موږ سالم چاپیریال ته لاس‌رسی نه‌لرو، له بده‌مرغه په افغانستان کې د لسیزو جګړو په جريان کې، طبیعي زېرمو ته هیڅ پاملرنه نه‌ده شوې."

د چاپېریال ساتنې د برخې بل پوه سید عبدالباسط رحماني هم په دې باور دی، چې جګړو او شخړو د افغانستان پر چاپېریال او طبیعت ژور اغېز کړی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل، په افغانستان کې د بېلابېلو ماينونو شتون او د بېلابېلو وسلو کارول د اوبو، خاورې او هوا د ککړتيا لامل شوي، چې دغه کار د انسانانو او نورو ژونديو موجوداتو پر روغتيا ناوړه اغېزه کړې او د کډوالۍ او د بنسټيزو تاسيساتو د ويجاړېدو لامل شوي دي.

هغه وايي:

"افغانستان او هغه طبیعت او چاپېریال چې موږ یې په افغانستان کې لرو ډېر زیانمن شوی او له‌منځه تللی دی؛ موږ ډېرې کرنیزې ځمکې ولیدلې چې له بده‌مرغه د جګړو له امله ویجاړې شوې؛ هغه ایکو سیستمونه چې په ځینو سیمو کې وو، له‌منځه تللي دي."

ذ کونړ د یوه ځنګل پرې شوې ونې - تصویر له ارشیفه
ذ کونړ د یوه ځنګل پرې شوې ونې - تصویر له ارشیفه

یو شمېر افغانان چې د چاپيریال د تخریب له امله زیانمن شوي وايي، د دوی وضعیت ته په هيڅ ډول پاملرنه نه‌ده شوې.

د زابل ولايت يوه اوسېدونکي چې نه‌يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وايي، شاوخوا درې مياشتې وړاندې د ځمکې پر سر د دعوې په پايله کې د دعوه کوونکو لوريو وسله‌والو کسانو د ده سلګونه ونې او حاصلات له‌منځه وړي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل:

"زموږ هغه باغونه چې اره شوي، يوازې ٣٥٠ مېوه لرونکي ونې د انارو، بادامو او زردالو دي، چې ټول ټال ٥٦٠ ونې کېږي، د شاوخوا دوه جريبه جوارو کښت هم له‌منځه تللي دي."

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د چاپيریال ساتنې ملي اداره وايي چې، په دې برخه کې د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره پلانونه لري.

د دې ادارې د عامه پوهاوي مسوول فرید فرهنګ ازادي راډیو ته وویل:

"بې له شکه جګړه ناوړه پايلې لري او لا هم زموږ په هېواد کې د افغانستان چاپېريال ته ډېر زيانونه اوښتي دي. د افغانستان طبيعي زېرمې او ځنګلونه له‌منځه تللي او اغېزې يې لا هم پاتې دي. داسې پلانونه تر لاس لاندې دي چې د چاپيريال ساتنې رياست او د طالبانو حکومت به يې په پلي کولو سره وکولی شي ځینو دغو ناورینونو ته ورسیږي."

په ۲۰۰۱ کال کې ملګرو ملتونو د نومبر شپږمه د جګړې او وسله‌والو شخړو پر مهال له چاپېریال د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله، څو د دې پدیدې د ناوړه اغېزو په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.

ملګرو ملتونو د دې ورځې په مناسبت په خپله وېبپاڼه کې ليکلي، که څه هم بشريت تل د جګړې مرګ‌ژوبله د سرتېرو او ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپيانو او د ښارونو او معيشتونو د ويجاړولو په برخه کې شمېرلې ده، خو د دغه سازمان په وينا چاپيريال چې د جګړې قرباني دی، هيڅ وخت نه اعلانيږي.

د چاپېریالي ستونزو له امله د نورو ستونزو ترڅنګ په افغانستان کې د څښاک اوبه کمې شوې دي
د چاپېریالي ستونزو له امله د نورو ستونزو ترڅنګ په افغانستان کې د څښاک اوبه کمې شوې دي

د دغه سازمان په وینا، د اوبو څاګانې ککړې شوي، کرنیز فصلونه سوځول شوي، ځنګلونه پرې شوي، خاورې مسموم شوي او څاروي د پوځي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د چاپیریال پروګرام وموندله چې په تېرو ۶۰ کلونو کې، لږ تر لږه ۴۰ سلنه داخلي شخړې د ارزښتمنو طبیعي زېرمو لکه: لرګو، الماس، سره زر او تېلو، یا کمې پيدا سرچینو، لکه حاصل‌خيزو ځمکو او اوبو له استخراج سره تړاو لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د جګړې او وسله‌والو شخړو پر مهال له چاپېریال د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، که دوی غواړي د دوامدار پرمختګ موخې ترلاسه کړي دوی بايد په زوړتيا او بېړني ډول د چاپیریال د تخریب او د اقلیم د بدلون د خطرونو د کمولو لپاره اقدام وکړي او د جګړې د کمزورو کوونکو اغېزو څخه د خپلې د سياري د خونديتوب لپاره ژمن و اوسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG