د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

روغتیا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا ۱۷ کسان مړه کړي


کابل کې د افغان جاپان روغتون، چېرته چې پر کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي
کابل کې د افغان جاپان روغتون، چېرته چې پر کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې په کرونا ویروس ۱۷ کسان مړه شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نور الله تره کي نن شنبه (د لېندۍ ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل: "د هېواد په خصوصي او دولتي لابراتوارونو کې ۱۱۲۳ مشکوکې پېښې معاینه شوي چې له جملې یې ۸۰ مثبتې او ۷۵ کسان له دې [کوویډـ۱۹] ناروغۍ روغ شوي او ۱۷ کسان یې له کبله مړه شوي دي."

د روغتیا وزارت وايي، له دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر پنځوس زره پنځه سوه شپږدېرشو ته ورسېد.

خو اټکل کېږي چې په کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر به تر دې خورا زیات وي.

XS
SM
MD
LG