د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۲

"د روغتیا سازمان اټکل کوي چې د هوا ککړتیا هرکال ۲۷ زره افغانان وژني" 


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه
  • اتلانتیک کونسل څېړنیز انسټیټیوټ

اتلانتیک کونسل څېړنیز انسټیټیوټ په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د افغانستان بېلابېلو ستونزو او ګواښونو لکه د سولې پروسې، د برېښنا کموالي، د جګړې په لړ کې د شویو جنایتونو لپاره انتقالي عدالت، د نوي نسل او ځوانانو رول، د افغان ملي امنیتي ځواکونو راتلونکی او د چاپېریال ستونزو ته تر جلا جلا عنوانونو لاندې کتنه کړې ده.

په دې مقاله کې یې یوازې د هوا د ککړتیا موضوع ته اشاره کوو.

د اتلانتیک شورا وايي چې د چاپېریال ککړتیا د افغانستان د ښارونو د اوسېدونکو چوپه یا خاموشه وژونکې ده.

د دې شورا پر اساس، د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې د هوا ککړتیا هرکال ۲۷ زره افغانان وژني.

د اتلانتیک شورا لیکلي چې د افغانستان ولسمشر د پلاستیک او ربړ سوځول منع کړي او په حمامونو او نورو ځایونو کې یې د فلترونو نصب اړین کړي، خو له دې سره-سره د کابل په شمول د افغانستان د لویو ښارونو هوا مخ په خرابېدو ده.

  • رایز ټو پیس امریکايي خپرونه

رایز ټو پیس امریکايي خپرونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري اړیکو په اړه لیکنه خپره کړې.

د دې لیکنې سرلیک دی، د افغانستان او پاکستان د سوداګري موافقې په رڼا کې د تجارت راتلونکې څنګه ښکاري؟

رایز ټو پیس لیکي:

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ استازو ترمنځ له څو میاشتې خبرو وروسته داسې ښکاري چې دوه هېوادونه د جنورۍ تر پایه پورې د تجارتي موافقې نهايي کېدو ته ورلنډ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو خواوو د مخکینۍ موافقې د مودې پوره کېدو ته یوازې یوه میاشت پاتې ده.

خپرونه وايي چې په تېره موافقه کې ډېرې ستونزې وې چې له کبله یې تېرکال د دوو خواوو سوداګري راکړې ورکړې خورا کمې شوي.

د خپرونې پر اساس، افغانستان د پاکستان لپاره نه یوازې له دې نظره مهم دی چې د تولیداتو لپاره یې بازار دی، بلکې دا هېواد د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د دروازې حیثیت هم لري.

د دې لیکنې له خپرېدو یوه ورځ مخکې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار شهزاد ارباب وویل چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د زیاتولو لپاره ګامونه اخېستل شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې ښاغلي ارباب د افغانستان سپین بولدک ته نژدې د چمن سرحدي ښار ته له یوه پارلماني پلاوي سره د سفر پر مهال وویل چې بېلابېلې طرحې په پام کې نیول شوي چې له افغانستان سره د پاکستان د سوداګري راکړو ورکړو په لار کې خنډونه کم شي.

رایز ټو پیس بیا د هغو خنډونو یادونه کړې چې افغان سوداګر یې د پاکستان له لارې له هند سره په سوداګرۍ کې لري.

د دې خپرونې پراساس، افغان سوداګر وايي چې هند ته د دوی ټرانزیټي لار ډېر ځلي له خنډونو ډکه وي او ګرانه تمامېږي.

XS
SM
MD
LG