د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

کابل ښاریان: د ککړې هوا د ستونزې د هواري ژمنې تکراري دي خو عملي نه دي


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي د ژمي په راتک سره د ککړې هوا څخه اندېښنه لري. دوی وايي، اړوندو ادارو تل د دې ستونزې د هواري لپاره تکراري ژمني کړي، خو عملي اقدامات صفر دي.

د کابل دوه تنه اوسیدونکي نور احمد او بریالي وايي، حکومت تل ژمنې کړي خو عملي ګام نه تر ستوګو کېږي: "هوا چې ککړه شوې دا د خلکو صحت ته ډېر تاوان کوي په ځانګړي ډول هغه ماشومانو ته چې د سړک په غاړه اوسي. حکومت ته زما هېڅ خو له نه جوړیږي چې ووایم دغه کار دې وکړي د دې لپاره چې دوی خپل میز او څوکۍ نه شي سمبالولی نو پاتې زموږ وطن او هوا دوی هېڅ هم نه شي کولای.

-دا هوا ولې نه پاکېږي، دا خو زموږ په لاس کې ده، دا مو وطن ده هرڅه د انسانانو په لاس کې دي، دا موږ یې نه کوو دا زموږ ستونزه ده، دغه زموږ حال ده او دا مو وطن ده، له حکومته غواړم چې د ټرافیکو سره په همکارۍ د ډیزلي موټرو مخه ونیسي، باور وکړئ ډیر تاوان لري."

کابل ښاریان د افغان جمهور رئیس لومړي معاون امرالله صالح وروستي دریځ په اشاره سره وايي، که لوړ پوړي چارواکي په خپلو خبرو کي جدي وي پایله به یې اغېزمنه وي.

ښاغلي صالح نن پر خپل فیسبوک پاڼه د خپلو پریکړو په دوام په ۱۴مې پریکړې لیکي، کابل ښاریان د ژمي په راتک سره بیا اندېښنه لري چې هوا ککړه شوې او حکومت هېڅ هم نه کوي.

هغه لیکلي چې داسې نه ده، دا ځل د جمهور رئیس د حکم پر اساس ۶۰۳ هغه لوړ پوړې ودانۍ چې د کابل ښار ۴۰ فیصده د ککړې هوا سرچینه ده که دا ځل د هوا فلټرونو نصب نه کړي د چاپیریال ساتنې ادارې لومړی، دویم او درېیم درجې چارواکي به له دندو لېري شي.

هغه لیکلي چې د چاپیریال ساتنې اداره دې دا حکم جدي ونیسي او ټول خلکو ته دې د فلټرونو د نصب په اړه معلومات ورکړي.

نوموړي په ټینګار سره لیکلي چې دا ځل د دې موضوع څخه تیرېدل عادي نه دي.

له دې سره هم مهاله د امرالله صالح یو ویاند رضوان مراد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، شوې پریکړې به په جدي ډول پلې شي:"کله چې لومړي معاون وايي، اول، دویم او درېیمه درجه چارواکي لېرې کېږي هدف همدا دی چې د کابل خلک د ککړه هوا ورته په سرطان بدله شوې ده. د چاپیریال ساتنې اداره مسولیت لري چې د لوړ پوړو ودانیو کې د فلټرونو د نصبه نظار وکړي د دې لپاره چې مسؤلیت یې دی."

د امرالله صالح یو ویاند رضوان مراد
د امرالله صالح یو ویاند رضوان مراد

په ورته وخت کې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې نظارت او تفتیش برخې رئیس نېک محمد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د کابل ښار د چټلې هوا د کنټرول لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ لازمه همغږي رامنځته شوې ده.

ښاغلي محمد زیاته کړه: "د چاپیریال ساتنې اداره د جمهوري ریاست د حکم پر اساس مکلفه ده چې د ټولو هغه فعالیتونو څخه چې هوا ککړوي نظارت وکړي، موږ په دې برخه کې ټول هغه هوټلونه، د ودونو تالارونه، د خښتو بټۍ ګانې تر جدي نظارت لاندې نیولي، که په دې هر برخې بې غوري وشي نقدي جرمي پرې وضع کیږي او علمي کیږي."

نوموړی وايي، د ۲۰۲۰ کال له پیل سره د کابل ښار او یو شمېر نورو ښارونو د چاپیریال د کنترول لپاره منظمه تګلاره جوړه شوې او د تطبیق په حال کې ده.

د ژمي په سړو کې د لرګیو لوړې بیې د برېښنا نشتوالی، د خلکو بې وزلي او د خونو د تودولو لپاره د نورو ټیټ بیه سون توکو کمښت د ډبرو د سکرو لګښت ډېر کړی چې تر ډېره د هوا د ککړیدو لاملونه ګڼل شوي.

په کابل کې د ککړې هوا په اړه دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې او روغتیا نړېوال سازمان د معلوماتو له مخې تېرکال په افغانستان کې۲۶ فیصده مړینه د ککړې هوا له امله و.

ځيني روغتیا پالان وايي، که دې ککړې هوا مخنیوي ونه شي سالنډي، د سږو تکلیف، ټوخي او دیته ورته نورې ناروغي د انسانانو ژوند په تدریجي ډول اخلي.

XS
SM
MD
LG