د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

۲۰۲۰کال؛ کرونا وېروس ډېری پروګرامونه او مناسبتونه یا لغوه او یا هم وځنډول


د مارچ په ۱۴ مه د انګلستان د فوټبال نامتو پریمیر لیګ په مؤقتي ډول وځنډېد
د مارچ په ۱۴ مه د انګلستان د فوټبال نامتو پریمیر لیګ په مؤقتي ډول وځنډېد

انسان د بشري ژوندانه له پیله په ګڼه ګوڼه کې د ګډ هویت احساس کوي. ټولنپوهې ایمیلي دورخایم Emile Durkheim څه باندې یوه پېړۍ مخکې ویلي و چې د انسانانو راټولېدل هغه روحاني مناسبت دی چې خلکو ته د یووالي او ډله ییزې خوښۍ امکان برابروي او د انسانانو هغه اړتیا پوره کوي چې باید له یوه بل چا سره تړلی وي.

خو له بده مرغه په عین حال کې د انسانانو ترمنځ فزیکي نژدې والی د ناروغیو د خپراوي سبب هم کېدای شي.

د سکاټلنډ د سینت اندریو پوهنتون څېړونکي نېک هاپکینز پنځه کال مخکې لیکي و چې ښايي د نورو هېوادونو خلک په ګڼه ګوڼه کې ورګډ شي، له ځان سره ناروغۍ راوړي او بېرته یې خپلو هېوادونو ته یوسي.

هاپکېنز دا څرګندونې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د هغو ناروغیو د درملنې په اړه د بحث پرمهال کولې چې د ګڼې ګوڼې له کبله خپرېږي.

د مارچ په یوولسمه نېټه چې په ټوله نړۍ کې په کرون اویروس د اخته کسانو شمېر یولک او پنځلس زرو ته رسېده،

د روغتیا نړیوال سازمان WHO د دې ویروس د خپرېدو د چټکوالي له کبله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او کوویډ- ۱۹ یې د وبا په توګه اعلان کړه.

  • د باسکټبال سیالۍ وځنډېدې

په همدې ورځ د امریکا د باسکټبال ملي ټولنې NBA چې د نړۍ په کچه خورا معتبر لیګ بلل کېږي او د ټولې نړۍ د باسکټبال نامتو لوبغاړي ګډون په کې لري د خپلو ټولو لوبو د ځنډولو اعلان وکړ ځکه د یوه لوبغاړي د کرونا ټېسټ یې مثبت راووت.

  • د هاکي لوبې وځنډېدې

د دې ورځې په سبا د امریکا د هاکي ملي لیګ هم اعلان وکړ چې خپلې ټولې لوبې ځنډوي.

  • فوټبال هم د ورته برخلیک سره مخ شو

د مارچ په ۱۴ مه د انګلستان د فوټبال نامتو پریمیر لیګ په مؤقتي ډول وځنډېد او د مارچ په ۱۷ مه د روسیې د فوټبال اتحادیې په دې هېواد کې د فوټبال ټولې لوبې وځنډولې.

د فوټبال لوبو نندارچیان د کرونا ویروس د خپراوي په موخه دې لوبو لیدو ته نه دي راغلي
د فوټبال لوبو نندارچیان د کرونا ویروس د خپراوي په موخه دې لوبو لیدو ته نه دي راغلي

د مارچ په پای کې په توکیو کې د ۲۰۲۰ میلادي کال د دوبي د المپیک لوبې د لوبغاړو، په لوبو کې د ښکېلو کسانو او نړیوالې ټولنې د روغتیا د خوندیتوب په مقصد د یوه کال په مخه وځنډول شوې.

د اپرېل په لومړۍ نېټه د نړۍ په ۱۷۱ هېوادونو کې د کرونا د ټولو ناروغانو شمېر له یو میلیون او د مړو شمېر له پنځوس زرو واوښت.

  • د حج مراسم

په همدې میاشت کې د لومړي ځل لپاره داسې نښې نښانې ښکاره شوې چې ښايي د اسلام پنځمه بنا یعنې حج سږکال ترسره نه شي او سعودي عربستان د نړۍ مسلمانانو ته اعلان وکړ چې ښايي د حج مراسم وځنډېږي.

په جون میاشتې کې سعودي عربستان چې د کرونا ویا سخت ځپلی و، اعلان وکړ چې مکه او مدینه د عمرې د زیارت کوونکو او سیلانیانو پرمخ بندوي او په جولای میاشت کې ریاض یوازې زرو کسانو ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړه، په داسې حال کې چې په عادي حالت کې دا شمېر دوه میلیونه و.

د کرونا ویروس له امله د حج په مراسمو کې په هغه شمېر کې چې ګډون شوی وای نه ښکاري
د کرونا ویروس له امله د حج په مراسمو کې په هغه شمېر کې چې ګډون شوی وای نه ښکاري

د هغو لویو غونډه او مناسبتونو شمېر چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د کرونا د وبا له کبله فسخ شول خورا زیات دی او د ژوند بېلابېلې برخې رانغاړي.

  • د بریا جشنونه وځنډېدل

په قزاقستان کې په دوهمه نړیواله جګړه کې پر نازي جرمني د نړیوال ائتلاف د بریا مراسم فسخ او په روسیه کې په تېرو ۲۵ کلونو کې د لومړي ځل لپاره دا مراسم وځنډېدل.

  • د غوایانو د ځغاستې دودیزه لوبه

د اسپانیا په شمال کې په غوایانو پسې د ځغاستې دودیزې لوبې او د جرمنې د اکتوبر فسټیوال وځنډېدل.

  • کرکټ لوبه هم د ورته برخلیک سره مخ شو

د کرکټ د شل اووریزو لوبو نړیوال جام فسخ شو او په نتیجه کې یې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم باید یوکال انتظار وباسي چې بیا په نړیوال ډګر کې خپله وړتیا وښيي او ویسټ انډیز به شېبې شماري چې د اسټرالیا پر وړاندې د خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.

  • افغانستان او ایران کې د نوروز جشن د کرونا تر سیوري لاندې راغی

د افغانانو، ایرانیانو او د سیمې د نورو خلکو د لرغوني جشن- نوروز مراسم هم د قرنطین د محدودیتونو له کبله هسې چې دود و، پرځای نه شول.

  • کرونا ویروس په افغانستان کې د نوروز جشن هم تر خپل سیوري لاندې راوست
    کرونا ویروس په افغانستان کې د نوروز جشن هم تر خپل سیوري لاندې راوست
    د نورو لوبو برخلیک

د نړۍ د سندرو د سیالۍ مشهور جشن یورو ویژن، د ډله ییزو منډو یا ماراتون لوبې او د ګلف او ټینس ټورنمنټونه د همدې محدودیتونو له کبله پاتې شول.

خو لکه څنګه چې تېرکال د نوي کال په شپو ورځو کې د کورونا د وبا د سرایت وېره خوره وه سږکال د کورونا ویروس پرضد د واکسین جوړېدو او په ځینو ځایونو کې د دې واکسین د تطبیق پیل د نړۍ خلک هیله من کړي دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG