د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

کابل کې ککړه هوا او شکايتونه؛ طالبان: دا طبيعي ده او څور ورځو کې به ښه شي


ارشیف: په کابل کې د هوا ککړتیا له کبله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي
ارشیف: په کابل کې د هوا ککړتیا له کبله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي

په کابل کې د ګنو نوروستونزو تر څنګ ککړه هوا بله لویه ستونزه ده چې د پلازمېنې اوسېدونکي ورسره مخ دي.

د زرګونو موټرونو لوګی، په حمامونو او نانوايانو کې د بېلابېلو پلاستیکي او ناتصفیه شويو ډبرو سکرو سوځول هغه څه دي، چې د کابل ښار د څه د پاسه ۶ میلیونو اوسېدونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی.

دغه شان د شنو سیمو او پارکونو کموالی او په مرکز کې د خلکو ګڼه ګوڼه بل لوی لامل دی چې د کابل هوا یې لا ککړه کړې.

کابل ښار تر دې وړاندې هم د ککړې هوا په نړیواله درجه بندۍ کې د هغو ښارونو په ډله کې و، چې هوا يې ډېره ککړه ښودل شوې وه.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، ککړې هوا ناروغان کړي.


موټر چلوونکی نصرالله په دې باور دی چې ککړې هوا د سترګو او ستوني په ناروغۍ اخته کړی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "هوا ډېره ککړه ده، د سړي سترګې خوږېږي، ټوله ورځ ناروغه یو سترګې مو درد کوي، ستونی درد وي، ماسک هم بندوه، عینکې هم اچوه، خو دومره ککړه هوا ده، خاورې دي، له یوه خوا ګرمي وي، کاروبار هم نه وي، بس ټوله ورځ ناروغه یو."

د کابل یوه څنډه. ارشیف
د کابل یوه څنډه. ارشیف

د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی محب الله هم وايي، هوا ډېره ککړه شوې، دی څه د طالبانو حکومت او څه خلک ملامت ګني.

محب وايي: "د کابل هوا وروستیو کې ډېره ککړه شوي، یو څه دولت پام نه‌کوي، یو څه هم خلک پام نه‌کوي، که دا همداسې وي نو خلک به له ډېرو ستونزو سره مخ شي، هر رقم ناروغۍ به ورته پیدا شي. زه چې ان سهار دفتر ته ځم، هوا ککړه وي، د موټر دودونه او خاورې دوړې وي."

د کابل ښار د چهل ستون اوسېدونکی بریالی بیا وايي، هوا دا څو ورځې ډېره ککړه ده.

نوموړی وايي: "د یوې اوونۍ را په‌دې خوا د کابل هوا ککړه ده، نه پوهېږم علت یې څه دی."

تهمینه بیا چې په کابل کې د یوه ښوونځي ښوونکې ده وايي: "د ککړې هوا له امله اړه یم، د ورځې څو څو ځلې د کور کړکۍ او دروازې پاکې کړم، څو کور کې تازه او پاکه هوا وي، ان د شپې له‌خوا اړه یم کور ته اوبه وپاشم څو د دوړو مخنیوی وشي."

خو طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې د چاپېریال د کنټرول او د تفتیش ریاست سرپرست رییس او امر محمد بصیر امين ازادي راډيو ته وویل، دا طبیعي عوامل دي او په څو ورځو کې بېرته نورمال کېږي.

امين وايي: "دا طبیعي عوامل دي، د سیمې ځینې هېوادونه لکه تاجکستان، ایران و پاکستان کې هم د هوا ککړتیا لیدل شوې. تر راتلونکو څو ورځو پورې به د هوا ککړتیا بېرته کمېږي، د چاپیریال ساتنې اداره د هوا د ککړتیا د کموالي په برخه کې خپل ټيمونه لري او د نورو ادارو په همکاري یې نظارت کوي او هغه څه چې د هوا د ککړتیا لامل کېږي، د قوانینو او مقراراتو سره سم ورسره چلند تر سره کېږي."

دا چې کابل ښاروالي د ککړې هوا د مخنیوي لپاره څه کړي یا څه کوي، د کابل ښاروالي ویاند نعمت الله بارکزي مو دا پوښتنه ځواب نه‌کړه.

د یادونې ده چې د کابل ښار د هوا د ککړتیا ستونزه نوې نه‌ده او په تېرو کلونو کې یې هم خلکو په اړه شکایت کړی.

اړوند ادارو یې په اړه د خپلو هڅو، پلانونو او پرګرامونو خبره کړې وه خو داسې ښکاري، چې بنسټیز کار نه‌دی شوی، ځکه ظاهراً یې کومه مثبته نتیجه نه لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG