د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

د امیري او امینې لیدنه؛ دواړې د افغان ښځو پر وړاندې سختې تګلارې د هغوی حقونو ته ګواښ بولي


د عکس ښي لور ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد او چپ لور ته د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د عکس ښي لور ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد او چپ لور ته د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

په داسې حال کې چې د قطر پلازمېنه دوحه سبا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونه سازمان په کوربه‌توب د یوې مهمې غونډې کوربه ده، د نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګرې استازې رینا امیري د دې سازمان د سرمنشي مرستیالې امینې محمد سره د افغان مېرمنو وضعیت په اړه ليدلي.

مېرمن امیري د جمعې په ورځ د فبرورۍ په ١٦مه په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، دواړه په دې موافق دي چې د افغان ښځو پر وړاندې سختې تګلارې په سیمه او بهر کې د ښځو حقونو ته ګواښ دی.

د دوحې په غونډه کې چې د فبرورۍ په ١٨مه او ١٩مه د ملګرو ملتونو سازمان په کوربه‌توب او د یو شمېر هېوادونو د استازو په حضور کې ترسره کېږي، ټاکل شوې چې رینا امیري هم په کې ګډون وکړي.

یو شمېر افغان نجونې او مېرمنې وايي، په دې غونډه کې باید د افغان مېرمنو استازي، طالبان د افغان نجونو او ښځو د بنسټيزو حقونو د نقضولو له امله ځواب ویوونکي وګرځوي.

له ښوونځي بې برخې شوې یوه زده کوونکې فاطمه وایي: "په دې غونډه کې باید د افغانستان پر ټولو مسایلو په ځانګړي توګه د ټولو افغان مېرمنو پر ستونزو بحث وشي، موږ د مشارکت حق ولرو، د تحصیل حق ولرو، د کار کولو حق ولرو، د تفرېح حق ولرو او د باندې وتلو حق ولرو."

ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې بندې کړې دي.
ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې بندې کړې دي.

ګلرخ ارمل، چې د طب پوهنځي محصله وه او اوس په کور ناسته ده، ازادي راډیو ته یې وویل: "د ښونځیو په اړه باید پوښتنه وشي چې تر کله پورې تړلي پاتې کېږي او کله به دوی موږ د لوړو زده کړو د پر مخ بیولو اجازه راکړي. د دوی نه باید د دې پوښتنه هم وشي چې دا نجونې چې له ښار او بازاره ټولوي ولې یې ټولوي؟"

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې په دې غونډه کې به افغان مېرمنې هم ګډون وکړي ځکه د هغوی د غږونو اورېدل ډېر اړين دي.

د دوحې په غونډه کې د طالبانو استازو ته هم بلنه ورکړل شوې، خو یو شمېر افغان مېرمنې د طالبانو حضور په دې غونډه کې غندي او دا طالبانو سره د نړۍ د تعامل عادي کول بولي.

د ښځو د حقونو فعاله نسرین حمیدي ادعا کوي وایي: "دا غونډه طالبانو ته د سټېج ورکولو او د افغانانو په ځانګړي توګه د افغان مېرمنو له پامه غورځول دي."

له یوه کال نه په کمه موده کې په دوحه کې دا د ملګرو ملتونو سازمان په کوربه‌توب دوهمه غونډه ده، په تېرې غونډه کې چې د تېر کال د مې په میاشت کې جوړه شوې د طالبانو د حکومت استازي نه وو وربلل شوي.

خو په دې غونډه کې د طالبانو حکومت خپل احتمالي ګډون مشروط کړی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي مخکې ویلي، دوی د دوحې په غونډه کې پر معناداره ګډون غور کوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

د يادونې ده چې طالبانو له څه باندې دوو کلونو راهيسې پر ښځو د بنديزونو د لرې کولو په اړه د نړيوالو سازمانونو غوښتنه نه ده منلې او تل يې ادعا کړې چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د افغان ښځو حقونه خوندي دي.

په داسې حال کې چې دوی له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته نه‌شي تللی، پوهنتونونه یې پر مخ تړل شوي او په ډیری دولتي او ټولو نا دولتي ادارو کې هم له کار راګرځول شوې دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG