د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

دوحې غونډه؛ ځینو طالب ضد جبهو په کې ټولو ښکېلو لوریو ته د ونډې ورکول غوښتي


د قطر د پلازمېنې دوحې یوه څنډه
د قطر د پلازمېنې دوحې یوه څنډه

د طالبانو د یو شمېر مخالفو جبهو په ګډون ځینو ګوندونو او شوراګانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان ټولو ښکېلو سیاسي لوریو ته د ونډې په ورکولو سره د اوسني وضعیت بدلون ته لار پرانېزي.

د افغانستان یو شمېر ګوندونو، د طالبانو مخالفو جبهو او شوراګانو چې شمېر یې ۱۷ ته رسېږي په یوه ګډه اعلامیه کې له ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د فعالې ونډې ورکولو غوښتنه کړې.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې ناسته د فبروري په ۱۸مه او ۱۹ نېټه کېږي.

د دې سیاسي جریانونو په ګډه اعلامیه چې نن خپره شوه راغلي، دوی د ملګرو ملتونو له سرمنشي غواړي د دوحې په غونډه کې د افغانستان ټولو ښکېلو سیاسي لورو ته د ونډې په ورکولو سره د هر اړخیزې ملي پروسې له لارې د اوسني وضعیت د بدلېدو، په افغانستان کې د بحران د پای او د یوه قانوني حکومت د رامنځ‌ته کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

دې اعلامیه کې د دوحې د ناستې د بریالیتوب شرایط د افغانانو د غوښتنو په پام کې نیول، د اغېزمنو سیاسي جریانونو او ښکېلو لوریو ګډون او له طالبانو سره د هر ډول سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو څخه ډډه کول په ګوته شوي دي.

د افغانستان یو شمېر ګوندونو، د طالبانو مخالفو جبهو او شوراګانو په اعلامیه کې چې طالبانو یې لا وړاندې په هېواد کې دننه فعالیت لغوه کړی د افغانستان د اسلامي جمهوریت سقوط کورنۍ او نړیواله توطیه بلل شوې او وايي، دوی حاضر دي چې د یوې ټولشموله ملي پروسې په پلي کولو سره د وضعیت د بدلون لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره همکاري وکړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې سیاسي جریانونو د اعلامیې په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

خو د دې سیاسي جریانونو په اعلامیه کې د طالبانو اوسنی رژیم، د بشري حقونو په ځانګړي د افغان نجونو او ښځو د حقونو په نقض، جنسیتي اپارټایډ، د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په وژنې، شکنجې او اختطاف، فرهنګ ستیزۍ، د خلکو په زوره بې‌ځایه کولو تورن شوي او دا یې هم ویلي چې د افغانستان سیاسي حاکمیت یې غصب کړی دی.

د طالبانو حکومت بیا له وړاندې دا ټول ادعاوې بې‌بنسټه بللي دي.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان وايي، د دوحې په غونډه کې باید د دوی غوښتنو ته پام وشي او له اوسني کړکېچه د افغانستان د ویستو لپاره یوه معقوله حل لار وموندل شي.

د کابل یو اوسېدونکی رحیم‌الله وايي: "لومړی باید ټول افغانان په دې غونډه کې ځان وویني. د افغانانو ټولو مشروعو غوښتنو ته باید ځواب وویل شي او د افغانانو د غوښتنو پر بنسټ، داسې یو نظام ته لار پرانېزي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي."

کاکړ وايي: د دې غونډې څخه د افغان نجونو او ښځو هیله‌مندي او غوښتنې دا دي چې باید اجنډا یې له هر چا زیاته د افغان نجونو او ښځو په اړه وي.

د ښځو د حقونو فعاله مزدلفه کاکړ بیا وايي: "د دې غونډې څخه د افغان نجونو او ښځو هیله‌مندي او غوښتنې دا دي چې باید اجنډا یې له هر چا زیاته د افغان نجونو او ښځو په اړه وي. لکه څنګه چې معلومه ده افغان ښځې اوسمهال تر ټولو بحراني حال کې دي او بد وضعیت کې قرار لري او له ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي."

دا اعلامیه د افغانستان د ازادۍ او مقاومت جبهو، د افغانستان د معترضو ښځو غورځنګ، حزب وحدت، د مقاومت ملي شورا، حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، جنبش اسلامي، عدالت او ازادۍ او د افغانستان د خلکو د همدلۍ ګوندونو، د لوی مشرقي، لوی قندهار او شمالي بزرګ شوراګانو او د افغانستان د جهاد او مقاومت له ارزښتونو د دفاع بهیر په ګډه خپره کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG