د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

"افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي او روغتیايي حالت ګواښونکی کېږي"


ارشیف، افغانستان کې د کرونا وېروس دوهمې څپې خلک ویرولي
ارشیف، افغانستان کې د کرونا وېروس دوهمې څپې خلک ویرولي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا په دویمه څپه کې د دغه ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.

دا وزارت وایي چې د کرونا د مثبتو پېښو په زیاتېدو د دې هېواد روغتیايي حالت ګواښونکی کېږي.

د دې وزارت مرستیالې ویاندې معصومه جعفري د چهارشنبې (د مرغومي ۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "که څه هم د لومړۍ څپې پرتله چمتوالی او د دې ویروس په اړه عامه پوهاوی زیات دی، خو اوس چې ژمی دی او خلک ‌‌‌‌‌‌ډېر کله په تړلې فضا کې راټولېږي، د فصلي ریزوشونو او ناروغیو، د انفولانزا ویروس شتون او د هوا ککړتیا کولای شي د دغه وضعیت په خرابېدو کې رول ولوبوي."

په تېرو ۲۴ ساعتونو د کرونا ویروس له امله د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې یویشت تنه مړه شوي

‎مېرمن جعفري وایي، لا هم د کوېډ -۱۹ ناروغۍ د دویمې څپې په دوام کې د اخته کسانو پېښې مخ په زیاتېدو دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ژمي کې د ښارونو هوا تر بل هر وخت زیاته ککړه وي او علت یې هم د لوړو ودانیو، حمامونو، خرابو ماشین لرونکو موټرو او د ‌‌‌‌‌‌ډېریو کورونو له لوري د ناپاکو سونګ توکو سوځول او مرکز ګرمیو لپاره د تصفیې ماشیونو نه لګول دي چې ‌‌‌‌‌‌ډېر کله خلکو ته تنفسي ستونزې او رېزوشه، زکام او ستوني درد ناروغۍ باندې اخته کوي.

  • د ډاکټرانو خبردارۍ

‎بل خوا ځینې ‌‌‌‌‌‌ډاکټران خلکو ته په دې موسم کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د ګواښ خبرداری ورکوي او له خلکو غواړي چې روغتیایي وړاندیز شوې لارښوونې دې عملي کړي.‎

په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې پر کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي
په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې پر کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي

د افغان جاپان روغتون پخوانی مشر او د رواني متخصصینو ټولنې اوسنی مشر حکیم الله صالح په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "خلک باید هرځای ته خپل تګ راتګ محدود کړي، په ټولنیزو مجالسو کې دې له ګ‌‌‌‌‌‌‌ډونه ډډه وکړي، ټولنیز واټن دې په پام کې وساتي، ماسک کارول او پرلپسې د لاسونو مینځل د ټولو لپاره مهم دي."

‎‌‌‌‌‌‌ډاکټر صالح وایي، هغه کسان چې زکام دي هڅه دې وکړي چې ځانونه قرنطین کړي.

د افغانستان روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو د کرونا ویروس له امله د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې یویشت تنه مړه شوي دي.

دغه راز دوه سوه یو اویا تنه نوي په دې ناروغۍ اخته شوي چې په دې سره په افغانستان کې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۱۳۶۰ کسانو ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG