د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۸

د پاکې هوا نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د هوا وضعیت څه ډول دی؟


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

نن د سپټمبر اومه د شنه اسمان لپاره د پاکې هوا نړیواله ورځ ده.

ملګري ملتونه هرکال د سپټمبر اومه د شنه اسمان لپاره د پاکې هوا د نړیوالې ورځې په توګه نمانځي چې عمده هدف یې د ښې هوا د اهمیت په اړه د خلکو د پوهې زیاتېدل دي.

دا ورځ درې کاله مخکې د هغو ورځو په فهرست کې شامله شوه چې د نړیوالو ورځو په توګه نمانځل کېږي.

دا چې اوس په افغانستان کې د هوا وضعیت څه ډول دی، د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې د پوهنځي پخوانی استاد خلیل احمد نادم وايي: "په خواشینۍ سره د کابل هوا ډېره ککړه او په دوبي کې له دوړو او خاورو سره مله ده. موټرونه چې په کابل او د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې تګ راتګ کوي، معیاري نه دي. په تخینکي معاینو کې یې علمي مسایل په پام کې نه نیول کېږي او دود یې هوا ککړوي. په ژمي کې خلک د کورونو او نورو ځایونو د تودولو لپاره له ډبرو سکرو او د موټرو له ټایرونو کار اخلي. د خښتو پخولو داشونه هم شته. دا ټول هغه عوامل دي چې د کابل او نورو ښارونو پر هوا یې اغېز کړی، هغه یې ککړه کړې چې دا ډېره خطرناکه ده. هغه انسانان چې په کابل کې اوسي، اکثره یې په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي."

په ژمي موسم کې د کابل هوا ډېره ککړه وي او ان پر سړکونو تګ راتګ هم ستونزمن وي.
په ژمي موسم کې د کابل هوا ډېره ککړه وي او ان پر سړکونو تګ راتګ هم ستونزمن وي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په خبره د چاپېریال په برخه کې ککړه هوا د ناروغیو یو اصلي لامل دی او هغه په ټوله نړۍ کې د مړینو او ناروغیو له مهمو لامولونو څخه ده چې مخه یې نیول کېدای شي.

دې سازمان خبرداری ورکړی چې په اوس وخت کې د نړۍ د نفوسو په سلو کې ۹۹ یې ککړه هوا تنفس کوي او هر کال اوه میلیون وګړي د ککړې هوا له امله مري چې په سلو کې نوي یې په کم یا متوسط عاید لرونکو هېوادونو پورې تړلي دي.

په دې اړه چې په افغانستان کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره څه کول په کار دي، ښاغلی نادم یې په اړه وایي: "ښاروالۍ باید ټولو دوکاندارانو او اوسېدونکو ته دنده وسپاري چې د خپلو دوکانونو او کورونو په مخکې لږترلږه دوه ونې کېنوي او د هغو ساتنه وکړي. په هوټلونو او فابریکو کې خاص فلټرونه نصب شي، لکه د نورو هېوادونو په څېر د موټرو تخنیکي معاینې باید معیاري او جدي ترسره شي څو د هوا د ککړتیا او خلکو ته یې د زیانونو مخه ونیول شي."

د روغتیا د نړیوال سازمان په خبره د هوا د ککړتیا ځینې عناصر، لکه کاربن ګازونه، متان او آزون، د مړینو یو عمده لامل بلل کېږي چې هغه پر کرنیزو محصولاتو هم اغېز شیندي او بالاخره د خوړو نړیوال خوندیتوب هم متاثره کوي.

د یو شمېر ساینسپوهانو په باور د هوا ککړتیا په نه بېلېدونکي ډول د نړۍ د اقلیم له بدلون سره تړلې او حل لاره یې هم باید په یوازې توګه نه بلکې په ګډه ولټول شي.

XS
SM
MD
LG