د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د افغانستان د مخکینو پوځیانو د ملاتړ کمېټه: د طالبانو تر واک لاندې زندانونه دې وڅارل شي


د کابل د پلچرخي زندان چې ویل کیږي یو شمېر پخواني پوځیان هم پکې بندیان دي
د کابل د پلچرخي زندان چې ویل کیږي یو شمېر پخواني پوځیان هم پکې بندیان دي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د پخوانیو پوځیانو د نيول کېدو او شکنجه کولو له راپورونو وروسته، د پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمېټې د طالبانو پر زندانونو په تېره بیا د طالبانو د استخباراتو پر زندانونو د نړیوالو سازمانونو د څارنې او د پخوانیو پوځيانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

يادې کمېټې د يک‌شنبې په ورځ ناوخته د يوې اعلاميې په خپرولو سره ملګرو ملتونو سازمان، د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د بشري حقونو سازمانونو او نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې دا غوښتنه وکړه او ادعا یې وکړه چې دا مهال زرګونه پخواني سرتېري د طالبانو په زندانونو کې دي.

په ياده اعلاميه کې د پخوانيو سرتېرو د ملاتړ کمېټې پر طالبانو د نړيوالو فشارونو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په‌دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو تل یې د پخوانیو پوځيانو د شکنجې او وژلو راپورونه رد کړی او ادعا کوی چې دوی د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي.

د پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمېټې د امریکا له کانګرسه غوښتي چې د دغه هېواد پر حکومت فشار راوړي څو په واک کې د طالبانو له ساتلو لاس واخلي.

يادې کمېټې د پخوانیو افغان پوځیانو د وضعیت په اړه د امریکا د استازو جرګې وروستۍ غونډې ته په اشارې سره ویلي چې د دې غونډې جوړېدل کافي نه‌دي او پخواني افغان سرتېري لا ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.

دا په‌داسې حال کې ده چې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې وویل، د افغانستان پخواني ځواکونه یوازې پاتې شوي دي.

د تېر جمهوري نظام يو پخوانى سرتېرى چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې راپور کې نوم ياد شي، ادعا کوي چې په بغلان کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو له‌خوا نيول شوى و او کابل ته له لېږدولو وروسته سخت شکنجه شوى دى.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"ما هر ډول شکنجې ولېدې، لومړی خفه کول «ساه بندول»، وروسته له خفه کولو يوه يې زما پر سر پلاستيک راکش کړ او بل يې د پوليسو په ډنډه دومره ووهلم چې کالي مې لانده شول. د هغې ورځ په سبا دوی زه په ولچک سره د زینو په لاره کې راوځړولم، زما مخ او غاښونه یې په پېچ‌کش ووهل او کله چې زه بې‌سد شوم، بیا یې زما په مخ اوبه تویولې. هغوی زه په ميدان کې وغورځولم او اتڼ يې کاوه، د هغوی په لاسونو کې چې هر څه وو، زه به يې پرې پر مخ وهلم."

دغه پخوانى سرتېرى وايي، له افغانستانه تر تېښتې وروسته د ګاونډيو هېوادونو په يوه روغتون کې درې مياشتې تر درملنې لاندې و.

په همدې حال کې یو بل پخوانی سرتېری چې درې ځله د طالبانو د حکومت له‌خوا د نیول کېدو ادعا کوي او نه‌غواړي چې د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:

" جمهوريت کې په NDS کې وم، دوی به بيا بيا راتلل، ګواښونه به يې راته کول، خو ما به ترې ځان ژغورو، اخير يې ونيولم او حوزې ته يې بوتلم، خو ومې نه پېژندل چې څوک دي، څېړنې يې راڅخه وکړې، بيا يې بل ځای ولېږدولم، هلته يې هم راڅخه پوښتنې وکړې چې تا تېر نظام کې څه کول او څه نه کول، پر ما يې ډېر تورونه هم پورې کړل، ما ورته وويل ما يوازې NDS کې دنده درلوده، دوی سره زما انځورونه هم وو، هر ځای ځورېدم، نو اړ شوم چې بل هېواد ته لاړ شم."

د افغانستان پخواني پوځیان
د افغانستان پخواني پوځیان

په همدې حال کې يوه پخوانۍ پوځي مېرمن وايي، د امنيتي ستونزو او د زنداني کېدو له وېرې يې افغانستان پرېښود او ګاونډي هېواد ته يې پناه يوړه.

هغې چې نه‌یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د پلچرخي په زندان کې کار کاوه، هلته د طالبانو بندیان وو، د داعش بندیان وو، حتی هغوی موږ ته اخطار راکاوه، که طالبانو د حکومت واک ترلاسه کړ، موږ پوهېږو چې له تاسو سره څه وکړو، اوس موږ په دې هېواد کې په ازاد ډول ګرځېدل راګرځېدل هم نه‌شو کولی."

دا په‌داسې حال کې ده چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د دايکنډي ولايت د امنيې قوماندانۍ د پوليسو د جلب او جذب پخوانى ريس صبر رضايي د روان کال د سرطان په مياشت کې ونيول شو او له څه مودې وروسته بېرته خوشې شو.

خو د هرات د ښځو د زندان د مشرې عاليه عزیز د برخلیک په اړه چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې تر اوسه ورکه ده، څه نه‌دي ویل شوي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د روان کال په اسد میاشت کې راپور ورکړی و چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د تېر جمهوري نظام د پخوانیو کارکوونکو پر وړاندې یې له بشري حقونو د سرغړونو له ۸۰۰ زیاتې قضیې ثبت کړي چې ۲۱۸ یې په‌کې غيرقانوني وژنې شاملې دي.

خو د طالبانو حکومت د یوناما دغه راپور رد کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG