د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

ملګري ملتونه د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو د ناوړه چلند ادعاوې څېړي


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري په وروستیو کې د هغه څه له امله چې دوی یې بې حجاب بولي په خپلسري ډول د ښځو د نیولو په تړاو اندېښمن دي.

په داسې حال کې چې د بې حجابۍ په نوم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري د نجونو او مېرمنو د نیولو په اړه لا هم ادعاوې موجودې دي، د ملګرو ملتونو سازمان وايي دوی د افغان مېرمنو پر وړاندې د دغه ناوړه چلند ادعاوې څېړي.

د دې سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د بې حجابۍ په تور د میرمنو او نجونو د نیولو په اړه اندېښمن دي.

نوموړي وویل: "په افغانستان کې زموږ ماموریت د حجاب نه‌مراعتولو د ادعاوو په خاطر د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د غیرقانوني نیولو په اړه ژوره اندېښنه لري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندوی دفتر یا یوناما له نجونو او ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند او د هغو د بې دلیله نیولو ادعاوې څېړي او ښکاري چې د طالبانو له دې اقداماتو تر ډېره مذهبي او قومي اقلیتونه اغېزمن شوي دي."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک

دی وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما اندېښنه لري چې د ښځو ځپنه او د دوی خپلسرې نیونې به افغان مېرمنې لا نورې انزوا ته بوځي او داسې وېره هم شته چې په کورنیو کې به د ښځو په وړاندې د نارینه‌وو تاوتریخوالی زیات شي.

دوجاریک وویل یوناما په دې اړه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت له چارواکو سره خبرې کړي او غوښتنه یې ترې کړې چې ټولې نیول شوې مېرمنې سم دستي بېرته خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د جنورۍ له لومړیو د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو د هغه ښځو د نیولو لړۍ پیل کړې چې د دوی په باور اسلامي حجاب یې نه دی مراعت کړی.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند د تازه څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې یې د بې حجابۍ په تور د مېرمنو نیول تایید کړي وو، خو ویلي یې وو چې له څو ساعتونو وروسته بېرته خوشې شوي دي.

خو د کابل د درېيمو مکروریانو یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم او غږ خپور شي ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې همدا تېره ورځ هم یوه ښځه د طالبانو له لوري د بدحجابۍ په تور ووهل شوه او وروسته پر نامعلوم لوري یوړل شوه.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یوه فعاله نرګس سادات ادعا کوي چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د ژوند کړۍ تنګېږي.

سادات وايي: طالبان هره ورځ، له سرکونو، کوڅو او جادو په بېلابېلو پلمو ښځي نیسي او پر نامعلوم لوري یې وړي.

هغه وايي: "د افغان ښځو لومړنۍ حقوق ترې طالبانو تروړلي دي، خو دوی لا هم د ښځو په وړاندې ورځ تربلې محدودیتونه زیاتوي، هره ورځ، له سرکونو، کوڅو او جادو په بېلابېلو پلمو ښځي نیسي او پر نامعلوم لوري یې وړي."

دا غوښتنه کوي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو حکومت تر هغه په رسمیت ونه پېژني چې بشري حقونو ته یې درناوی نه وي کړی.

د بشري حقونو د بېلابېلو ملاتړو بنسټونو او د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو هېوادونو د طالبانو حکومت په وار وار د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو نه په پراخه سرغړونه تورن کړي دی.

خو طالبانو تل ادعا کړې چې دوی د ښځو حقونه د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې ورکړي، هغه ادعا چې افغان نجونې او نړیوال یې ورسره نه مني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG