د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

چارواکي: د کابل د هوا ککړتیا ٢ سلنه را کمه شوې


آرشیف، آلودگی هوای شهر کابل
آرشیف، آلودگی هوای شهر کابل

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د تېرکال په پرتله روان کال د کابل ښار د هوا ککړتیا يوازې دوه سلنه را کمه شوې ده.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، له دې سره سره چې دغې ادارې د هوا د ککړتیا د راکمولو لپاره بې درېغه هڅې کړې، خو ښکاري چې اغېز يې کم و.

د دغې ادارې ویاند قاسم رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د تېرکال په پرتله روان کال د کابل ښار د هوا ککړتیا دوه يوازې دوه سلنه راکمه شوې ده.

هغه زياتوي: "روان کال د تېرکال د ورته وخت په تناست د کابل په هوا کې کم یعنې په سلو کې دوه سلنه ښه والی راغلی، دا طبيعي او غېر طبیعي لامل لري، طبیعي لامل د تېر کال په پرتله د باد چټکوالی، انساني اقدام چې موږ درلود، د دود د فیلټرونو د نصبولو، په ګډون د استوګنې په ښارګوټو ، او لوړ پوړو ودانيو څارنه، تفتیش او د تقنیني اسنادو تدوین دی."

دا په داسې حال کې ده، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې " راه سبز" ټولنیز بنسټ په همکارۍ د شنبې په ورځ په کابل کې "له ککړې هوا سره د مبارزې" په نوم يوه غونډه وشوه.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسوولین وايي، دغې غونډې ته د دولتي بنسټونو مسوولین او د بېلابېلو مدني بنسټونو استازي رابلل شوي و، د دوی په وینا له دغې غونډې هدف د کابل له ککړې هوا د راکمولو لپاره لارې چارې لټول و.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویاند وايي، په یاده غونډه کې له همکارو بنسټونو او ړ کابل له خلکو وغوښتل شول، چې د پلازمينې د ککړې هوا په را کمولو کې فعاله ونډه واخلي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د چاپېریال ساتنې او طبیعي سرچینو کمېسیون د چاپېریال ساتنې په ادارې نيوکه کوي چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې ناکامه ده.

ولسي جرګه
ولسي جرګه

د دغې کمېسیون غړې صایمې خوګیاڼۍ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دغه اداره تل کمېسیون ته پخواني پروګرامونه وړاندې کوي، کوم کارونه چې د کابل د ککړې هوا د مخنیوي لپاره یې کړي کافي نه دي، په داسې حال کې، چې روان کال ورښتونه هم نشته، د هوا ککړتیا نوره هم زیاته شوې ده."

مېرمن خوګیاڼۍ ټینګار کوي، چې له ککړې هوا سره د مبارزې لپاره باید د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته اجرائیوي صلاحیت ورکړل شي.

کابل د نړۍ د ککړۍ هوا درلودونکو ښارونو څخه دی، تېر کال د چاپېریال ساتنې ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ، چې په کابل ښار کې ۲۶ سلنه مړینه د ککړې هوا له امله ده.

د روغتیايي چارو پوهان وايي، که د پلازمېنې د ککړې هوا د پاکېدو هڅه ونشي، په تننفسي ناروغيو د اخته کسانو په شمېر کې به له زياتوالی راشي.

XS
SM
MD
LG