د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران: طالبان دې له سیستماتیکې جنسي ځورونې لاس واخلي


په کابل کې له ښځینه لاریونوالو سره د طالبانو تاوتریخوالی - ارشیف
په کابل کې له ښځینه لاریونوالو سره د طالبانو تاوتریخوالی - ارشیف

د مونیخ په امنیتي غونډه کې د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې په دومدار ډول د ښځو او نجونو د بشري حقونو د نقض په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا موضوع د البانیا، اندورا، بلجیم، بلغاریا، کاناډا، فرانسې، جرمني، کوسووا، لیختن اشټاین، منګولیا، هالنډ او رومانیا د بهرنیو چارو وزیرانو چې د مونیخ په امنیتي غونډه کې یې ګډون کړی و، څرګنده کړه.

په ياده اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت په وېب پاڼه کې خپره شوې، د طالبانو له حکومت غوښتل شوي،جنسيتي سیستماتیک توپير چې کیدای شي د بشريت ضد جرم وګڼل شي پای ته ورسوي.

د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یو ځل بیا له افغان ښځو او نجونو خپل دوامداره ملاتړ اعلان کړ.

دوی په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر نیولو په انتقاد سره، د طالبانو له حکومت غوښتي چې دغه نیونې ودروی او نیول شوې ښځې هم ژر تر ژره خوشې کړي.

دوی دا هم وویل چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۳ کال کې د مونیخ د امنیتی غونډې راهیسې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې کوم پرمختګ نه دی کړی او برعکس یې عمل کړی دی.

د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان ښځو او نجونو د زده کړې، تحصیل، کار او ټولنیزو، سیاسي او کلتوري فعالیتونو په برخه کې د طالبانو د حکومت له خوا لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو ته په اشارې سره ویلي، د افغانستان نیمایي نفوس له عامه ژوند او سیاسي تصمیم نیولو څخه په لیرې کولو، طالبانو د افغانستان راتلونکې له خطر سره مخامخ کړی او په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د یوه تر ټولو ناوړه او وحشتانک وضعیت مسوول دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد: د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته پام کیږي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد: د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته پام کیږي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په ځواب کې ویلي، هغه اندېښنې چې د مونیخ په امنیتي غونډه کې راپورته شوي، بېځایه دي.

هغه ادعا کړې چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته پام کیږي.

خو یو شمېر ښځې او نجونې وایي چې د طالبانو حکومت د دوی د نن ورځې ژوند او راتلونکې په نښه کړی.

د دوی له ډلې پاریسا وویل، په یوه دولتي دفتر کې یې کار کاوه او د طالبانو د حکومت له بندیز وروسته وزګاره شوه.

هغه ادعا کوي چې د خپلې کورنۍ یوازېنۍ ډوډۍ ګټونکې ده.

نوموړې د خپل ژوند د اوسني وضعیت په اړه وویل:

"د خپلو عمر خوړلو پلار او مور، معلولې خور، کونډې خور او یتیمانو لپاره یې ډوډۍ ګټونکی وم کله چې کار له ما څخه واخیستل شو زموږ شرایط اوس دومره خراب دي چې ان زما خور په روغتون کې ده، زه نه شم کولی هغې ته یو بوتل معدنی اوبه واخله، زما لاس دومره تنګ دی."

د لسم ټولګی زده کوونکې کبرا هم وایي:

"له دوه نیمو کلونو راهیسې افغانې نجونې له زده کړو بې برخې دي او که شرایط همداسې دوام ومومي، موږ نه شو کولی خپلو زده کړو ته دوام ورکړو، مونږ واقعا خپل نامعلوم برخلیک ته اندېښمن یو."

دوحه کې نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه
دوحه کې نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه

د مونیخ امنیتي کنفرانس چې د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کې برخه اخیستې وه، په داسې حال کې د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه چې ملګري ملتونه د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه توب کوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په دې غونډه کې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش د دویم ځل لپاره کلیدي لوبغاړي سره راټول کړي چې د افغانستان د خلکو د ګټې لپاره په همغږي، راټول او جوړښتي بڼه د نړیوال مشارکت د پراختیا په لارو چارو بحث وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG