افغانستان
ملګري ملتونه: د دوحې غونډه کې د افغان ښځو د غږ اورېدل مهم دي
د دوحې غونډې په درشل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وايي، دا ډېره مهمه ده چې د دوحې په راروانه غونډه کې چې پر افغانستان رابلل شوې، د افغان ښځو غږ واورېدل شي.
سټیفن دوجاریک پرون پنجشنبه په نیویارک کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، د قطر د پلازمېنې دوحې غونډه، د ښځو په ګډون د مدني ټولنې او هېوادونو د استازو ترمنځ کېږي.
په پام کې ده د ملګرو ملتونو په کوربه توب پر افغانستان دغه غونډه راروانه یکشنبه او دوشنبه جوړه شي.
دوجاریک ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش به د یکشنبې په ورځ د مونشن له امنیتي کنفرانس وروسته دوحې ته لاړ شي.
دوجاریک ویلي چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به په منسجم ډول د نړیوال مشارکت پر زیاتېدو هم بحث وشي.
د ښځو ځینو بنسټونو ویلي، چې په دې غونډه کې باید د ښځو واقعي استازو ته هم د ګډون زمینه برابره شي.
په دې غونډه کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو دا لا معلومه نه ده چې د دوی کوم استازی په کې ګډون کوي که نه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایرانیو شرکتونو د افغانستان د کانونو بازار ته د داخلېدو لپاره لېوالتیا ښودلې
د ایران یوه چارواکي وویل، د دغه هېواد د کانونو د شرکتونو یوه کنسورشیم د افغانستان د کانونو بازار ته د داخلېدو لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال مشر قدیر قیافه د ایران له ایلنا خبري اژانس سره په هغه مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه ویلي، په تېرو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمنځ په دې باب مذاکرې شوې دي.
د ده په وینا، پر ایران لګېدلي بندیزونه د ایران او افغانستان ترمنځ پر همکارۍ اغېز کوي او ایران د هغو ضمانتپاڼو په وړاندې کولو کې له ستونزو سره مخامخوي چې په نړیواله صحنه کې ورته اړتیا ده.
د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال ویلي، د افغانستان له تېر حکومت سره د کانونو په برخه کې ځینې تفاهملیکونه لاسلیک شوي وو، خو د طالبانو له واکمنېدو سره تعقیب نه شول.
د ده په وینا، د افغانستان کانونو ته د داخلېدو لپاره د ایران د کانونو څو شرکتونه یو شوي او د فولادو یو لوی شرکت هم غواړي د افغانستان د کانونو بازار ته داخل شي.
سېف د چلډرن: له سېلابونو وروسته افغان ماشومان بېکوره شوي، وېرېدلي او مرستو ته اړتیا لري
د ماشومانو د ساتنې بنسټ یا "سېف د چلډرن" وايي، په افغانستان کې له تازه سېلابونو وروسته ماشومان بېکوره شوي، وېرېدلي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د دې ادارې د رسنیو نړیوالې څانګې پرون پر خپله ایکس¬پاڼه لیکلي، چې په بغلان کې د جمعې له ناوخته سېلابونو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سیف د چلډرن وايي، د دوی د اضطراري مرستو په ټیمونو کې ګرځنده کلنیکونه، د ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب متخصصان شامل دي.
د ماشومانو د ساتنې بنسټ تېره شنبه ویلي وو، په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۶۰۰زره کسان اغېزمن شوي، چې له دې شمېر ۳لکه ۱۰ زره یې ماشومان دي.
طالبانو په کابل کې د درېیو غلو د وژلو ادعا کړې
د کابل لپاره د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې په پنځمه امنیتي حوزه کې د دوی له پوځیانو سره د ډزو په تبادله کې درې غله وژل شوي دي.
د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه ادعا کړې چې دغو غلو غوښتل له افشار سیمې د ۸۰۰زره افغانیو په ارزښت سره زر غلا کړي.
د ځدراڼ په وینا، د طالبانو وسلوالو غله تعقیب کړل، وروسته نښته وشوه چې په نتیجه کې یې درې غله ووژل شول او یو په ټپي حالت کې ونیول شو.
د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د دغو کسانو د هویت په باب څه نه دي ویلي، خو خپلواکو سرچینو هم دا موضوع تایید کړې نه ده چې وژل شوي کسان دې واقعاً غله وي.
ملګرو ملتونو له افغان سېلاب ځپلو سره د اړینو مرستو ژمنه وکړه
ملګرو ملتونو ژمنه کړې چې له افغان سېلاب ځپلو سره به اړینې مرستې وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند فرحان حق د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "ملګري ملتونه افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره په تماس کې دي څو د وروستیو سېلابونو په تړاو اړینې مرستې ورسوي. سرمنشي د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي ښودلې او په شمال ختیځ کې یې د سېلابونو له کبله د څه باندې درې سوو کسانو د وژل کېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د پیوستون ډاډ ورکړی."
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په بغلان ولایت کې د جمعې د ورځې د سيلابونو له کبله ۳۱۵ تنه مړه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي د سېلابونو له کبله ۳۱۵ تنه مړه شوي، ۱۶۳۰ تنه ټپیان شوي او ۲ زره ۶۶۵ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.
طالبان: اللهګل مجاهد به د پلټنو تر بشپړېدو په بند کې وي
په کابل کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، د ولسي جرګې پخوانی غړی اللهګل مجاهد به تر هغو په توقیف کې وي چې د ده د تور په اړه پلټنې بشپړېږي.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ نن پر ایکسپاڼه لیکلي چې مجاهد د تېر کال په حوت میاشت کې د سعیدالله په نوم د یوه کس د وژل کېدو د قضیې په تړاو نیول شوی دی.
ده نه دي ویلي چې نوموړی کله نیول شوی او یا کله به یې د تورونو په اړه څېړنې بشپړې شي.
برېتانیا د افغانستان په سېلابونو خواشیني وښوده
د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافېر وايي په افغانستان کې د سېلونو له کبله د انساني مرګ ژوبلو خبر ډېر خواشینوونکی دی.
ده پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې برېتانیا په افغانستان کې د طبیعي پېښو په شمول په بېلابېلو برخو کې د بشري مرستو لوی مرسته وال هېواد دی.
ده په دې اړه څه نه دي ویلي چې له سېل ځپلیو سره به یې هېواد څومره مرسته وکړي.
د وروستیو درېیو ورځو سېلونو په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او او تخار ولایتونو کې ډېر تاوانونه اړولي دي.
تر ټولو ډېر کسان په بغلان کې مړه شوي دي.
آی او ایم: افغان سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو په چمتووالي بوخت یوو
د مهاجرت نړیوال سازمان یا آی او ایم وايي، له خپلو شریکو موسسو سره په افغانستان کې د سیل ځپلیو لپاره د ژغورونکو مرستو په چمتو کولو بوخت دی.
د ملګرو ملتونو دې ادارې نن پر خپله ایکسپاڼه د مرستو رسولو په اړه د خپلو هلو ځلو خبر ورکړی دی.
آی ایم او وايي، اټکل کوي چې د سیلونو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو شمېر زیات شي.
د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، د ښځو او ماشومانو په شمول تر ۳۰۰ ډېر کسان د جمعې د ورځې د سیل له کبله په بغلان ولایت کې مړه شوي او تر دوه زره ډېر کورونه نړېدلي دي.
د طالبانو حکومت: ۲ کورنیو شرکتونو سره مو د کانونو تړونونه لاسلیک کړل
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له دوو کورنیو شرکتونو سره په څه باندې ۳۳ میلیون ډالره د دوو کانونو د استخراج قراردادونه لاسلیک کړل.
دغه وزارت پرون (شنبې) وویل چې د کانونو او پیترولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور د اریانا هایلنډ او وحدت نیازي شرکتونو له مسوولانو سره د کابل ولایت د سروبي ولسوالي د جګدلک د یاقوتو او د هرات ولایت د باریت کان قراردادونه لاسلیک کړل.
ښاغلي دلاور ویلي چې د لاسلیک شویو قرادادونو پر اساس د دواړو کانونو استخراج کېدونکې تیږې به په هېواد کې دننه پروسیس کېږي او بیا به په بهر کې پلورل کېږي.
ملګري ملتونه او د اسلامي همکارۍ سازمان: د افغان سېلاب ځپلو بېړنی ملاتړ دې وشي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو ځانګړی همغږی کوونکی انډریکا راټواټ د وروستیو سېلابونو وروسته؛ د افغانانو په بېړني ملاتړ ټینګار کړی دی.
هغه پرون ناوخته په خپله ایکسپاڼه لیکلي، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د لسو اغېزمنو هېوادونو په کتار کې ولاړ دی.
ښاغلي راټواټ زیاته کړې، اقلیمي ټکانونه اغېزمنې ټولنې لهمنځه وړي او د اقلیمي بدلون سره د ځان برابرونې لپاره د افغانانو بېړنی ملاتړ مهم دی.
په همدې حال کې د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو د راټولولو غوښتنه او غږ کړی.
دې سازمان تېره شپه ناوخته یوه اعلامیه کې له خپلو ټولو غړو هېوادونو، د نړۍ له نورو هېوادونو او مرستندویه سازمانونو غوښتي چې له سېلاب ځپلو افغانانو سره ژر تر ژره ژوند ژغورونکي مرستې وکړي.
سیف د چلډرن: د بغلان د ۶۰۰ زرو سېلاب ځپلو تر نیمایي زیات ماشومان دي
د ماشومانو د خوندیتوب اداره وايي، په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۶۰۰ زره کسان اغېزمن شوي چې له دې شمېر ۳لکه ۱۰ زره ماشومان دي.
دې ادارې پرون ناوخته یوه خبرپاڼه کې په افغانستان د "Save the children" د مشر ارشاد ملک له قوله لیکلي: "د سېلابونو له امله کلي او کورونه ویجاړ شوي، ماشومانو هر څه له لاسه ورکړي او ژوند یو مخ لهمنځه تللی."
د ماشومانو د خوندیتوب ادارې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو بللی چې د اقلیمي بدلون له امله ډېر اغېزمن شوی، خو ورسره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ چمتووالي لري.
سیف د چلډرن په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې باید په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د کړکېچ د سمدستي او اوږدمهاله اغېزو د لهمنځهوړو لپاره لپاره لا ډېرې مرستې متمرکزې کړي.
افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم له پلوه ډېر اغېزمن شوي خو د اقلیم له کړکېچ سره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.