د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

ملګرو ملتونو ته د افغانستان د پخوانیو پوځیانو لیک؛« د دوحې غونډه کې د ترهګرۍ خلاف جدي واوسئ!»


د افغانستان یو شمېر پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه
د افغانستان یو شمېر پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه

په داسې حال کې چې د دوحې غونډې ته دوه ورځې پاتې دي، یو شمېر پخوانیو افغان پوځیانو چې له افغانستانه بهر اوسېږي، په یوه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې غونډه کې د افغانستان په اړه جدي او مسوولانه دریځ خپل کړي.

«د افغانستان ملي او مسلکي پوځيانو» په نوم په دغه ليک کې د طالبانو د حکومت له مخالفو ډلو غوښتنه شوې چې د دوحې غونډې کې يو لاس د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او پخوانیو پوځیانو له حقونو څخه دفاع وکړي.

په لیک کې راغلي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د نړیوالې ترهګرۍ د ودې د مخنیوي لپاره جدي پرېکړه وکړي.

"د افغانستان ملي او مسلکي پوځيانو" په دې لیک کې ویلي چې افغانستان له څو لسیزو راهیسې په ټپل شوې جګړه کې ښکېل دی او د دوی په وینا د دغه هېواد د سیاسي ژمنتیا او د ناڅرګندو سیاستونو د نشتوالي له امله تر اوسه دایمي سوله او امنیت نه دی ترلاسه شوی.

دوی، پخواني پوځیان د افغان سیاستوالو د ناسمو سیاستونو او د ژمنتیا د نشتوالي قرباني بولي.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو پخوانی ویاند، اجمل عمر شینواری
د افغانستان د وسله والو ځواکونو پخوانی ویاند، اجمل عمر شینواری

د افغانستان د وسله والو ځواکونو پخوانی ویاند او د «افغانستان د ملي او مسلکي پوځيانو» د بنسټ غړی اجمل عمر شینواری چې دغه پرانیستی لیک یې پر خپلې ایکس پاڼې خپور کړی، ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د ټولو پوځيانو مصونیت چې د دوحې په تفاهم نامې کې هم ذکر شوی، د نړۍ او ملګرو ملتونو مسوولیت دی، که چېرې طالبان په هېواد کې دننه د پوځيانو مصونيت نشي تضمينولى، بايد يوه بله د خلاصون لاره ورته ولټوي. ځکه د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه یوازې د افغانستان مبارزه نه وه، بلکې د ترهګرۍ پر وړاندې د ټولې نړۍ مبارزه وه."

شينواری زياتوي، که ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه د ترهګرۍ د ودې مخنيوي ته پاملرنه ونه کړي، په راتلونکي کې به ترهګرۍ نه يوازې د سيمې پر هېوادونو، بلکې نړۍ هم اغېز وکړي.

یوه بل پخواني افغان سرتیري چې د موضوع د حساسيت له امله يې د نوم له اخيستلو ډډه وکړه ازادي راډیو ته وویل:

"له ملګرو ملتونو مو غوښتنه دا ده چې د دوحې په غونډه کې چې تر اوسه يې اجنډا معلومه نه ده، په دې غونډه کې دې د پوځيانو په اړه خبرې وشي، پرېکړه کوونکي هېوادونه مونږ په دو ډلو نړيوال ترهګرۍ ته تسليم کړو، يو ډله سرتېري، وژل شو او نيمايي يې تښتېدلي او په ګاونډيو هېوادونو کې ژوند کوي".

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه په دوحه کې غونډه لري.

په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سازمان د غړو هېوادونو ځانګړي استازي او د طالبانو د حکومت مخالفې ډلې او نور ځينې سياستوال او ګوندونه برخه واخلي.

د دوحې غونډې کې د ګډون لپاره د طالبانو حکومت ته هم بلنه ورکړل شوې، خو تر دې دمه چې لا غونډې ته دوه ورځې پاتي د طالبانو حکومت په دې ناسته کې د خپلو استازو د ګډون په اړه جزیات نه دي خپاره کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG