د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۱

یو شمېر کارپوهان: په دوحې ناسته کې د طالبانو نه ګډون به د دوی نړیواله انزوا نوره هم زیاته کړي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي جوړ شوی تصویر
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي جوړ شوی تصویر

یو شمېر سیاسي کارپوهان د افغانستان په اړه د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه کې د طالبانو د حکومت د نه ګډون پر پرېکړه نیوکه کوي او یوه تېروتنه یې بولي.

ياده غونډه چې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د ۲۵ هېوادونو او د افغانستان په چارو کې د سيمې سازمانونو د ځانګړو استازو په ګډون د یک‌شنبې په ورځ پیل شوه، دوشنبه به هم دوام ولري.

دغې غونډې ته د طالبانو حکومت هم بلل شوی و.

که څه هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو هیله څرګنده کړې وه چې طالبان به د یوه جګ‌پوړي پلاوي په مشرۍ په‌دې غونډه کې ګډون وکړي، خو د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ ناوخته په کنايه‌اميز ډول خبر ورکړ چې په‌ ياده غونډه کې ګډون نه‌کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته څرګنده کړې چې که د دوحې په راتلونکې غونډه کې د یوازیني مسوول لوري په توګه ګډون وکړي او که د افغانستان د پلاوي (طالبانو) او ملګرو ملتونو تر منځ په لوړه کچه د ټولو مسايلو په اړه د ښکاره خبرو اترو زمينه برابره شي، د طالبانو ګډون به ګټور وي.

خو د اعلامیې له‌مخې، په‌دې برخه کې د پرمختګ د نشتوالي له امله د طالبانو حکومت په‌دې غونډه کې د طالبانو بې‌پايلې ګډون اغېزمن نه‌دی بللی.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په واشنګټن کې د ملي دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په واشنګټن کې د ملي دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په واشنګټن کې د ملي دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې په غونډه کې له ګډون کولو څخه د طالبانو د حکومت انکار کولای شي، د دوی نړیواله انزوا لا پسې ژوره کړي.

هغه زیاته کړې، دا پرېکړه ښايي د افغان ټولنې له نورو برخو سره د خبرو اترو له لارې سیاسي جوړجاړي ته د یوه لوري په توګه د طالبانو د حکومت اعتبار نور هم کم کړي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه میرویس آشفته وايي، د دوحې په ناسته کې د طالبانو له نه ګډون سره شونې ده چې دغه د عمل ابتکار په تدریجي ډول د طالبانو د حکومت او د هغوی د ملاتړو له واک ووځي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

“ممکنه ده چې مخالف لوری د امریکا پر وړاندې وکولای شي یو شمېر نور هېوادونه هم خپل لوري ته راکش کړي، نو د دې امکان شته چې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له لاسونو څخه دا ابتکار عمل په تدریجي ډول ووځي، دا به په تدریجي ډول له نن ورځې او سبا پېښ شي."

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي
د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي

د سیاسي چارو بل پوه طارق فرهادي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو حکومت د دوحې په غونډه کې له ګډون څخه په انکار سره د ملي ګټو پر ځای د خپلې ډلې ګټو ته لومړیتوب ورکړی او دا کار به د دې لامل شي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت لاپسې خراب او نور هم انزوا ته ولاړ شي.

فرهادي زیاته کړه:

"په افغانستان کې به د دې پرېکړې پایله دا وي چې اقتصادي وضعیت به خراب شي، ډېری ځوانان به نهيلي شي، افغانستان به له نړۍ څخه ګوښه پاتې شي. یو زیات شمیر ځوانان به له خپلو کورنیو سره کډوالۍ ته دوام ورکوي او که موږ پنځه کاله وروسته د طالبانو دغه پرېکړه وګورو، دا به ان خپله هغوی ته هم يو حکيمانه پرېکړه نه وي."

د طالبانو حکومت په‌داسې حال کې د دوحې په دویمه غونډه کې له ګډون څخه انکار کړی، چې د ملګرو ملتونو له‌خوا دې غونډې ته د دوی پر بلنه د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو له‌خوا نیوکې شوې وې.

د دوحې لومړی پړاو غونډه د ۲۰۲۳ کال په می میاشت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په کوربه‌توب جوړه شوې وه، خو د طالبانو حکومت دې غونډې ته نه و بلل شوی، چې د طالبانو له سختو نیوکو سره مخ شوې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG