افغانستان
د مونیخ کنفرانس ۱۲غړي هېوادونه؛ افغانستان کې بشري حقونه او ښځې د اندېښنې وړ دي
د مونېخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د دوولس هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو د نقض په اړه اندېښنه ښودلې.
دې ۱۲ هېوادونو ګډه اعلامیه چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته خپره کړې په کې د البانیې، انډور، بلجیم، کاناډا، فرانسې، المان، بلغاریا، کوسوو، لیختن اشتاین، منګولیا، نیدرلانډ او رومانیې د بهرنیو چارو وزیرانو له قوله لیکل شوي؛ په ۲۰۲۳ کال د مونېخ امنیتي کنفرانس وروسته د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې طالبانو هیڅ ډول ګام نهدی پورته کړی.
په دې اعلامیه کې د طالبانو اوسنی رژیم په نړۍ کې د بشري حقونو په برخه کې د تر ټولو ناوړه او وېروونکي وضعیت مسوول بلل شوی چې له قوله یې؛ په افغانستان کې یې د ټولنې د نیمې برخې راتلونکې خطر سره مخ کړې.
دوی له زدهکړو او کار د نجونو او ښځو راګرځول د طالبانو لهخوا د جنسیتي تبعیض د عملي کولو ښکاره بېلګې بللي او زیاتوي، د نجونو په خپلسري ډول نیول او په زور یې ودول د هغوی له حقونو ښکاره سرغړونه دي.ا
علامیه کې د طالبانو لهخوا په وروستیو کې د نجونو او ښځو په خپلسري نیول کېدو هم نیوکه شوې او هر ژر یې د زنداني نجونو او ښځو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
د دې ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارت له طالب چارواکو غوښتي چې د نړیوالو په ځانګړي ډول د بشري حقونو له قوانینو ملاتړ وکړي او د قومي او مذهبي لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.
په اعلامیه کې له طالبانو په ځانګړي ډول غوښتل شوي چې نجونو ته د نړیوالو معیارونو پر بنسټ، د زدهکړو او تحصیل اجازه ورکړي.
د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې خپل پام په افغانستان کې د بشري په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو په حقونو متمرکز کړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نهدی ښودلی، خو وړاندې یې تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي عایشې وهاب ته د بریا مبارکي ورکړې
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي عایشې وهاب ته د بریا مبارکي ورکړه.
هغه نن شنبه د (اګسټ۲۲مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" خوشاله یم چې یوه افغان اصله ښځه د لومړی ځل لپاره د امریکا کانګرس ته لار پیدا کوي او دا بریا ورته مبارکي وايم".
ښاغلي کرزي وړاندې لیکي،"که چیرته د افغانستان دننه او بهر ښځو او نجونو ته مناسب فرصتونه برابر شي کولی د ټولنې په وده او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي".
عایشه وهاب لومړنۍ افغان اصله امریکايۍ ده چې له کالیفورنیا ایالت څخه کانګرس ته بریالۍ شوې ده.
هغې په ۲۰۱۸ کال کې د ټاکنو له لارې د هایوارډ ښار د شورا غړیتوب ترلاسه کړې و.
یونیسیف: په افغانستان کې د زده کړو بندیز د نجونو راتلونکی له خطر سره مخ کړی
د ملګرو ملتونو د ماشومان د ساتنې صندوق یونیسیف وايی،" په افغانستان کې د زده کړو بندیز د نجونو راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی".
دغه صندوق پرون جمعه پر خپلې ویب پاڼې لیکي،"په تیرو پنځو کلونو کې څه باندې ۲.۶میلیونه نجونې له زده کړو راګرځول شوي دي".
د یونیسیف په ټکو،" موږ تل په افغانستان له زده کړو ملاتړ کړی او له طالب چارواکو مو په ځلونو غوښتي چې پریږدې نجونې بیرته ښوونځیو او پوهنتونو ته راستنې شي".
له ۲۰۲۱کال راهیسې له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي افغانې نجونې له زده کړو محرومې شوي دي.
یو نیم کال کې نږدې ۴ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي، په تېر یو نیم کال کې شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
«ای او اېم» په خپل تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ د (اګسټ ۲۱مه) يې خپور کړی ویلي، "له تېر کال راهیسې د سږکال د اګسټ تر ۱۵مې شاوخوا ۴ میلیونه او ۱۲ زره افغان کډوال له پاکستان او ایرانه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي".
د راپور په ټکو، "د روانې اګسټ میاشتې په لومړنیو دوو اوونیو کې ۴۸ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته راغلي دي".
بل پلو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، "د راستنو شویو کډوالو کورنیو شاوخوا ۶۰۰ زره ماشومان له زدهکړو محروم دي.
تاجکستاني چارواکي: یوې وسلهواله نښته کې دوه افغان قاچاقبران ووژل شول
د تاجکستان امنیتي چارواکي وايي، له افغانستان سره پر ګډه پولهيې د یوې وسلهوالې نښتې پر مهال دوه افغان قاچاقبران وژلي دي.
تر اوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نهدي ویلي.
په هغه بیان کې چې د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې خپور کړی راغلي، "دغه قاچاقبران د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدنکي وو چې له تاجکستاني سرحدي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي".
په بیان کې راغلي، "نښته له تاجکستان سره پر پوله د جیحون په فتحاباد سیمه کې شوې ده".
د بیان په ټکو، "له قاچاقبرانو په سیمه کې یو میل کلاشینکف، یو میل تفنګچه او ۱۷ کیلوګرامه چرس پاتې دي".
تاجکستاني چارواکي وايي، "د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نشهيي توکو له قاچاقبرانو سره په ۷ وسلهوالو نښتو کې ۱۷ افغان تبعه وژل شوي او ۶۰۱ کیلوګرامه مخدره توکي يې ضبظ شوي دي".
تاجکستان له افغانستان سره نږدې زر کیلومټره ګډه پوله لري چې روسیه او یو شمېر نورو هېوادونو ته د نشهيي توکو د قاچاق یوه له اصلي لارو بلل کېږي.
هند وايي افغانستان ته یې نورې طبي مرستې هم لیږلي دي
هند افغانستان ته د نورو طبي مرستو د لیږلو خبر ورکوي.
دهند دبهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ ( د زمري په ۲۹ مه ) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د درملو او طبي تجهیزاتو دغه مرستې کابل کې یو دولتي روغتون ته استول شوي دي.
رندیر جیسوال د افغانستان د روغتیايی خدماتو د پیاوړتیا لپاره افغان ولس سره د هند په دوامدارې همکارۍ ټینګار کړی دی.
هند لدې مخکې هم څو ځله افغانستان ته طبي مرستې استولي دي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم چې د لسګونو کلونو د جګړو او بهرنیو مرستو د کموالي له امله کمزوری شوی ، هیواد ته د ملیونو کډوالو په ستنیدو اوس تر سخت فشار لاندې دی.
بلغاریا د لسګونو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکوي
بلغاریا وايی ۳۵ افغان کډوال یې نیولي دي.
د بلغاریا کورنیو چارو وزارت وویل چې دغه کسان هیواد ته دننوتلو په مهال په سرحدي سیمه کې په یو میني بس کې پیژندل شوي او ونیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې نیول شویو کسانو خپله ویلي چې د افغانستان دي.
اعلامیه وايی ۲۲ کلن موټر چلوونکی چې دشمالي مقدونیا څخه دی هم نیول شوی او د قضیې څیړنه دوام لري.
بلغاریا او دبالکان نور هیوادونه اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د ورتګ یوه عمده لار ګڼل کیږي.
د یوناما دوه کارکوونکي د طالبانو له زندانه خوشې شول
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دوه کارکوونکي د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.
فرانسې خبري اژانس د یوناما په حواله لیکلي چې د ملګرو ملتونو دا دوه کارکوونکي د اګسټ په نهمه په هرات کې د طالبانو د استخباراتي ادارې لهخوا نیول شوي وو او دا دی تر شاوخوا ۱۰ ورځو وروسته د پنجشنبې په ورځ بېرته خوشې شول.
د یوناما ویاند زیاته کړې چې د دغو دوو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.
ایراني چارواکو یو ۲۰ کلن افغان ځوان اعدام کړی
د ایران د بشري حقونو یوه سازمان «ههنگاو» راپور ورکړی چې ایران د پنجشنبې په ورځ د اګسټ په ۲۰مه د اصفهان په مرکزي زندان کې د قائم حسین په نوم یو ۲۰ کلن افغان ځوان اعدام کړی.
قائم حسین په ارین مشهور و او په ایران کې د جنوري د لاریونونو په تړاو نیول شوی و.
حسیني د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۸مه د اصفهان په علي خاني چوک کې په هغو پېښو کې په ګډون تورن شوی و چې په ترڅ کې یې د ایران د ځانګړو ځواکونو څلور پرسونل ووژل شول.
هغه همدارنګه د یوه افسر د جسد د زیانمنولو او د یوه خیریه مرکز په سوځولو کې په لاس لرلو هم تورن و.
قائم حسیني د اصفهان د علي خاني میدان د قضیې پنځم تورن و چې اعدام شو.
په دې قضیه کې یو بل افغان چې د قائم حسین د ماما زوی و او ګل محمد محمدي نومېده هم څه وخت مخکې له درېیو نورو ایرانیانو سره اعدام شوی و.
په دې قضیه کې اته نور کسان هم د اعدام له خطر سره مخ دي.
لاهور کې د افغان تکواندوکارانو ځلېدل؛ حکمتالله زین کوارټرفاینل ته ووت
د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي حکمتالله زین په یو لړ نړیوالو سیالیو کې د پاکستان او ازبکستان لوبغاړي مات کړل او کوارټرفاینل ته ووت.
د تکواندو د ریاست جام په نوم دا سیالۍ د پاکستان د لاهور ښار په کوربهتوب پیل شوي.
د تکواندو د ملي ټیم روزونکي بشیر ترهکي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې حکمتالله زین په منفي ۶۸ کیلو وزن کې لومړی د پاکستان لوبغاړی مات کړ او بیا یې د ازبکستان لوبغاړی امېد بېګ چې نړیوال اتل و له ماتې سره مخ کړ.
زین په دغو دوو بریاوو کوارټرفاینل یا یو اتم پړاو ته وتلی دی.
اخوا په بله لوبه کې امېد سهاک په ۸۷ کیلو وزن کې د پاکستان لوبغاړی ناک اوټ کړی او بله لوبهیې له ایراني لوبغاړي سره ده.
د لاهور په کوربهتوب په دغو لوبو کې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو ۵۰۰ لوبغاړي په مبارزې او فورم برخه کې سره لوبېږي.
د ملي مقاومت جبهې تایید کړه چې د دوی یو قومندان حسیب پنجشیری «حسیب قوای مرکز» وژل شوی
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې تایید کړه چې د دوی یو قومندان حسیب پنجشیری «حسیب قوای مرکز» وژل شوی دی.
د طالبانو د دې مخالفې وسلې والې ډلې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني پنجشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه د حسیب پنجشیري د وژنې خبر ورکړی.
تر دې مخکې د طالبانو د حکومت یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو ځانګړو ځواکونو حسیب قوای مرکز په یو لړ عملیاتو کې وژلی او د هغه ۱۳ ملګري یې نیولي دي.
د طالبانو اړوند رسنیو له هغې ډلې المرصاد لومړی د یو لړ عملیاتو پر مهال د حسیب قوای مرکز د وژنې خبر خپور کړی و.
حسیب قوای مرکز په تېر جمهوري نظام کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د «وژنو او غلاو» په تور تر تعقیب لاندې و.
دی د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په ۲۰۲۱ کال کې د احمد مسعود په مشرۍ له ملي مقاومت جبهې سره یوځای شوی و.