د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

ملګري ملتونه: افغانستان د انساني پراختیا په برخه کې په ډېره ټېټه کچه کې دی


دا راپور وايي، افغانستان کې انساني پراختیا له ۱۹۹۰تر ۲۰۱۹ کال پورې له ۰،۳۰۲ څخه ۰،۵۱۱ ته لوړه شوې چې په ټوله کې ۶۹،۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
دا راپور وايي، افغانستان کې انساني پراختیا له ۱۹۹۰تر ۲۰۱۹ کال پورې له ۰،۳۰۲ څخه ۰،۵۱۱ ته لوړه شوې چې په ټوله کې ۶۹،۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یا ' UNDP' وايي، تېر ۲۰۱۹ کال کې افغانستان د انساني پراختیا له اړخه یوازې ۰،۵۱۱ سلنه وده کړې.

د دې ادارې په راپور کې چې نن د چهارشنبې(د لېندۍ ۲۶مه) په ورځ خپور شو، دا په تېر کال کې د نړۍ په کچه د انساني پراختیا تر ټولو ټیټه درجه ښودل شوې او افغانستان یې د ۱۸۹ هېوادونو له ډلې د ۱۶۹مې او ۱۸۹یمې شمېرې ترمنځ راوستی دی.

د انساني پراختیا د معلومونې لپاره درې ځانګړنې اوږد او سالم ژوند، زده‌کړو ته لاس‌رسی او مناسبه ژوند په ګوته شوي دي.

دې ټکو په کتو د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې په راپور کې راغلي، په افغانستان کې انساني پراختیا له ۱۹۹۰تر ۲۰۱۹ کال پورې له ۰،۳۰۲ څخه ۰،۵۱۱ ته لوړه شوې چې په ټوله کې ۶۹،۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

راپور زیاتوي، په افغانستان کې له زېږون وروسته د ژوندي پاتې کېدو فیصدي هم پورته تللې او ۱۴،۴ سلنې ته رسېږي.

' UNDP' وايي، تېر ۲۰۱۹ کال کې افغانستان د انساني پراختیا له اړخه یوازې ۰،۵۱۱ سلنه وده کړې.
' UNDP' وايي، تېر ۲۰۱۹ کال کې افغانستان د انساني پراختیا له اړخه یوازې ۰،۵۱۱ سلنه وده کړې.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د راپور پر بنسټ د افغانانو د کلني عاید په کچه کې له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۹ کال پورې ۱۰ سلنه کموالی راغلی، خو په منځنۍ کچه یعنې تر ۲۵ کلنۍ زده‌کړه ته د لاس‌رسي سطحه بیا له ۲،۴ څخه ۷،۶ سلنې ته پورته شوې ده.

د دې راپور د وړاندې کولو په غونډه کې په کابل کې د سویډن سفیر تورکل ستیرنلوف وویل، د نړۍ پر مختللې هېوادونه باید ښه او مناسب ژوند ته د لاس‌رسي په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

دی زیاتوي: " دا راپور روښانه پیغام لري. اقلیمي بدلون، کرونا وبا، بشري حقونه، ټولنیزه پراختیا او نور هغه څه دي چې باید پام ورته وشي. "

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په یاده موده کې په افغانستان کې د جنسیت له مخې نارینه‌وو ۰،۵۹۳ او ښځو بیا ۰،۳۹۱ سلنه انساني پراختیا درلودلې.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مشر عبدالله الدرداري بیا د ښه او مناسب ژوند لپاره له افغانستان سره بهرنۍ مرستې مهمې بولي.

ښاغلي الدرداري وايي، افغانستان غواړي پر ځان بسیا شي او په دې برخه کې د بهرنیو له مرستو سمه ګټل اخېستل مهم رول لري.

د ملګرو ملتونو په راپور کې پر انساني پراختیا طبیعي اغېز ته هم اشاره شوې او اقلیمي بدلون په دې برخه کې یوه لویه ننګونه ښودل شوې.

په ورته وخت کې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مرستیال حسیب الله مؤحد وايي، په دې راپور کې پر انساني پراختیا د اقلیمي بدلون اغېز اندېښمنونکی دی.

دی زیاتوي: "اقلیمي بدلون او پر انساني پراختیا یې اغېز یو مهم بحث دی. که موږ چېرې د انساني پراختیا او چاپیریال ترمنځ یو مناسب توازن جوړ نه کړو، شاید دواړه لوري اغېزمن شي او موږ به و نه شو کولای چې یو شان یا برابره انساني پراختیا ولرو. "

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره په مناسبه کچه د انساني پراختیا لپاره د ټولنیزو ارزښتونو مراعت، هڅونه او د طبیعت پر بنسټ د حل لارو په پام کې نیولو وړاندیز کوي.

په دې راپور کې طبیعي سرچینو ته هم اشاره شوې چې کولای شي د افغانستان د ټولنیز اقتصادي پرمختګ لپاره یوه ښه سرچینه وګرځي.

XS
SM
MD
LG